د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پسرلی

صابر تيمور 10.05.2012 19:28

راغی پسـر لی ګو ره بـلبـل په چـــــغهار راغی
مسـتی هواګانی شـین طـوطی په ګــــفتار راغی

ښا ښـونه ټول دونی هر خــواته شول رنــګـینی
بورا شـو په خندا چه خوشـبو ی مـزیدار راغی

ګـډیږی مـلخان وهـی ټوپونه په هــر ځــای کی
چینـدخـه په سـازونــو په ټوپونـو تـــلوار راغی

وریږی په سـرو شــونـډو یی شـبنـم نـری نـری
دی ښـکلی چـمن ته زما یـار په سـینـګار راغی

کـینـه پدی بـاغ کـی تـمـاشــه و کــړه(صـا بره)
غوټی په غوړیدو شوی زما زړه ته قرار راغی