د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يو ئې په شهادت رسوي بل ئې دشخصيتونوتروريست بولي !!!

حبيب الله غمخور 07.05.2012 04:03

زمادالنډه ليکنه دگران افغانستان ټولوشاه زلموژورنالستانواودډله ايزورسنيو کارکونکوته ډالۍ ده کوم چي له هوانه تربمونولاندي اودمځکې له لوري تر راکټونواومرميولاندي کامره پراوږه مايک اوقلم پلاس افغان ولس ته دورپېښو ناخوالوانځوربرابروي اودوي پرې خبروي .

داژورنالستان دي چې دافغانستان هري سيمې اودنړۍ گوټ ،گوټ  ته سفرکوي اودافغان زروېدلي اوپه ځولسيزوکښي دقدرت پر سرجگړه کښي دکړېدلي ولس ږغ دنړيوالوترغوږو رسوي .

وياړپدې سرښندونکوژورنالستانو!

پدې هيله چي د اطلاعات او کلتور وزیر ښاغلی سید مخدوم رهین مې دشخيتونودترورپه ترورتورن نکړي .

تيره شپه مي په ملي تلويزون کښي دښاغلي سید مخدوم رهین دهغې وينا يوڅوټکو نظر ځانته واړاوه کوم چي دمطبوعاتو دازادی دنړيوالي ورځې په کنفرانس کښي ئې کوله .

ښاغلي رهين له رسنيونه وغوښتل ((با درنظر داشت معيارهاي مسلكي فعاليت های رسانه يي شانرا به پیش ببرند و از تهمت زدن به افراد و اشخاص كه نوع ترور شخصيت است و به حيثیت شخص لطمه  وارد ميكند، بپرهیزند. ))

ترکومه ځايه چي زموږ دولتي مشرتابه په يوه ژبه چي دبهرنيانولپاره دژباونکوزده ده خبري کوي اړينه ئي بولم پښتوته ئې داڅرگندونې راوژباړم .

ښاغلي وزير وايي.دمسلکي معيارونوپر بنيادبايد رسنۍ خپل فعاليت پرمخ بوزي اوپر يوچاتور اوتهمت لگول چي دشخصيت دتروريوه بڼه ده اوديوچا شخصيت ته زيان رسېږي ډډه وکړئ .

اول به راسو ددې خبري تفصيل ته ،بلې که برناحقه يوژورنالست دخپلې خېټې نه په يوچاپسي تبلېغات کوي داتهمت اوديوچا شخصيت ته زيان رسول دي ،چي رهين صاحب ئي دترورپه نوم نوموي .خوکه دغه شخص چي زموږ جگپوړي چارواکي نه غواړي دهغوي په نارواکړنوملت خبرشي په هکله ددولتي اسنادوپر بنياد په ډله ايزه رسنيوکښي کوم خبر نشرېږي اوياکومه تبصره کيږې دې ته څوک دشخصيت توهين نسي ويلاي .

دبېلگې په توگه کله چي له ادارې فساد سره د مبارزې د څارنې د عالي ادارې مشر ښاغلي عزیز الله لودین دکرزي دکابینې په یوه غړي تورن محمد اسماعیل باندي چي اوس داوبواوبرېښنا وزيردی د پراخ مالي فساد تور ولګاوه اوتيره اونۍ ئې دډله ايزورسنيو په وړاندي ټولې نړۍ ته اعلان وکړ چي د اوبو او بریښنا وزیر محمد اسماعیل خان په یوه قضیه کې شاوخوا اویا ملیونه امریکايي ډالر اختلاس کړی دی.

سره له دې چي پدې ټول پوهېږوچې ښاغلی کرزی دنوروملحظواتوله مخې نه غواړي تورن اسماعيل خفه کړې په همدې خاطرئي هم  هغه بېله استحقاقه چي داردويو افسردي داوبواوبرېښناوزير په توگه وټاکه .

ځکه خودپردې شاته ښاغلی کرزی دښاغلي لودين څخه کلک خفه دی چي دده بېله اجازې ئي له هغه ديگ نه سرپوښ پورته کړکوم چي ښاغلي کرزی ،دشمالي ټلوالي او دايراني اخوندانوپه گډون نه غوښتل چې داکاروسی .

خولودين صاحب چي اوس په بهرکي شې سباکوي وايي : ((د تحقیقاتي ګروپ په هرات کې تر څو میاشتو تحقیقاتو وروسته ثابته کړې چې اسماعیل خان، د هرات د وخت ښاروال او د اسماعیل خان میرمنې د اویا ملیونه ډالرو په اختلاس کې لاس لاره او لاسوندونه ورسره پراته دي.))

