د ستراتیژیک سند پروړاندي د غبرګونونو لړۍ پیل شوه
09.05.2012 12:19له لسو کلونو نه وروسته امریکا وپتیله ترڅو له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو یو تړون لاسلیک کړي او په دې اړوند یې تیرکال له افغان دولت نه څو ځلي د داسي یو تړون د لاسلیک کولو غوښتنه وکړه ، افغان دولت د دغي موضوع او په دې اړوند د پریکړي کولو په خاطر د ټول هیواد په کچه یوه لویه مشورتي جرګه راوغوښتل ترڅو د امریکا د غوښتني په اړوند دولت ته مشوره ورکړي ، جرګې د امریکا سره د ستراتیژیک تړون په اړه یو شمیر شرطونه وضعه کړل او افغان دولت ته یې مشورې ورکړې افغان دولت د جرګې دشرطونو او مشورو په نظر کې نیولو سره له امریکا سره دغه موضوع شریکه کړه که څه هم چې امریکا په پیل کې داشرطونه ډیر درانه او سخت وبلل او د افغان دولت سره یې د شرطونو په اړوند چنې پیل کړې خو افغان دولت د جرګې له شرطونو په شا نشو او په دې اړوند د دواړو لوریو له خوا خبري پیل شوې، چې د خبرو په پایله کې ددغه سند په یو شمیر موادو باندي موافقه ترسره شول او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیک تړون لاسلیک کولو ته لاره هواره شوه.
دغه ستراتیژیک تړون درې برخي لري ، لومړۍ برخه یې د کورونو دتلاښیو او د شپنیو عملیاتو د بندیدو برخه ده چې وروسته له ډیرو خبرو اترو او چنو وهلو نه امریکا د افغان دولت دغه شرط ته غاړه کیښوده او په دې اړوند د افغانستان ددفاع وزیر او په افغانستان کې د امریکا د پوځونو د قومندان جان آلن ترمنځ سند لاسلیک شو ، دتړون دوهمه برخه د راتلونکو لسو کلونو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو د شمیر او روزني او له دغو ځواکونو سره د امریکا او نړیوالي ټولني د مرستو د تضمین په اړوند موضوع وه چې په پایله کې یې څه موده وړاندي د ناټو په مرکز بروکسل کې د ناټو دغړو هیوادونو یوه غونډه کې په دې اړوند پریکړي وشوې او نړیوالو د راتلونکو لسو کلونو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستو ضمانت وکړ چې وروسته به دشیکاګو په غونډه کې په دې اړوند وروستۍ پریکړه وشي.
د تړون دریمه او ډیره مهمه برخه په افغانستان کې د امریکا د نظامي اډو دشتون موضوع ده ، ددې تړون ترمخي امریکا غواړي چې د ۲۰۱۴ کال نه وروسته امنیتي مسئولیتونه په بشپړه توګه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري او خپل جګړه ییز ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسوي خو غواړي چې یو شمیر ځواکونه یې په افغانستان کې شتون ولري او په دې اړه د پوځي اډو غوښتونکې ده.
اوس مهال د تړون په دوو برخو چې د کورونو تلاښي او د شپنیو عملیاتو بندول او د راتلونکو لسو کلونو پوري د افغان امنیتي ځواکونو سره د مالي مرستو او تجهیز ضمانت دی ورباندي موافقه شوې خو د امریکا د پوځي اډو په اړوند خبره تریوه کاله ځنډیدلې ده چې یو کال وروسته به په دې اړوند پریکړه کیږي ، بلخوا د افغان دولت او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د تړون مسوده هم بشپړه شوې چې څو ورځي وړاندي د امریکا ولسمشر بارک اوباما و کابل ته پخپل یوه ناڅاپي سفر کې د افغان ولسمشر سره د لیدو پرمهال دواړو ولسمشرانو ددغه سند پرمسودې باندي لاسلیکونه وکړل او داسي څرګندیږي چې نور نو د ا سند د دواړو هیوادونو ترمنځ له ستونزمنو پړاوونو تیرشوی دی که څه هم چې ویل کیږي دغه مسوده باید وروسته د افغانستان له ملي شورا او د امریکا د سنا د مجلس له لوري هم د رایو په اتفاق تایید شي خو په ظاهره داسي ښکاري چې نوموړی سند د خپل مشروعیت له سختو پړاوونو تیرشوی دی.
د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو له لوري ددغه ستراتیژیک تړون د مسودې د لاسلیک کولو نه وروسته دغه اقدام د هیواد په دننه او سیمه کې د ځینو کړیو او هیوادونو له یولړ نیوکو او غبرګونونو سره مخ شو.
د هیواد په دننه کې د حکومت د سیاسي اپوزیسیون ځینو ډلو د امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو د تړون له لاسلیک کولو سره مخالفت ونه کړ خو په هیواد کې یې د امریکا د پوځي اډو له شتون سره مخالفت څرګند کړ دغه راز په سیمه کې هم ځینو هیوادونو په دې اړه خپلي اندیښنې پټي نه کړې ، پاکستان که په ظاهره چوپه خوله پاتې شو خو په حقیقت کې له دې کاره سره سخت مخالفت لري ، روسیي چارواکو هم اندیښنې ښودلي او ویلي یې دي چې د پوځي اډو د شتون په اړوند باید هغوی ته وضاحت ورکړه شي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو شتون د کومي اړتیا له مخي ترسره کیږي چې دا په حقیقت کې د هغه هیواد څرګندي اندیښنې په ګوته کوي چې روسانو خپلي دغي اندیښنې په ډیپلوماتیکه ژبه بیان کړي خو ایران بیا دروسیې او نورو هیوادونو پرخلاف په بربنډه توګه د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون د مسودې د لاسلیک کولو سره سخت غبرګون ښودلی او په یو شمیر رسنیو کې خو داخبره هم راغلې چې په کابل کې د ایران سفیر د افغانستان د مشرانو جرګې له مشر نه په ډیره تونده لهجه د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک سند د ردولو غوښتنه کړې او زیاته کړې ده چې که چیرته دغه سند د افغانستان د ملي شورا له لوري لاسلیک شي نو ایران به خپل غبرګون څرګند کړي ، داهم ویل شوي چې ایران ګواښ کړی که چیري دغه سند د ملي شورا له لوري تایید شي نو هغوی به یې په غبرګون کې ټول افغان مهاجرین له ایرانه وشړي.
