راغلې خو خالي خالي لاسونه دروغجنه
07.05.2012 18:39ای د سپینې ماڼۍ خانه، ای د سترطاقت سلطانه او زما د ملک دربانه. ما وپیژنه زه ستا د انتخاب ووټ یم، ستا د بانک نوټ یم، د جنرال کوټ او د عسکر بوټ یم . ما ووټ درکړو چې کور به راکوې زما عسکر ورور به راولې .تا لوظ کړی وه چې زموږ د سر دښمن به په دار کوې. بند به زندان کړې او تیل به ارزان کړې .خوارمان چې هیڅ دې هم ونکړل.
نه مې کورونه اباد شول نه مې پورونه خلاص شول . عسکر دې راوستل خو څه په کټونو کې او څه په تابتونو کې . بګرام دې اباد کړو خوبند دي د کیوبا زندان نه کړو، وینې خو ډیرې توې شوې خو تیل دې ارزان نه کړل. تا ویل چې زه کابل ازادوم، بغداد ابادوم خو نن کابل کې راته څوک په مینه سلام نه کوي او بابل کې راسره په سمه خوله کلام نه کوي.
تا ویل چې زه د درې نیم زرو امریکایانو قاتل رانیسیم. خو نه دې راته مړ راوړه او نه مړی. تا ویل چې زه به د خپلو د وینو حساب اخلم، خو بغداد کې بې حسابه، قندهار کې بې سواله بې ځوابه او وزیرستان کې بې ګناه بې عذابه ډیر ووژل شو خو نن هم زما په سر د خطر زنګ هغه شان زانګي. تا ویل چې د ملالې اوښکې به وچوم خو نن ملاله هم ژاړي او میري هم . تا ویل چې زه به حامد ته واک ګتم او هنري ته کار لټوم خو نن هغه هم بي اخیتاره دی او هنري هم د ژوند نه بیزاره دی .
ای د نړۍ د کلي خانه ما خو ویل چي ته به زما د نظره شوې آزادۍ ته سیپلني راوړې خو تا خو راته خپل بچي لیوني راوستل. تا خو ویل چې زه به د ترهګرو ځالې ورانوم نن خو زه بې کوره بې اوره ګرځم او هغه ته قطر کې دفتر جوړوې . ته راته نن وای چې ملا او طالب مې د سر دښمن نه دی نو بیا زما دا دومره بچي دې پرې ولې وژل. تر څو به سهوې کوؤ او بیا به ملامته کیږو .دې ملامتیو خو اول د مسکو او بیا به د واشنګټن ملا ماته کړه. نن دوه لیسزې پس د مسکو واکمن افغانستان ته تلل خپله غلطي بولي .هسې نه چې د جارج واشنګټن امریکا دوه لسیزې پس د لینن د کریلمن په شان سرګردانه او پیښمانه شي.داسې وخت رانشي چې موږ هم لکه د مسکو د ساکنانو په شان درته ووایو
راغلې خو خالي خالي لاسونه
نه د سپرلي راوړل نه ګلونه
دروغجنه دروغجنه
اې زما ملک باچا ای زما رهبره راهنما. زه درنه نه تیل غواړم او نه کار ،نه د سر قاتل نه روزګار .ماته مي د جارج واشنګټن د امریکا تصویر راکه . ماته د مارټن لوتر کینګ د خوب تعبیر راکه . زه درنه د خپلو بچو اینده غواړم . د هر انسان دپاره د سولې کرونده غواړم . زه درته دا نه وایم چي ماته ملا او اسامه راکه . ماته خو مې بس خپل بارک راکه حسین راکه اوبامه راکه

