د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلام یو دی ډولونه نه لري

تاج محمد تمکین 07.05.2012 12:04

نړئ دډیرو هیوادونو ټولګه ده چې پکې هر ډول خلک ژوند کوي ، ډیر داسې هیوادونه شته چې پکې دزیات وخت راهیسې بیلابیل او ډول ډول ناورینونه رامنځته شوي او پکې لا روان دي .زمونږ ګران هیواد افغانستان هم ددې نړئ دکرې یوه برخه ده او د تیرو دیرشو کلونو راهیسې پکې غمیزې دوام لري .
که دخپل هیواد ناورین ته فکر وکړو نو راته جوته به شي چې دا دنورې نړئ د لانجو او ستونزو سره خورا غټ او ستر توپیرلري .په افغانستان کې دنورې نړئ دهیوادو خلاف ددین په اساس وهل شوي ټاپې ډیرې اغیزمنې تمامیږي او که څوک غواړي چې یو چاته ګټه ورسوي اویاهم که څوک غواړي چې چاته تاوان ورسوي او یایې هم ددې نړئ نه رخصت کړي نو ددغو ټا پو په وهلو سره په اسانئ خپلو موخو ته رسیږي .
زمونږه په هیواد کې یو څوک چې کومې سیاسې ډلې تپلې پورې اړیکه ولري او ووژل شي نو دیوې غاړې داسلام په اساس بې دینه ددنیا نه تیرشو او دبلې غاړې داسلام په اساس ورته دشهید لقب ورکول کیږي . په اوسنیو وختونو کې که وګورئ په مختلفو پاڼو کې دغه رنګه خبرونه خپریږي چې پکې یو کس ته دیوې غاړې لخوا یو لقب او دبلې غاړې لخوا بل لقب ورکول کیږي .نه پوهیږم چې زمونږه خلک ولې په هرچا پسې په پټو سترګو  اقتدا تړي او دهغوی خبرې تسلیموي پرته له دې چې قضاوت وکړي په یوکور کې دوه ورونه په همدغو نظریاتو کې اختلاف لري او تل یوبل سره لانجې کوي .
یو څوک به پنخه وخته لمونخ کوي ، دقرانکریم تلاوت به کوي او همداشان نور نیک اعمال به هم سرته رسوي خو چې دمخالفي ډلې اویاهم دولت لخوا ووژل شي نو ورته رنګارنګ خطابونه ورکول کیږي.
مرګ او ژوند هغه څه دي چې دخدای په لاس کې دي او همدارنګه په ژوند کې بریاوې او عزت او دمرګ نه وروسته انجام هم هغه څّه دي چې پریکړه یې خدای کوي او ددې واک هم دهماغه ستر واکمن او ځواکمن ذات سره دی ،نو بیا ولې دهغه بنده ګان د یوچا دژوند او مرګ باره کې دغسې بې رحمه فیصلې کوي . په معمولي معولي خبرو سره په یوچا باندې دکفر فتوه ورکوو او همدارنګه له ځآن نه مو داخرت قاضیان جوړکړي او دیوچا دجنت ته دتګ او دوزخ ته دتګ باره کې دلته مونږه فیصلې کوو، داټول هغه څه دي چې صلاحیت یې یواځې او یواځې دخدای سره دی .
اخر ترکومه به په افغانستان کې د اسلام دمقدس دین نه داسې ناوړه ګټه اخستل کیږي او د یوچا دژوند او مرګ باره کې به داسې فیصلې صادریږي .که دولت یوڅوک په دغه نوم زوروي او دیوې سیاسي ډلې له لوري یوچاته په دغه نامه مرګ ډالئ کیږي دواړه په کلکې مانا سره دغندنې وړدي ، داسې هم شوي چې یو سپیڅلي او معصوم شخص راګیریږي او دلګیدلي ټاپې په اساس ورته مرګ ورکول کیږي په داسې حال کې چې هغه پنڅه وخته سم لمونځ کوي او لوی څښتن داحکامو پیروي کوي خو دهغه ګناه یواځې او یواځې داده چې هغه دبل سیاسي تنظیم لپاره کارکوي ، ایا دیوچا دمرګ جواز همدا ګرزیدای شي چې هغه ولې په بل ګوند کې کارکوي .
راځئ چې ځآن نور دیواسلام په دایره کې راتاو کړو او ددغسې کارونو نه لاس واخلو چې پکې یې زیان زمونږه دملت کړیدلو میندو ، پلرونو او ماشومانوته رسیږي .دسپیڅلي دین نه باید هیڅکله هم ناوړه ګټه وانه خستل شی او دخپلو سیاسي اغراضو په خاطر دیوچا قمیص په بیځایه ټاپو باندې داغ نه کړو ……………………په درنښت