د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انټرنیټي خدمتونو د بیې په کمښت کې د پام وړ بدلون

ګلالی اورښت 07.05.2012 12:02

د ۱۳۹۱  ثور/غویي ۵ نیټه  سهار مهال د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په تالار  کې  د نوموړي  وزارت  لخوا  مطبوعاتي غونډه  جوړه  شوه  چې  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ  وزیر امیرزي سنګین، د وزارت رهبري هیئت غړیو او کارکوونکو  سربیره  ګڼ شمیر  داخلي  او بهرنیو  رسنیو  پکې برخه اخیستې وه .د  غونډې  ګډونوالو  ته   د مخابراتو  او معلوماتي  ټکنالوژۍ   وزیر   انجنیر  امیرزي سینګین  د انټرنیټ   د قیمت  د راښکته  کیدو په اړه مالومات ورکړل .او زیاته یې کړه  چې  ۱۳۸۳ کال کې انټرنیټي  خدمتونه  په ډیره ټیټه کچه وو خوتر ۱۳۸۸ کال پورې
له mb 200څخه mb  1000ورسیدو  او د نوري فایبر په راتګ  د انټرنیټي خدمتونه کچه ډیره لوړه شوه. ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین  پخپلو خبرو کې دوه  ټکو ته اشاره وکړه
۱:- اوس په هیواد کې دانټرنیټ په کارولو کې له DSL   3G,او Wimax سیستم نه ګټه  اخیستل کیږي
۲:-  د انټرنیټ قیمت په اړه دوه کاله وړاندې داسې نه انګیرل کیده چې د انټرنیټ لوړ قیمت به دومره زیات  راټیټ  شي  ځکه  چې  د انټرنیټ   خدمتونه   د سټلایټ  له لیارې وړاندې کیدل  او زیاته یې کړه  چې نوري فایبر  د انټرنیټ  د بیې په کمښت کې مهم رول لري  په اول کې دMG bit 1 میاشتنۍ قیمت   4000 ډالره و  خو ورو ورو  نوموړی قیمت له   4000 ډالرو څخه  تر 1500 ډالرو  او بیا 900  دالرو ته او اوس دMG bit 1 قیمت  300 ډالرو  ته راټیټ  شو او په راتلونکو  شپږو میاشتو  کې به نور هم راټیټ شي .غونډه د بیلا بیلو ژونالیستانو پوښتنو ته د انجنیر امیرزي سنګین په ځوابولو غرمه مهال  پای ته ورسیده .