د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

Termites (وینی)

سید منتظرشاه 11.05.2012 22:51

حشرات د انسان له پیدایښت څخه د مخه منځ ته راغلی دی چی د ډیرو پخوانیو ژوندیو موجوداتوله ډلی څخه شمیرل کیږی. دی کوچنی ژوندی موجود هماغه د انسانی ژوند له پیله د لومړنی انسان سره په دسترخوان شریک شوی، د خوړو، روغتیایی ستونزو د هستولو او ابادیو ته د زیان رسولونیولی بیا ان د کرنیزومحصولاتو،صنعتی او طبی تولیداتو پوری یی د بشر له ګټی څخه ویستی او د انسان ژوندیی تر ناوړه تهدید او اغیز لاندی راوستی دی.
حشره پوهانو تر دی دمه د جشراتو زرګونه ډولونه ټولنی ته پیژندلی، د هغوی اقتصادی زیانونه، د ژوند د چابیریال د ساتنی له مخی د هغوی ارزښت اوهغوی ته پردی ډګرکی اړتیاوی او د یو لړ ګټورو حشراتو ګټی یی ټولنی ته معرفی کړی دی، د نوموړو حشراتو په ډله کی یوه کوچنۍ حشره هم وینه ده چی د شاتود مچیو په شان ګډ ډله ییز ژوند لری په ټولنیز ډول سره شریک اوسیږی اوهرګروپ یی خپلی ځانګړی دندی سرته رسوی.
د ا کوچنۍ حشره ډیرو کورنیو پوری تړاو لری چی هره کورنۍ ډیری نوعی لری چی دلته یی یوازی له څو کورنیوڅخه یادونه کیږی
څخه عبارت دی. چی هره کورنۍ یی ډیری Hodotermitidae او Kalotermitidae , Rhinotermitidae چی د نوعی لری او ټولنیز وظیفوی ژوند یی بیا یوله بل سره څه معمول غوندی توپیرهم لری.
بدنی ځانګړتیاوی:
تنه یی اوړده، نرۍ، او د بدن وروستۍ برخه یی ګرده او یا لکه د هګۍ په شان بیضوی بڼه لری، د بدن دجوړښت له مخی په لږ توپیرسره یوبل ته ورته دی، د رنګ له مخی په جلاجلا بڼو (ژیړسپین ته ورته، د بوسوغوندی قهوه یی یا نصواری او تورو رنګونو) لیدل کیږی. د ژوند سیتم یی په ګروپی او ټولنیز ډول پرمخ درومی. سر یی د بدن په پرتله غټ او د تسبیح دانوته ورته وی، یوه جوړه ښکرونه، دری جوړی پښی لری اود خولی اجزاوی یی سولونکی اوغښتلی دی. په نارینه اوښځینه وو کی سترګوښه وده کړی خو په کارګرانو او سرتیرو کی یی دسترګو وده کمزوزی ده او یایی هیڅ وده نه ده کړی. د سینی کړۍ یی روښانه او دوه جوړی وزرونه لری (ښځی اونارینه) وزرونه یی لږ پلنوالی لری، اوږده او یوله بل سره مساوی دی، پنجی یی له ۴-۵ بندونوجوړی دی.
د ژوند بڼه:
پورتنۍ حشره ټولنیزژوند لری چی د ژوند د چارود تنظیم له پاره د دوی ټولنه په څو ډلو ویشل شوی ده چی هره ډله خپله ځانګړی دنده سرته رسوی. د یوی ځالی اوسیدونکی معمولا پنځه ګروپه لری چی له ملک، ملکی، کارګرو، سرتیرو او بین البینی څخه عبارت دی. هریوځانګړی دنده لری د بیلګی په توګه ځینی خواړه را ټولوی، یو شمیریی هګۍ اچوی، څوک یی د هګیو اولارواوو او یولړیی بیا دځالی په ساتنه کی ونډه اخلی. دا ویش د وینو د شکل پربنسټ ترسره کیږی. لکه څنګه چی د وینو د بدن دننی او بهرنی شکل سره توپیرلری نوپه همدی خاطریود بل دنده هم سرته نه شی رسولی لکه کارګر نه شی کولای چی نر او ښځه یی سره یوځای شی اوهګی واچوی.
۱. ملکه:
ملکه د ژوند په یوځانګړی پړاو کی وزرونه لری خوکله چی نارینه ورسره یوځای شی وزرونه یی له منځه ځي. د ملکی د خولی اجزاوی عادی خو دوهمه او دریمه بنیه یی د لومړۍ برخی په پرتله لویه ده. د ملکی سترګی څه ناڅه غټی دی او تناسلی سیستم یی بشپره وده کړی ده، ګیډه یی لویه ده د هګۍ اچولوپه وخت کی یی د ګیډی غټوالی د ګیډی څوبرابره کیږی او د ملکی دنده د هګۍ اچول دی.
۲. ملک:
ملک هم د ژوند په یوټاکلی وخت کی وزرونه لری چی وزرونه یی د ښځی وینی سره د یوځای کیدو مخکی لویږی، سترګو یی د ملکی په شان وده کړی ده، د خولی دوهمه او دریمه بنیه یی د لومړۍ برخی په پرتله لویه ده، ګیډه یی کوچنۍ ده یوازی د نسلګیری دنده سرته رسوی.
