بېمار
09.05.2012 17:03بیــــما ر
ورور مي بیماره ترې چیغاس راوزي
د زړه اومغز خیري بای پاس راوزي
له کومي لوري ته روحي رنځورشوې
خپل له کردارنه دي شرنګاس راوزي
مځکه اسمان پر خــپل مکــان ولاړدي
ستا له واس واس څخه وسواس راوزي
څوک چي غل نه وي پروا هم نه کوي
ستا ولي ږغ دغــره لـــه پا س راوزي
تا چي لیکل څـومره پریشــــا نه به وې
توریې په زړه توردي قــیا س راوزي
د پا پــوګي په څـــیرخــوله مه اچـــوه
له ښه نیـــتو نه ښه احســـــاس راوزي
یعقوبي ۰۲/۰۵/۲۰۱۲

