د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مفتي ابو صنم فتوای

عبدالقهار کټوازی 11.05.2012 00:27

په فیسبوک کي مي د ابوصنم مفتي تر نامه لاندي لیکله شوي فتوای ولیدله ، زه نه پوهیږم چې ابوصنم مفتي به څوک وي افغان به وي، عرب به وي ، پنجابی یا ایرانی به وي، خو هرڅوک چي وي دومره ویلی شم چي د بهرنیو کړیو هغه دلال به وي چي تل يي کوشش کړی ترڅو افغانان د زده کړي کولو له عظیم نعمت نه بي برخي کړي،هغه نعمت چي پاک خدای ج او د هغه رسول يي مونږ ته په دي امر کړی چي د علم طلب په هر مسلمان نراوښځه فرض دی .
د ابو صنم مفتي په لاس ګمارل شوي یو څو نور ابو صنم دغو په فیسبوک کي پوسټرونه چاپ کړي او همدارنګه يي خپلو لیکنو ته زور ورکړی ترڅو د ابوصنم مفتي فتوای ټولو افغانانو ته ورسوي، او خلک خبر کړي چي علم مه کوئ.
ابوصنم په خپله فتوی کي وايې
(د افغانستان اوسنی د صلیب په لاس جوړ شوی تعلیمي نصاب باید ټول له منځه لاړ شي ترڅو په افغانستان کي اسلامي تهذیب بچ شي)
زه نه پوهیږم چی دا مفتي او ددوی ملګري څنګه د خدای او د هغه د رسول له امر نه منکر دي،او په دي منکر حالت کي بیا د اسلامي تهذیب د بچ کولو خبره هم کوي، ابوصنم مفتي په دي نه پوهیږي چي د افغانستان د نصاب په هرکتاب په اوله صفحه کي لیکل شوی چي (بسم الله الرحمن الرحیم) څنګه دا مفتیان او د هغوی ملګري په دي باطله فتوای د الله(ج) نومونه صلیب ته منسوبوي، مفتي ابوصنم او دده ملګري په دي نه دي خبر چي، زمونږ په اول صنف په پښتو کتاب کي لیکل شوي چي، الله ج یو دی او محمد ص د الله رسول دی ، دا مفتي او د هغه ملګري څنګه په دي خبره ځان نه پوه کوي چي د افغانستان په اوسني نصاب کي حدیث شریف، تفسیرشریف، د قران کریم قرائت ، عقاید، دیني ښوونه ، او داسي نور ديني کتابونه لوستل کیږی،خو دا شرخوښه پوچ مغزه مفتي او د هغه ملګري دا هرڅه دیني مسائل په صلیب پسي تړي.
خو اوس خبره دلته ده چي ابوصنم مفتي ترنامه لاندي فتوای خپله ابوصنم نه خپروي، بلکه دي هغه ملګري چي د کلمي طیبي په ویلو او د اسلام د پنځو بناوو په یادولو هم نه دي خبر هغه يي خپروي،د اندیښني وړ دلته ده چي ددي کار لپاره يي ښه ډير خلک هم ساتلي،د فیسبوک په پاڼه يي یو څو نوکران نور هم ورسره ساتلي وي ترڅو د مفتي له دي باطلي فتوای نه د بي ځایه دلیلونو په ویلو سره کلکه دفاع وکړي او د خلکو ذهنونه خراب کړي، دوی بیا هم په دي غیرمنطقي دلایلو سره غواړي افغان ولس د زده کړي کولو ضد جوړ کړي ، د ښوونځي سوځولو د انجونو په مخ د تیزابو شیندلو د معلم په وژلو او شاګرد تهدیدول ورته د بهادري او میړینتوب لقب ورکړي، د مفتي ابوصنم نه نوم شته نه اډرس خو دي هغه ددي منحوسي عقیدي او پوچي پدیدي دومره ډیر پیروان دي چي په دي منحوسو فتواوو يي د فیسبوک پاڼه ټوله ډکه کړي وه.
(د ابوصنم مفتي یو تن پیرو چي په فیسبوک کي په مستعار نوم لیکني کوي، وايې چې مونږ د مفتي صیب ددي خبري پيروی او کوو او دا ریښتیا هم ده چي دا نصاب د صلیب په لاس جوړ شوی دی)
اوس که دي ګلالي ته ووايې چي وه نابالغه!! مفتي ابوصنم څوک دی ، چیري دی د چا زوی دی ، دا خبره يي ولي کړي، عالم دی ، ملا دی، نه دی ، څوک دی چي ته يي پيرو يي؟
نو ځواب به يي حتما منفي وي، که پوښتنه تري وکړي چي صلیب څه مانا، بیا زمونږ نصاب څنګه را جوړوي، او اسلامي تهذیب څه مانا ، د اسلامي تهذیب ساتل څنګه کیږي، څوک يي باید وکوي؟ حتما به یي بیا هم ځواب منفي وي. ددغو خلکو له دغو خبرو سره ماته هغه خبره رایادیږي وای (واده یم خو خبره نه یم چي په چا یم) همهغه کیسه روانه ده ښوونځی دي بند شي. ولي؟ ځکه چي ابو صنم مفتي وايي.