سره له دې چې دلته په بهرکې هراتي اوسېدونکې هم دتوراسماعيل ددې ډول درغليو پخلی کوي ،نوکه دامسله په ډله ايزورسنيو کې سپړل کيږي اوياورباندي بحث کيږي ،دلته ددې بېچاره ژورناليست گناه څه ده ؟؟؟

داسي کسان ډير پخوادعام ولس په ذهنيتونوکښي مړه دي ،که درهين صاحب اصطلاح ديوې شيبې لپاره وکاروونوبه ووايو ((چي داکساندير پخوادملت لخواترورسوی دي))  اوس ئي ښاغلي رهين راژوندي کوي اوددوي ته دعام ولس دگوتنيونې په وړاندي دابېچاره ژورنالستان قرباني کوي اودتروريست شخصيتها نوم ورباندي ايږدي .

ايادکابل بانک پېښه ،دکابل هوايي ډگر ته څېرمه دځمو ترثېټه لاندي کول ،ددولتي ملکيتونوغاصب ،په ولاياتوکي دهمدې دولتي چارواکو دکورنيودړوندانو لخوا دانجوگانو،پرورژو،رشوتونو،داحمدزي صاحب خبره دچهارشنبې په ورځ ډوبۍ اونوروهيوادوته دعياشئ په خاطر سفرونه ،داچي خپله کرزی ئې  منې وايي دولت اودولتي چارواکي تر سړموپه فسادکي غرق دي،ياداچي وزيران اويا خپلواک رئيسان دپارلمان غونډي ته راغوښتل کيږي ،تر څو وکيلان له دوي نه باج واخلي ،خو تر څو گړيو بې بنياده اوبې گټې بحثونو وروسته چي لاله پخوا عام ولس پري پوهيږي دوباره خپلو دندو سرته ترسولودوام ته لېږل کېږي  .

اويادهغووزيرانولخوا چي دپيسو،لکسومېلمستياواودرنو پاکټونوترلاسه کولونه وروسته دپارلمان داعتمادرايه ترلاسه کوي  دلاسوندونوخپرول چې دچارواکو نه خوښېږي دژورنالستانو کناه ده ؟؟؟

داچي له کرزی صاحب نيولې پرټولودولتي چارواکو او د هغه پر حکومت له کلونو راهیسي د نړیوالې ټولنې له لوري په مالي فساد کې د ډوبیدا تورونه په ډنړيوالوډله ايزورسنيو کې سپړل کيړي، دا چې په ځینو برخوکښي یو شمیربهرنيو هيوادونود یوې مودې لپاره له افغانستان سره د خپلو مرستو د ځنډولو ګواښونه کړي،داټول ددې بېچاره ژورنالستانواوزموږددله ايزورسنيوگناه ده؟؟؟

ژورناليزم مقدس مسلک دی دوي دخداي (ج)اوافغان ولس په وړاندي اسلامي ،تاريخي اوملي مسؤليت لري چي په ټوله ايماندۍ، صداقت اوپاکۍ سره بايددخپل ولس له هراړخيزوگټونه دفاع وکړي اوله هغه افغان دښمنه څېرونه ده ريا،سياسي اوسلامی سوداگرۍ تور پېڅول پورته کړي کوم چي ترهغه لاندي دملت وينې ځبېښي.زموږ دهيواد داغيرتی ولس اووياړلی تاريخ به داشهيدان اوداکسان چي ددولتي چارواکولخوادخپلو گټودساتلوپه موخه دشخصيتونودتروريست په نامه له کاره گوښه کيږي اوياپه شهادت رسېږي هيڅکله هير نکړي.

زما له نظره هغه افهات چي يوتلوزيون ئي ديو سند په توگه نشروي .کېداي سي کومه ورځپاڼه همدغه خبر دشايعاتواويا خلک څه وايي په نوم خپور کړي ،خو ژورناليست بايد دخلکو عينی اوحقيقي ارزوگاني اوغوښتنې منعکسې کړي .

