د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د طالبانو په اړه د افغانی تاریخ قضاوت!!!

حفیظ الله «حقمل» 10.05.2012 09:46

• د طالب معنا
• د نن سبا «طالبان»‏
• طالبان د څوارلس سوه کلن تاریخ په آئینه کی
• قضاوت

 دطالب معنا
ا- طالب په لغت کی: غوښتونکی ته وایی. په افغانی اصطلاح کی: هغه زده کړیالانو ته طالبان ویل کیږی چی په مسجدونو او دینی ‏مدارسو کی دیره کیږی، او د اسلام له عالمانو نه د اسلام د زده کړی نصابی کتابونه لولی. دغسی یوه کس ته په پښتو کی طالب، او ‏له یوه زیاتو کسانو ته طالبان ویل کیږی. ‏

په افغانستان کی د اسلام د رڼا له خوریدو سره سم طالبان راپیدا شول، او له همغه وخته راهیسی افغانی ټولنه طالبانو او ملایانو سره ‏آشنا شوی.‏

ب- د طالبانو ځینی ځانګړتیاوی
د افغانستان په ټولنه کی طالبان په ځینو ځانګړتیاوو مشهوره دی، چی لدی جملی نه: تقوا(پرهیزګاری)، حیا او شرم، په لږه او لوږه ‏قناعت، کم خرڅ، لږ خوراک، دروند ولسی او پاک لباس، خوښ طبیعت، نرم مزاج، ادبناکه ټوکماری، د استاذ بی ساری احترام، ‏خپلمنځی درناوی، په ټولنه کی د هرغړی مزاج پیژندنه او مراعتول، د مشرانو او سپین ږیرو درناوی او ساده او اسانه ژوند تیرول ‏دی، د ولس او طالبانو ترمینځ کلک تړاو هم د طالبانو له مهمو ځانګړتیاوو نه ګڼل کیږی.‏

پ- چړي، طالب، ملا یا آخند، مولوی
دمسجدونو په نصاب کی د بنسټیزی مرحلی زده کوونکی ته چړي ویلی شی چی د زده کړی ترڅنګ له ځانه د مشرانو طالبانو او ‏استاذانو احترامانه خدمت یی هم دنده وی، بیا؛ کله چی لږ د کتاب په لوستلو پوه شی او د لومړنی مرحلی کتابونه شروع کړی طالب ‏بللی شی، لدی وروسته کله چی منځنی مرحلی ته ورسیږی نو ملا بللی شی، بیا لدی وروسته کله چی د نصابی کتابونو لوړه مرحله ‏هم پوره کړی نو د فضیلت پګړی د دین د عالمانو لخوا په سر وروتړل شی، او لدی وروسته بیا مولوی بللی شی. ‏

د نن سبا «طالبان»‏
وروسته لدی چی په افغانستان کی د حزب خلق کفری کمونستی حکومت د افغانستان د ملت له لوری را وپرزول شو، بدبختانه د ‏شیطانی او استعماری ځواکونو زړونه لا یخ نه ول، دګوډاګیانو او لاسپوڅو په مټ یی نوی لوبه پیل کړه، او پدی وتوانیدل چی ‏افغانستان کی د کورنی جنګ اور بل کړی. دځانی خواهشاتو او ګڼو نورو داخلی او خارجی اسبابو په وجه جهادی تنظیمونه یو بل ‏سره او د کمونستی حکومت پاتی شونو سره لاس او ګریوان شول، دکمونستی رژیم ځینی پاتی شونی پدغو تنظیمونو کی هم ځای په ‏ځای او د «اورلوبی» ګرمولو کی یی رغنده کار وکړ. هرخوا لوټ تالان ګډ شو، د خلکو دین، ناموس، مال او عزت لوټ شو، وینی ‏توئ شولی، علم، اقتصاد، زراعت، صنعت، او د ژوندانه هره څانګه د تباهی خوراک شول، په هره کوڅه او کلی کی د کوڅه ډبو ‏بدمعاشانو ځانځانی حکومتونه جوړ شول.‏