. ابو صنم مفتي څوک وو، ؟ نه پوهیږم.
نو بیا یي ولي خبره مني؟ ځکه چي مفتي دی
چا ویل چي مفتي دی ته خبر يي کوم ابو صنم دی چیري دی ؟ خو خلک وایې ، دوی وايي بس دا خبري يي یو ډول دستور ګرځيدلي.
اوس که د دي مفتي دا فتوی چي وايي ښوونځي دي په افغانستان کي وتړل شي ځکه چي دده په اصطلاح صلیب يي جوړوي، او د نبي ع السلام حدیثونه سره مقایسه کړي چي وايې دعلم طلب په هر مسلمان نر اوښځه فرض دی ، او بل حدیث وای اطلب علم ولوکان باآلصین.
یعني علم زده کړه که څه هم چي په چین کي وي، په هغه وخت کي چین لري پرته سیمه وه
نو دا حدیث شریف او د مفتي صاحب او دي هغه د ملګرو دا خبره داسي مالومیږي چي له دي حدیث نه منکر خلک دي. یعني حدیث ته يي په سپینه ورځ ځواب ورکړی چي نه مونږ دا فرض نه منو (نعوذباالله) په دي خاطر چي بیا خو هغه راکړل شوي دنده چي، د افغانستان ، خرابول، دا خلک غلامان ګرځول، دا ولس بي تعلیمه کول، دلته د کفر په نامه یوه لویه لوبه پیلول، خلک وژل او داسي نوري ناخوالي چي ددوی په مهمو دندو کي شمار دي تري پاتیږي،او هغه امتیازات چي په دي لاره کي تر لاسه کوي، مفت خو نه دي چي ور يي کړي، حتما به کار به ورته کوي. مفتي ابوصنم به له خپلي خیټي د نبوي حدیثو ضد فتوای لیکي، بعضي به يي په رسنیو کي خپروي، ځيني به دي ناروا او کرغیړن کار ته د عمل جامه ور اغوندي،په کندهار، پکتیکا ، غزني او ننګرهار کي به یا ښوونځي سووځي او یا به انجوني مسموموي، او یا به هم اخطارونه خلکو ته ورکوي چي پام هغه ځای ته لاړ نه شئ چي هلته تاسو خدای پیژنئ، ښه پیژنئ، بد پیژنئ، وطن پیژنئ، اسلام پیژنئ، مور او پلار قوم ، مینه، خاوره ناموس پیژنئ، هلته مه ځي، په دي خاطر چی صلیبي نصاب دی ، حال دا چي مخي ته اشاره ورته وشوه چي د افغانستان ټول نصاب په دیني ارشاداتو ولاړ دی چی له اول ټولګۍ نه نیولي تر دوولسم ټولګۍ پوري او بیا د پوهنتون دوره کي زمونږ نصاب د اسلام او مسلمان د ساتلو ناري وهي، خو مفتي، ابوصنم، مفتي، فضل الرحمن مفتي فلانی، او ډینګي ته د صلیب نصاب ښکاري، عجیبه ده؟
په پای کي له ټولو هیوادولو په خاصه توګه له پښتنو هیله کوم چي په داسي یو نامالوم کس چي نه یي وطن ، نه مور او نه پلار مالوم وي د مفتي نوم ایښودل اسلام ته توهین دی او دا خو بیا بیخي کفر دی چي یوه باطله فتوای يي یو څوک په وار، وار خپره کړي چي د افغانستان ښوونځي دي له مینځه یوړول شي په دي خاطر چی مفتي صیب ویلي دي، راځئ وروڼو خپل درد درک کړو هیواد ته وګورو، غربت او بیوزلي ته وګورو، شااو خوا سترګی وغوړوه ، دالوبه په ځیر وڅارو، چي څوک يي په مخ وړي په څه ډول يي په مخ وړي د چا لخوا يي وړي او څه ډول به يي مخنیوی وکړو؟
زه یوار له هغو ملګرو وروڼو چي د مفتي صیب په دي فتواوو غلط شوي هیله کوم چی خپلي مفکوري ته تغیر ورکړي، او زده کړه کول په هیڅ کتاب کي کفر نه دی نو باید مونږ يي هم ونه ګڼو
او بیا له ټولو وروڼو او خویندو نه هیله کوم چې یواځینې لاره مو داده چی د علم ډیوي بلي کړو ، او ټول په یوه اواز ووایو چي
د جهل دوره تیره شوه دا عصر د عرفان دی
بي علمه ژوندون ګران دی ، بي علمه ژوندون ګران دی