زه نه غواړم ليکنه اوږده کړم دغه چي دجگپوړچارواکو خواپرې  بدېږي اويادوي خپله ددولتي امکاناتونه په استفادې سره هغه ژورنالست چي ناخبره ئې ددۀ گټوته گوته وروړې وي اويائې دافغان ولس په وړاندي دده ځيرکانه درغلی راسپړلي وي ،لمرغوندي روښانه ده چي سرئي خوړلۍ اوپداسي نامه په شهادت رسېدلی چي قاتل ئې تراوسه نه دۍ پيداسوی .زه دداسي ژورنالستانونوم لړ دلته ځکه نه ليکم ،ډارېږم چي دکوم يوه نوم رانه پاته نشي،ځکه ماته ټول دافغان ولس بچيان دی اوزه پرې پوهيږم چي په کوم مهارت ئي پرخوله دچوپتيا مهرونه لگېږي! اوپردغومهرونوبيادمطبوعاتودازادی نوم ليکی.

زموږپه باورهغه دولتي چارواکي،جنگسالار،پاټکسالاردايران اوپاکستان اويابل هيواددظالمانه گټوساتونکی په معنوي لحاظ ډير پخوادافغان ولس په ذهنيتونوکي دولسی محکمې په حکم مړه دی .داچي اوس زموږ دډله ايزورسنيو داخواراوبې چاره ژورنالستان کوم څه راسپړي داددې مړوسواورټل سوودتروراوشخصيت ته زيان لامل نسي گرځېداي ،هغه څوک چي ملت ځيني ناراض اوناخوښه وي هغه شخصيت ته تردې نورزيان څوک نسي رسولاي.

هيله منديو دايوڅودگوتوپه شمار ژورنالستان دقلابی (دروغجنو) شخصيتونودترورپه توردمطبوعاتودازادۍ ترشعاراونوم لاندي په هغوجرمونوتورن نشي کوم چي دقدرت خاوندان ئي ليوال دي.

دوهمه خبره چي ماغوښتل لنډه تبصره پرې وکړم هغه دښاغلي رهين صاحب دابله خبره ده چي وئې ويل((دراين اواخر وزارت اطلاعات و فرهنگ طرح را به رياست جمهوري فرستاده و ازآن مقام خواسته است تا به خبرنگارانی که در حال انجام وظيفه به شهادت ميرسند  به خانواده آنها کمک لازم جهت رفاه خانواده شان صورت گیرد .))

دده په وينا هغه ژورنالستان چي دکارپه وخت کښي ژوند له لاسه ورکړی ددولتي مالي مرستونه برخمن کېداي  شي،يعنې دکورنۍ پاتې کسان ئې تريوې مودې پوري دمالي ستونزوسره مخامخ نسي .

داډير ښه وړانديز دی اميد چي ښاغلی کرزئ ئې دجنگسالارودشورانه تر نظر اخيستلوپوري ونه ځنډوي. داخبره مې ځکه وکړه چي ښاغلی کرزی هغه وخت چي دده گټه پکښې وي اويادکوم جنگسالارگټوته زيان رسېږي نوئي دفتر اعلان وکړي چي دجهادي مشرانوسره پدې هکله ژوري خبري وشی اودهغوي دنظر اوپرېکړې په هکله به ډير ژرتاسوخبر سئ ،خوداژر هيڅکله هم ژرنسو اوڅوک هم ددوي په نظرونواوڅرگندونو تراوسه خبرنسو.

خبره داده چي موږ دښاغلي رهين دتفصيلي خبرونه داسي پوه سوچي يوشمير ژورنالستان دشخصي مسائيلو پر بنياد په شهادت رسېدلې دکارپه وخت کي ندي مړه سوي،دپخوانيو شهيدوژورناليستانوپه وړاندي داډول تعبير عادلانه اوحقوقی نه بولم.

زماپه عقيده يوژورنالست لکه يوډاکتر دژوندپه هره شېبه کښي بايد دملت په چوپړکښي وي،هغه داتو ساعتونودکاردحکم تابع نه دی .ځکه خوله ډاکتر اوژورناليست نه هرچاغوښتنه داده چي ددوي دمسلکي پوهې پر بنياد له دوي سره مرسته وکړي. دبېلگې په توگه يوډاکترهم په دولتي روغتون کي کارکوي اوهم کېداي سي دشپې ناوخته ئې يوڅوک دکوردروازه وروټکوي اوکورپردوازه کي ناروگ ورته کښېږدي چي وئي گوري اوياغوښتنه ترېنه وکړي چي ورسره ولاژسي اومرسته ورسره وکړي .همدا ډول له ژورناليست نه ددولتي ادارو غوشتنه ده چي دهغوي دمزې مطابق کاروکړي اوهم ددولت مخالفين دډله ايزورسنيونه غواړي هغه څه خپاره کړي چي دوي ئي غواړي.هغه يومتل دی وايي ((لويه خدايه ددې دوخدايانوپه منځ کښي حيران يم چاته سجده وکړم )) زموږ دهيواد دډله ايزورسنيوکارکونکی هم حيران پاته دي دچاخبره ومني اوچاپه خوښه نشرات وکړي. که په دواړوخواکښي دکوم چاگټوته زيان ورسېد نوژورناليست بياسمدواره  په مرگ محکوم دي.

