د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د استاد یار زمان منګل د دوکتورا د دفاع مراسم ترسره شول

د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون 11.05.2012 11:49

د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې استاد، د خوست ولایت د مرکز اوسېدونکي او د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د کفتان نوروز منګل د مشر ورور ښاغلي یار زمان منګل د دوکتورا د دفاع مراسم د ۱۳۹۱ هـ ش کال د ثور د میاشتې په ۲۱ مه نیټه چې د ۲۰۱۲ م کال د مئ د میاشتې له ۱۰مې نیټې سره سمون خوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره شول.
استاد یار زمان منګل د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د عربي ژبې په ادبیاتو کې د دوکتورا دورې تر بشپړولو وروسته د (التکرار في القرآن وأسرره البلاغیة) یعنې (په قرانکریم کې د مکرراتو بلاغي اړخ او د هغوی رازونه او حکمت) چې په قرآنکریم کې د تکراري کیسو، آیتونو، جملو او تورو په بلاغي اړخ او د هغوی رازونه او حکمتونه پکې په پوره شرحې سره څېړل شوي وو، د خپل رسالې څخه بریالۍ دفاع وکړه.
دغه مراسم چې د نوموړي پوهنتون د غونډو په تالار کې د دوکتور پوهاند محمود حسن مخلوف په پرانستیزه وینا د سهار له لسو بجو پیل شول د نمازپښین په دوه بجو پای ته ورسېدل. له ښاغلي یار زمان منګل څخه پوهاند دوکتور مصطفٰي امام، دوکتور عادل الاکرت او دوکتور عبالکبیر محسن د موضوع اړوند پوښتنې وکړې، چې د ښاغلي منګل لخوا ورته قانع کوونکي ځوابونه وویل شول. په پای کې د رسالې ارزونې د کمېټې لخوا د نوموړي رساله د دوکتورا دورې لپاره د ممتازو څېړنو په کتار کې وشمېرل شوه، او استاد یار زمان منګل ته یې د دوکتورا د امتیاز درجه ورکړه.
د یادونې وړ ده چې د دفاع په دغه غونډه کې د نوموړي پوهنتون د یو شمېر بهرنیو استادانو او محصلینو ترڅنګ په دغه پوهنتون کې افغان استادانو او محصلینو هم ګډون کړی ؤ، د غونډې په پای کې استاد یار زمان منګل ته د دوکتورا درجې مبارکي وویل شوه.
د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون، د افغان محصلینو اتحادیه