همدا وو چی تقریبا اوولس کاله مخکی، طالبانو یو وار بیا د دینی دندی ترسره کولو په موخه د ملامحمد عمر په مشرۍ په قندهار کی ‏خپل درسونه په نیمایی کی پریښول، د ځانځانۍ او ټوپکسالارۍ د طوفان په ضد یی جهاد پیل کړ. په بیخی لږه موده کی ددوی دغه ‏خوځښت په ولسی خوځښت بدل شو، او د افغانستان نزدی نوی په سلو کی برخه یی له تاړاکګړو ټوپکیانو او کوڅه ډبو ګیلمجمانو ‏پاکه کړه، تاریخی او بی ساری امنیت یی ټینګ کړ، د افغانانو په وړاندی د طالبانو بیلنس لوړ شو او ساری یی نه وو . هماغه وو چی ‏په ټوله نړی کی طالبان وځلیدل او د یوه داسی علمی سیاسی تنظیم او نظریی په عنوان وپیژندل شول: چی یواځینی موخه یی «شر او ‏فساد سره مبارزه او د سوچه سل په سلو کی اسلامی قوانینو په بنسټ ولاړ حکومت جوړول دی».‏
طالبانو سره د امریکا مرسته

د طالبانو بیلنس هغه مهال لازیات شو کله چی امریکایانو او نړیوال صلیبی اتحاد په افغانستان کی د طالبانو په لاس سوچه اسلامی ‏نظام سره دښمنی اعلان کړه، او په افغانستان یی یرغل وکړ. د دینی مدرسو طالبان د نړیوال صلیبی اتحاد په وړاندی سرټیټی نشول، ‏او یو وار بیا یی د جنګ میدان ته ودانګل. دادی د لسو کلونو اوږدی سرښندنی نه پس ددوی دښمن په ګونډو دی او د ماتی چیغو یی ‏ټوله نړۍ ناکراره کړې. د امریکا په خلاف د غیرت دغه دریځ د طالبانو بیلنس کی نوی کریډیټ ورواچاوه، اوددوی په پیژند کی یی ‏د ویاړ نوی پاڼی ورزیاتی کړی، نن سبا -په افغانستان او نړی کی د «طالبانـ»ـو له نوم څخه مطلب: «هغه دینی زده کړیالان دی چی ‏موخه یی سل په سلو کی اسلامی حکومت جوړول، ددی موخی په لاسته راوړو کی د امریکا په ګډون هیڅ زبرځواک ته سرټیټی نه ‏منل او ددینی زده کړی ترڅنګ خپل وسلوال جنګ ته اوږه ورکول دی».‏

نه یواځی دا چی نن سبا طالبان خپلو افغانانو ته د خپلواکۍ امامان جوړ شوی بلکی د نړی په هره کونج کی مظلوم او ځوریدلی ‏ملتونه ورباندی ویاړی، د فلسطینیانو په څیر بی وزله ځوریدلی ولسونه په طالبانو پوری زړه تړی، او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو ‏لپاره ارمان کوی چی کاش که طالبان ددوی له سره د نیواک جغ پورته کړی. د فلسطین، نایجیریا او مصر په ګډون ګڼو هیوادونو ‏کی د طالبانو په نوم تنظیمونه جوړ شوی، او د فلسطین د طالبانو په څیر ځینی یی رسما ځانونه د افغانستان د طالبانو برخه بولی.‏

طالبان د تیر څوارلس سوه کلن تاریخ په آئینه کی
د تاریخ په اوږدو کی طالبانو د ملت د څارونکی او سرمشر حیثیت لرلی دی، د سیاست په ګډون دژوندانه هر اړخ کی یی بنسټیز ‏کردار لرلی دی، دعلم، ثقافت، آبادۍ او ټولو نیکو کارونو د بنسټ ډبره یی ایښی، هرهغه خوځښت یا کس سره یی مقابله کړی چی ‏اسلام، وطن، ننګ ناموس او نورو مهمو مسائلو کی لوی افغانستان(د غزنویانو، غوریانو، سوریانو، او ابدالیانو افغانستان) ته ګواښ ‏پیښ کړی وی.‏

