د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فلکه

محمدسرور وکيلي 11.05.2012 00:27

ای اسمانه! دا لوی څرخ دي ود رېـــږه
رښتیا نه کړې دا ناورین دي و د رېـږه
په شنوسترګو د بېلتون سـره خندا کړې
خوار مین ته لاس په تــــوره مه درېـږه
په اوچت لاس دي ظلم مکړه رحم بویه
ځورونکې ستمخویه، ورانۍ ته مه درېږه
اه د بې وزلو کړي آغـېـزه ډېـره کلــکه
ای فـلکه! غـلـیـم کــار تــه مـــه د رېـږه
یې رقیب ته په موسکا، دا ښـکاره جـفا
مین ته ویل کـېـږه: کړه صبــرمه ویېـږه

لیکونکی محمدسرور وکیلي