۳. کارګر:
د کارګربدن پوست، سریی ګرد او د خولی اجزاوی یی عادی دی. د سینی کړۍ یی دومره توپیر نه لری، وزرونه نه لری، ډیر یی ړانده او یا ډیری کمزوری سترګی لری، تناسلی سیستم یی دومره وده نه ده کړی او د نسلګیرۍ وسه نه لری، یوازی په ناببره توګه کولای شی چی هګۍ واچوی، دنده یی د ځالی جوړول دی چی هګۍ په کی ږدی اوساتنه یی کوی. مهمه دنده یی د ملکی، ملک، اردو او سرتیرو ته خواړه ورکول دی. کارګر نوری درنی دندی هم لری لکه د خوړو زیرمه کول، د ځالی پاکوالی، ساتنه اوهمدارنګه د اړتیا په وخت کی ځاله له دښمنانوڅخه ساتل یی هم په غاړه دی.
۴. سرتیری:
د سرتیرو سر ډبل اوغټ دی، د خولی اجزاوی قوی اوغښتلی دی خوتناسلی سیستم یی وده نه ده کړی، دنده یی د ځالی ساتل دی.کله، کله د سرتیرو د سر مخکی برخه د خرطوم په شان وی، خرطوم یوه مخصوصه غده لری چی د دفاع په وخت کی له هغی څخه یوه سریښناکه ماده راووځی چی نوموړی ماده د دښمن د راکښولو له پاره کاروی.
۵. بین البین:
په ځاله کی د دوی شتون د پام وړدی، دوی لنډی وزرونه لری چی د اړتیا په وخت کی امکان لری چی په ملکه یا ملک بدله شی.
د ځالی جوړول:
ځالی د ځمکی پرمخ، د خاورو لاندی، د ونو په نیلو، لرګینو کورونو، د کورونو په تیرانو، د کورونو په بنسټونو، کتابتونو، لرګینو صندوقونوحتی د ټوپکونو او توپونو په لرګینو برخو کی ځالی جوړوی. د ملک او ملکی خونه د ځالی په منځ (مرکز) کی وی چی په شا اوخواکی یی د هګیو د ساتلو او بچیانو د روزلو مخصوصی خونی وی. ورپسی د کارګرانو خونی دی چی بیا د سرتیرو او د هغی پسی ګدامونه موقیعیت لری.
په یوه ځاله کی یوملک اویوه ملکه اوسیږی ولی په ځینوځالوکی ډیری هم لیدل شوی دی. کارګران په خونه کی په یوټاکلی ځای کی ولاړوی، د ملکی اوملک ساتنه کوی، هغوی ته خواړه ورکوی. د یادونی وړده چی د وینی په ځالوکی د افرادو شیمر نږدی څو میلیونو ته ورسیږی.
تغذیه:
حشره په لمده، وچ او یا په دواړو چاپیریالونو کی ژوندکولای شی، چی خواړه په لمدو او وچو سیمو کی د لویدلو ونو، لرګیو، عمارتی لرګیو، هغه پلاستیکی او فابریکه یی خوړو څخه چی نباتی منشا ولری، د لرګینو توکو، پنبی، کاغذونو، فنګسونو، قندی، شحمی او وړینو توکوڅځه لاس ته راوړی او تغذیه کوی. ځوانه لاروا د ملک یا ملکی له شیری څخه تغذیه کوی. ملکه د خونی په منځ کی د نارینه سره یوځای کیږی اوبیا د خونی دننه کی څوځلی هګۍ اچوی. ملکه په یوه مناسب فصل کی هګۍ اچوی په پاتی دوره کی استراحت کوی. د پسرلی په لومړیو او بارانی موسم کی ځینی ښځی او نارینه بهر را ووځی او الوزی، په همدی وخت څونراوښځی یوبل ځانته ټاکی، وزرونه یی لویږی، کورونه جوړوی، لومړی ملکه هګۍ اچوی او لارواوو ته خپله غذا ورکوی. وروسته چی جلاجلا ډولونه را پیدا شول دندی ویشی او د ځالی جوړولو کار پیلوی. ملکه په هره ثانیه کی یوه هګۍ اچوی.
د یو لړ خطرناکو او مهمو وینو پیژندنه:
هغه وینی چی په هراړخیزه توګه اقتصادی زیانونه اړوی په لاندی ډول پیژندل کیږی.
Damp wood Termite ۱. د لویدلو ونواو لمدو لرګیو خوړونکی
ددی وینی غړی په هغوځایونوکی ژوند کوی چی هلته لمده بل وی ونی لویدلی وی اولرګین توکی په لمده ځای کی پراته وی ،. ددی کورنۍ وینه اوږده چی د بدن اندازه یی له ۱/۲ انچ څخه تر۵/۸ انچوپوری رسیږی. د بدن بڼه یی اوږده، نرۍ ګرده ده، شپږ پښی، وزرونه اوښکرونه لری. نوموړی ټولنه کارګرنه لری اوځوانه حشره یی د بدلوکارګرانو او یادیږی چی د ټولنی له پاره کارکوی. نامه په (False Workers)