داټولو ته روښانه ده چې د درې نیمو لسیزو په بهیر کې د افغانستان پروړاندي د ایران سیاستونه او ستراتیژي د ښه ګاونډیتوب او یوبل ته د احترام پراصولو ولاړه نه وه او ایران تل د افغانستان پروړاندي د دښمنۍ پالیسي غوره کړیده ، کابل کې د کورنۍ جګړې له مهاله نیولې بیا تر دې مهاله د ایران سیاستونه د خپل جګړه ځپلي ګاونډي هیواد پروړاندي پرهغو واقعیتونو باندي ونه دریدل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوو ګاونډیو هیوادو په توګه د دوستۍ مزي لا پیاوړي کړي چې دغو خصمانه سیاستونو نه یوازي افغانانو ته زیاتي مرګ ژوبلي او ستونزي رامنځته کړي بلکي د ایران بهرني سیاست ته یې هم ډیر زیان اړولی دی په بهرني سیاستونو او د ګاونډیانو سره په اړیکو کې یو منل سوی اصل دادی چې هر هیواد باید پخپل ګاونډ کې یو دوست هیواد او ګاونډی ولري ځیني هیوادونه خو نه یوازي په دوست ګاونډي خوشاله کیږي بلکي هڅه کوي چې دوست ګاونډی یې نور هم پیاوړی شي او د هغه د پیاوړتیا لپاره ډیر ستر لګښتونه کوي ځکه پیاوړی او دوست ګاونډی د خطر پرمهال له خپل بل ګاونډي سره ډیره مرسته کولی شي او هغه ژغورلی شي که د نړۍ په تاریخ کې د ګاونډیانوسره د دښمینو بیلګي شته خو د دوستۍ او ښه ګاونډیتوب مثالونه هم کم نه دي.
په خواشینۍ سره باید ووایو چې زموږ د هیواد د بد مرغیو یو لوی لامل زموږ بد نیته او حسود ګاونډیان دي چې تل یې زموږ په بد مرغۍ کې خپله نیکمرغي لټولې او زموږ په کمزورۍ کې خپل قوت او پیاوړتیا غواړي ، زموږ ګاونډیان په ځانګړې توګه ایران باید په دې پوه شي چې دا ددوی لاسوهني او کرغیړن سیاستونه دي چې موږ یې دې ته اړکړې یو چې له پیاوړو هیوادونو سره د دوستۍ او همکاریو تړونونه وکړو که چیرته موږ دوست ګاونډیان لرلای نو ولي به زموږ هیواد د جګړو په لمبو کې سوځیدلی ، ولي به تراوسه زموږ په هیواد کې جګړه روانه وای نن چې دا هر څه موږ ته پیښه ده د همدغو ګاونډیانو له لاسه ده.
رښتیا خبره خو داده چې د افغانستان پر وړاندي د ایران سیاستونه پرضدو نقیضو آرونو باندي ولاړدي له یوې خوا په افغانستان کې د طالبانو سره د سولي او پخلایني له تګلاري سره مخالفت لري او نه غواړي چې طالبان دي د افغانستان په واکمنۍ کې ځای ومومي او له بلي خوا په افغانستان کې د بهرنیانو له شتون سره دښمني لري چې داپخپله یوه له تناقضه ډکه تګلاره ده په داسي حال کې چې افغان دولت تل د ایران پروړاندي له تحمل او زغم نه کار اخیستی او د ایران پر لاسوهنو او د افغانستان پروړاندي د هغوی پرمنفي تبلیغاتو یې سترګي پټي کړي او غوږونه یې کاڼه اچولي دي.
دا سمه ده چې د امریکا او ایران د نظام ترمنځ له ډیرو کلونو راپدیخوا دښمني شتون لري خو داپه دې معنی نده چې دواړه هیوادونه دي افغانستان د دښمنۍ او مقابلې په ډګر بدل کړي ، امریکا خو هم افغان دولت ته ډاډ ورکړی او هم په ستراتیژیک سند کې داخبره روښانه شوې چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد پرخلاف نه کارول کیږي په دې صورت کې ایران ته څه د اندیښنې ځای پاتې کیږي ، زموږ هیله د ایران له چارواکو څخه داده چې د نړیوالو منل شوو قوانینو او اصولو په رڼا کې دي د خپل ګاونډي هیواد افغانستان سره چلند وکړي او هڅه دي نه کوي چې ددې هیواد په کورنیو مسایلو کې د لاسوهنو لپاره ځان ته دلایل وتراشي ځکه چې دا ډول کړني د هیڅ لوري په ګټه نه دي خو ډیر زیات تاوان به یې هغه هیواد ته ورسیږي چې په دغه ډول کړنو لاس پوري کوي ځکه ایران اوس هم له امریکا او نړیوالي ټولني سره زیاتي او پیچلي ستونزي لري او هڅه دي نه کوي چې ځان ته نوري ستونزي او دښمنان وتراشي.