پدې شاوخوايوه لسيزه کښي داسي ډيري بلگي ليدل سوی چي ژورناليست اويادمسائيلو څېړونکۍ که دولتي چارواکي ته گوته نسي اويادکوم زورواک له نامشروق گټونه پرده پورته کوي نودهغوي لخواپه مرگ محکوم سوی اودناپېژاندو کسانولخواپه شهادت رسېږي .دغه وخت کښي ښاغلي رهين غوندي کسان ممکن دغه وژنه داسي تعبير کړي چي داشخصی خصومت وو،پداسي حال کښي چي حقيقت بل ډول دی اودوي هم پرې پوره پوهيړي خورښتيانه وايي .خوکه ددولت دمخالفينو دگټوپه وړاندي کوم حرکت وکړي سمدواره په کفرمتهم ،جاسوس ،نه پوهيږم استخدام سوی عجيب اوغريب نوم ورباندي کښېږ دي اوپه شهادت ئي ورسوی .

متاسفانه باوري نه يم چي داطلاعاتو اوکلتوروزارت داوړانديز دي ددې بېچاره کسانودکورنيودلاس نيوی په موخه ومنل سي ،که چيري بياهم داسي وسول وړانديزمي دادی چي ژورناليست په وړاندړي دوظيفي اوله وظيفې نه بهرخبري پاټک جوړنسي .

هر هغه ژورناليست چي په شهادت رسېږي بيله استثنادهغه دکورنۍ له پاته کسانوسره دې ترډېرې مودې پوري دولتي مرسته وشي .

داسي تحليل هم سته چي نه يوازي افغان زورواکي اوژرواکي بلکې زمور دهيواد بهرنې دمنان په ځانگړې توگه ټولوته شناخته گاونډيان ،ايران اوپاکستان دخپلو سياسي اومذهبي موله مخې دڅولسيزوراپدې خواپه افغانستان کښي ژور لاس لري اودوي هم خپلې لاسوهنې نه پټوي ،په ځغرده وايي چي موږ دافغانستان په ټول اداري سيټم کښي چتر هرچابرلاسي يو .نوپداسي شراياېطوکښي ديوه عادي ژوخرناليست کومه گناهه ده .بلې دوي زموږ دهيواد په ډله ايزو رسنيو کښې دژور تاثير لپاره دخپلو ټولو امکاناتونه استفاده کوي ځکه دوي ددي وسيلې په گټور تاثير تر ټولوښه پوهېږي .

په همدې خاطرخو دبيات تلوېزيون يوخبر نگار ترننه ورک دی ،ځکه دايران پر خلاف ئې په  يو پروگرام کښي خبري وکړې.

اويا خودهغو افغان سينماگرانو یو فلم چي په ايران کښي ئي دافغان  کډوالو په ځانگړې توگه ماشومانودژوند په هکله جوړکړې وو، کله چي یې تير کال  دکابل ښارداستقلال ليسې دکنفرانسونو په تالارکښي  ننداري ته وړاندي کاوه ،سره له دې چي دنندارې لپاره پر ټولو نندارچيانو ټکټونه پلورل سوی وه ،دايران دسفارت په يوه تليفون دا هر څه له خاوروسره خاوري سول اوټولوته وويل سول چي فلم دايراني چارواکو دهدايت له مخې نندارې ته نسي وړاندي کېدلاي ،ايادلته هم زموږدډله ايزرو رسنيو دعادي اوبېچاره کارمندان اوژورناليستان ملامت ول ؟اويائې دافغان ايراني اخوندانودظالمانه اوبې شرمانه دوستۍ دکوم شخصيت دترورلوازم برابر کړه ؟

دامنم چې بهرنی هيوادونه اوپه ځانگړې توگه گاونډيان دهغه جملې نه  پاکستان اوايران تر هرچا وړاندي زموږ په ډله ايزورسنيولکه ددولت د لوړي کچي په چارواکوکښي دغوښن ،مطین ځاي اوموقف ساتلو لپاره له خپلو ټولوامکاناتونه استفاده کوي،ځکه دوي ترموږ زيات ددي دولتي څلورمې قوې (مطبوعات )په ارزښت او تاثيراتو ډير ښه پوهېږي .