طبقه بندی یی په لاندی ډول ده:

Common Name: Damp wood Termite
Kingdom: Animalia
Phylum: Arthropoda
Class: Insecta
Order: Isoptera
Family: Hodotermitidae
Species: Varies
نوموړی حشره خپل خواړه د لوند او نمجن لرګی څخه په اسانۍ سره لاس ته راوړی، دوی هغه ځایونه د خپل ژوند له پاره ټاکی اوخوښوی یی چی هلته لمده بل زیات وی، له هغو لویدلو مړو ونو او لرګیو څخه ډیره ګټه اخلی چی په لمدو سیمو کی لویدلی وی او یا هغه تعمیرونه چی د نلدوانۍ سیستم یی زیم لری اوڅڅیږی. داحشری ناروغی نه انتقالوی ځکه چی هغه تعمیرونو ته نه ځی هلته چی لنده بل نه وی.
)Dry wood termite) ۲. د وچو لرګیوخوړونکی
د وچو لرګیو واینو ټولنه د۲۵۰۰ په شا اوخوا کی غړی لری، دوی د کارګرو ډله نه لری، ځوانی واینی د بدلوکارګرو په نامه یادیږی چی ټول کار د واینو د ټولنی له پاره کوی. ددی واینو د بدن اندازه د ۳/۸ انچوڅخه تریو انچ پوری ده، د بدن بڼه یی نرۍ اوږده او وروستنۍ برخه یی ګرده ده، شپږ پښی لری، د وزرونو او ښکرونو لروونکی ده، رنګ یی نصواری روښانه دی.
طبقه بندی:
Common Name: Dry wood termite
Kingdom: Animalia
Phylum: Arthropoda
Class: Insecta
Order: Isoptera
Family: Kalotermitidae
Species: Varies








د نوموړی حشری خواړه له لرګی، دیوالی کاغذ اوهغه پلاستیکونه چی له نباتاتو څخه جوړیږی لاس ته راځی، دوی په وچو لرګیو کی موندل کیږی، لمده بل او یا د خاوری سره تماس ته اړتیا نه لری. د وچ لرګی وینه د کورونو په لرګیو کی ځاله جوړوی او په کی تونل باسی، دا تونلونه ډیرخطرناک دی ځکه چی لاړی او تیران کمزوری کوی چی په پایله کی یی د تعمیر چت په ناببره توګه رالویږی او د یوی ستری غمیزی سبب ګرځی.
:(Formosan termite) ۳. فارموسن
د نوموړو حشرو ټولنه په دریو ګروپونو ویشل شوی چی د کارګرو، سربازانو او د تکثرکوونکو له ډلوڅخه عبارت دی، دا ډیری خطرناکی وینی دی چی ودانیو، کتابتونونو اونورو لرګینو زیرمو ته ستر زیان رسوی. د بدن اندازه یی ۱/۲ انچه، اوږد، نری او دبدن وروستۍ برخه یی ګرده ده، د بدن رنګ یی ژیړنصواری دی، شپږ پښی لری، وزرونه او ښکرونه لری.
طبقه بندی:
Common Name: Formosan termite
Kingdom: Animalia
Phylum: Arthropoda
Class: Insecta
Order: Isoptera
Family: Rhinotermitidae
Species: Varies
خواړه:
د فارموسان وینه لرګی اوهغه تولیدات خوری چی نباتی منشاولری. کله چی دوی هغه لویدلی ونی وخوری نو د نوو نباتاتو د ژوند له پاره شرایط برابریږی چی نوموړی پروسه د ژوند د چاپیریال ساتنی له پاره په زړه پوری مرسته ده. دوی د ځمکی لاندی د سترو ټولنوپه ډول ژوند کوی، د ودانیوپه دیوالونو کی د خټوځالی جوړوی، دوی همدارازپه کښتیواو ودانیوکی هم ژوند کولای شی. داحشره ډیرزیات لرګی خوری او کورونو او ودانیوته ډیرسترزیان رسوی.
:( Subterranean Termite) ۴. سوبتیرانین