ا- نزدی تاریخ
په نزدی تاریخ کی د کمونستانو او روسانو خلاف خوځښت کی ملایانو دومره زیات شمیر کی برخه اخیستی چی پدی لنډه لیکنه کی ‏یی نومونه لیکل او شمارل ناشونی دی. د ځینو نومونه دادی: مولوی جلال الدین «حقانی»(خوست)، مولوی محمد یونس «خالص» ‏‏(د حزب اسلامی یا اسلامی ګوند مشر)، مولوی عبدالله «ذاکری»(اتحاد علماء افغانستان) ملا محمد عمر «مجاهد»(د طالبانو ‏داسلامی غورځنګ بنسټ ایښودونکی)، مولوی رفیع الله «مؤذن»(وردګو ولایت)، مولوی سلطان عزیز «عزیز»(ننګرهار ولایت) ، ‏مولوی جمیل الرحمن(د کونړونو ولایت) او ددوی په څیر نور په زرګونو مولویان په ګڼو جهادی تنظیمونو کی د کمونستانو او ‏روسانو خلاف په سرښندنه بوخت ول. بیا د کورنیو جنګونو په وخت، زیاتره علماء د طالبانو د خوځښت له پیلیدو سره سم خوځښت ‏کی برخمن شول.‏

له کمونستی ناورین مخکی د ظاهرشاه وخت کی هم علماوو د ژوندانه په سمونه کی اساسی ونډه لرله، قضایی چاری په کلی توګه ‏اسلامی او د ملایانو واک کی وی.‏

د ظاهرشاه د پلار نادرشاه وخت کی علماء‌ غلی ندی کیناستلی، د سر او مال په نذرانی سره یی دهر راز دین مخالف کارونو مخنیوی ‏کړی، د علماوو د خوځښت نتیجه وه چی نادرشاه د پوهنتون د محصل له خوا د خپلو نارواوو په جزا ورسید.‏

ب- یوه پیړۍ مخکی
همدارنګ له نادرشاه مخکی د امان الله خان وخت کی علماء د خپلواکی د غورځنګ امامان ول، تردی چی له انګریزانو نه هراړخیزه ‏خپلواکی ترلاسه شوله، بیا کله چی امان الله خان اسلامی او افغانی ارزښتونو ته شا کړله او غربی کفری ارزښتونه یی خپل کړل، د ‏افغانستان په مسلمانو خلکو یی دتپلو هڅه وکړه، دلته هم علماء بیداره ول او د خلکو بیدارول یی پیل کړل په امان الله یی فتواګانی ‏صادری کړلی چی له لږ مقاومت نه وروسته د امان الله واکمنی د حبیب الله «خادم دین رسول الله» په لاس نسکوره شوله.‏

د تاریخ اوږده ځنځیر کی د علماوو کردار همداسی بیخچن او بنسټیز وو، او هر مثبت اووښتون د علماوو په نوښت پیل شوی دی.‏

پ- پینځه پیړۍ مخکی
که دافغانستان په تاریخ کی یولوی ګام شاته لاړ شو نو دا به لاروښانه شی چی د احمدشاه بابا په سر باندی د سلطنت پګړی صوفی ‏طالب ایښی وه. هغه احمدشاه بابا، چی د اوسنی افغانستان د جغرافیی انجینر او بنسټ ایښودونکی دی. موږ نن د همدغه صوفی د ‏کړو له برکته د اوسنی افغانستان خاوندان یو.‏

بیا کله چی هندوستان کی سکان واکمن شول او د ظلم بازار یی ګرم کړ، نو همدا علماء ول چی ددی ظلم خلاف یی اواز پورته کړ، د ‏سیمی او اسلامی نړی نامتو عالم او ملا «شاه ولي الله دهلوی» چی په هندوستان کی اوسید په مسلمانانو او نورو ملتونو یی د سکانو ‏دا ظلم ونه لورید، سمدستی یی احمدشاه بابا ته لیک واستوه چی د هندوستان مسلمان د سکانو له شره خلاص کړی. بابا لیک ته لبیک ‏ووایه، او په نتیجه کی افغانانو ته د هندوستان دفتحی ستر ویاړ په برخه شو. د دغه عالم سیاسی لیک د داسی لویی فتحی کیلی شوه ‏چی د قیامت ورځی پوری به موږ افغانان پری ویاړو. که د همدی ملا لیک نه وو نو زموږ په ویاړلی تاریخ کی به د فخر دا لوی ‏باب نه وو ورزیات شوی.‏
لدینه مخکینی تاریخ ټول ملایانو په مستقیم ډول جوړ کړی، د هر اړخیز علم سرچینه، او سرلښکری همدا ملایان ول. البیرونی، ‏رازی، ابن سینا، فارابی، ابوداوود سجستانی، بلخی، تالقانی، او ترټولو دمخه لوی ملا امام ابو حنیفه کابلی وو چی په ننۍ نړی کی په ‏ملیونو کسان د رنګ، نسل، ژبی او نورو توپیرونو پرته د دی نامتو ملا مقتدیان او منندویان دی.‏