داحشره کولای شی چی تردوو میلیونوپوری غړی ولری. د دوی ټولنه هم په دریوګروپونو ویشل شوی ده یانی کارګر، سرتیری ، اوتکثری ګروپونه، د بدن اندازه یی د ۱/۸ انچوڅخه تر یو انچه پوری ده،بدن یی اوږد، نری اووروستۍ برخه یی ګرده بڼه لری، رنګ یی کریمی نصواری دی، شپږ پښی، وزرونه او ښکرونه لری.
طبقه بندی:
Common Name: Subterranean Termite
Kingdom: Animalia
Phylum: Arthropoda
Class: Insecta
Family: Rhinotermitidae
Species: varies
دا وینی لرګی، دیوالی کاغذونه، پلاستیک اوهغه محصولات چی نباتی منشاولری خوری. د ژوند د پایښت له پاره د خاورو سره تماس لری. د ځمکی لاندی په ټولنیزډول اود ځمکی له پاسه په لمده سیمه کی ژوند کوی. د خوړو د تر لاسه کولو له پاره تونل باسی، هرپسرلی، د نسل د تولید ګروپ واینی نه الوزی او د نوو ټولنوپه جوړولو پیل کوی.
سبټیرانین یوه له ډیرو تخریب کوونکو وینوله ډلی څخه ګڼل کیږی.دوی کولایشی چی ډیرلرګي وخوری او ودانیو، کتابتونونو اونورو ته ډیرسترزیان وراړوی، د ودانیو تهدابونه، ستنی، تیران، د نلدوانۍ پلاستیکی پایپونه، نیمه پوښل شوی چتونه، حتی د لامبو ډنډونه ، د اوبو د تصفیه سیستم اوهمداراز کولای شی چی ژوندۍ ونی او بوټی ټپی او تخریب کړی.
مخنیوی:
وایی چی وقایه له درملنی څخه ښه ده نو لازمه ده چی د وینو د زیان د مخنیوی له پاره لاندینی تدابیرپه پام کی ونیول شی:
• د ودانیو، کتابتونو، وسله تونونو او فوځی سیمو په جوړولو کی باید Termite Proof په پام کی ونیول شي.
• د وینو د زیان د مخنیوی له پاره لازمه ده هغه ونی اولرګی چی لویدلی وی باید له ساحی څخه ټول او وچ ځای ته ولیږدول شی.
• د سون لرګی باید له کورڅخه وړاندی زیرمه شی.
• همدا راز د چتونو درز شوی لرګی اوهغه لرګی چی سرونه یی له دیوال څخه بهر وتلی دی وکتل شی ځکه چی واینی د انسان پټ دښمن دی د خپلو راتللو څخه د کورونو خاوندانو ته خبر نه ورکوی.
• ځینی وینی د ډنډ اوبواولمده بل سره ډیره مینه لری دا چی د واینی له زیان څخه موځان ژغورلی وی نولازمه ده چی د خپلو کورونو اوبه وباسي.
• هغه چپه شوی او لویدلی ونی چی ستاسو د ودانیو پر شا او خوا پرتی وی له خپلو کورونو او ودانیو څخه لیری کړي.
• هیڅکله د خپلو کورونو د تهدابونو په شا او خواکی د اوبو ډنډونه مه پریږدی، ځکه چی دا ډندونه د یو لړ وینو ډیرخوښیږی.
• وچی ونی او د لرګیو کندی د کور په شا او خوا او د کور په باغ کی مه پریږدی.
• د خپلو ودانیو د نلدوانۍ سیستم کنټرول، پاک اوفعال وساتي څو د وینو د ځالو له پاره شرایط برابرنه شی.
• هلته چی لرګی کارول کیږی د لرګیو د ایښودلوځای لاندینۍ خوا دی ۶ انچه کانکریټ شی.
د لرګین عمارت ګرد چاپیره باید لاندینی مواد واچول شی.
۱.۱۰ ٪ سودیم ارسینات د۵٪ ډی ټی محلول سره یوځای وکارول شی.
۲. د تیلفون پایولاندینۍ برخه دی لږه وسوزول شی اویا دی قیرشی.
۳. ملکه دی ووژل شی.
کنټرول:
لومړی باید کوښښ وشی چی د وینود مخنیوی له پاره له پورتنیو تدابیرو څخه استفاده وشی.
د وینود لیدلو په صورت کی د حشره پیژندونکی متخصص سره تماس ونیول شی اودهغوی د مشوری سره سمه کیمیاوی تداوی پلان او د وینو د کنټرول له پاره دی وکارول شی. کوښښ دی وشی چی کیمیاوی حشره وژوونکی په خپل سر ونه کارول شی.