قضاوت
په عمومی ډول د افغانستان په تیر څوارلس سوه کلن تاریخ نظر اچولو څخه څیړونکی دوه حتمی پایلی ترلاسه کوی:‏

لومړی دا چی ملایانو نه یواځی د افغانستان په کچه، بلکی د اسلامی نړۍ په کچه د ترقی او تمدن بنسټ ایښی. د نظریاتی او ‏تجرباتی علومو لکه فقه، سیاست، فلسفه، منطق، حکمت، نفسیات(سایکالوجی)، ادب، شعر، طبابت، جغرافیه، ریاضیات، الجبر، ‏فیزیک، کیمیا، او نورو علومو سرکښان همدا ملایان ؤ. دعدالت او انصاف بیلګی یی نن ورځ آن د کفری ملکونو او د هغوی ‏دقوانینو لارښود دی. ددوی د بی ساری کوښښونو او قربانیو نتیجه ده چی بشریت د ترقۍ په ټالونو کی زانګی، په ځانګړی ډول ‏افغانستان چی اوږد اسلامی تاریخ لری، او داسلام له برکته د لویو سلطنتونو او ویاړونو خاوند شوی ؤ د ملایانو د احسان پوروړی ‏دی. له تقریبا شلو کلونو راهیسی د شر او فساد په ضد، بیا د نیواک په ضد د طالبانو جنګ هغه ویاړمنی کارنامی دی چی افغانان او ‏ټوله نړۍ یی د سر په سترګو وینی او منی.‏

دویم دا چی هرکله افغانانو د ملایانو په ځای بله طبقه په سرمشرۍ منلی او او واګی یی ملایانو ته ندی سپارلی، له بی ساری ناورینو ‏سره مخ شوی او ټولو ته په ډاګه شوی چی د هر مصیبت او هری بدمرغۍ عاملان نور خلک دی. زموږ په تاریخ کی څوک دا نشی ‏میندلی چی ملایان د کومی بدمرغۍ سرچینه وی بلکی نوری طبقی دی، د انګریزانو په وخت کی د ډیورینډ کرښی په څیر د وطن ‏پلورنی نه نیولی بیا د کمونیستی کفری نظریی د راوړلو په ګډون هره بدمرغی نورو طبقو راوړی ده. نه یواځی په لری تاریخ کی ‏ملایانو مثبت، او نورو منفی کردار ترسره کړی، بلکی نزدی تاریخ هم پدی شاهدی ورکوی. له ملایانو پرته نورو طبقو خپلمنځی ‏جنګونه پیل کړل، د ملایانو منځګړتوب ته یی غاړه نه کښیوده، افغانستان یی تباه برباد کړ، د روس او کمونیزم د ماتولو ګټلی ملی ‏ویاړ یی په تلپاتی پیغور بدل کړ، خو همدی طالبانو بیرته د افغانانو دین، ناموس، عزت، سر اومال خوندی کړ، او له ویاړه ډک ‏تاریخ یی ورته پریښود.‏

نو په آخر کی په زغرده ویل کیدلی شی چی د کره عقل، انصاف، او څیړنی خاوندان به ددی ټول افغانی تاریخ په پام کی نیولو سره ‏یواځی په یوه خبر باندی یوه خوله شی چی: د افغانستان په تیر څوارلس سوه کلن تاریخ کی دهر پیغور سرکښان نوری طبقی، خو ‏طالبان د افغانانو تلپاتی سرتاج دی.‏