دالمر غوندي روښانه ده چي دوي غواړي اوددې لپاره دخپلو ټولوامکاناتونه استفاده کوي چې زموږدهيوادپه ډله ايزورسنيو کښې غوښن ځاي ولري اوزموږ غريب ژورناليستان ددوي داقتصادي او سياسي ورټېښو ستونزونه په استفادې سره  دخپلو گټو په موخه استخدام کړي .

دافغانستان دملي امنيت اداره ملي دنده لري چي دډله ايزورسنيو کارکونکې لکه نور دولتي کارماندان تر خپلې جدي ،قانوني څاراوچطر لاندي وساتي،ترڅوزموږ دهيواد کورنی اوبهرني غليماناوڅارگرې ادارې دخپلو موخو ترلاسه کولو لپاره  پر دې بريالي نشي چي هغوي دخپلو گټوپه موخه استعمال کړي .

ددې ملي غميزي اونړيوالي لاس وهنې دمخنيوي په موخه لازمه ده چي دولت دډله ايزورسنيو داقتصادي او سياسي حمايې په موخه يوځانگړې قانون ولري، ترڅوزموږدولس دښمنان ونسي کولاي زموږ دډله ايزورسنيو کارکونکي داقتصادي اوسياسي ناشونتيااوتنگدستۍ له امله دخپلو افغان دښمنو گټوپه موخه استعمال او استتخدام کړي .

دولتي اړونده ادارې  ملي مکلفيت لري چې دخپلو ډله ايزورسنيو اودهغوي دکارمندانودحمايې اوله بهرنيو څارگروله  استخدام څخه دهغوي دساتنې په موخه ددي سکټورله اړوندانوسره ډيري مالي او مادي  مرستي وکړي ،تر څو هغوي ځانونه ددې هيوادديوې پياوړي اومنلې قووې دکارکونکوپه توگه احساس کړي  .

دولت مکلفيت لري چي دژورنالستانو دکار،بېکارۍ اوژوند دبېمې په هکله جدي فکر وکړي اوپدې هکله هر څومره چي ژر کېږي دډله ايزورسنيودکارمندانو او اړوندانولپاره دقانوني حمايې امکانات برابر کړي .

دډله ايزو رسنيودکارکوونکو په ځانگړې توگه  ژورناليستانودبېکاری اوکله ناکله دکومي مؤسسې دچارواکو لخواديوه ژورناليست دبېکاري په هکله قانوني حمايه  اوضمانت اړين دي .

داډيره مهمه ده چې دډله ايزو رسنيو مشرتابه اوژورناليستان سره جلا سي،ځکه يوژورناليست يوڅه ليکي خو دډله ايزي رسنۍ دمشرتابه اوتحرير هيئت دبورډ لخوادخپرېدو صلاحيت ئې دهمدې رسنې له ځانگړې مشرتابه سره دي .کله ناکله دغه مشرتابه هم دخپلو هغو موخولپاره چي هغه به اقتصادي اوياسياسي وي پر خپلو کارکونکوهغه څه منې کوم چي دته گټور وي اوياکوم چا دنده ورسپارلې وي .

دبېلگې په توگه زه پدې  باوريم چي زموږ دډله ايزرسنيو ټول کار کونکي پدې پوهېږي چي دبازرگان په عوض دسواداگر کليمه اونوم عام اوټولوته دفهم وړ دی ،خودعيني شواهيدو له مخي دايران اخوندان زموږ په ډله ايزورسنېوکښي دخپلو ټولوکرغېړنوامکاناتونه  په استفادې سره ان په ملي تلويزيون کښي هم دبازرگان ، دانشگاه اودانشکدې،پزشک او داسي نوروبېگانه اوپرخپل سرجوړ سوی  ايراني اصطلاحات استعما لوي. داپداسي حال کښي چي موږ په دری ژبه دبازرگان لپاره دسوداگر يا تاجر اصطلاح لرو،له پښتو اصطلاح نه ئې ځکه تېږېږم چي دايران نوکران يوځل بياخداي بخښلي محمدگل  خان مومند له خاوروراونه باسي .

حقيقت دادئ چې ددرې ژبې داستعمال په رېښه کښي دبازرگان کليمه تر ۲۰۰۱ زکال پوري چانه پېژندل،خواوس دايراني اخوندانوپه هدايت په ډيروتلوېزيونې خپرونواوچاپي رسنيو کښ دمعينو پيسو دترلاسه کولوپه مقابل کښي زموږ ډله ايزي رسنۍ دخپلې مورنۍ (دري) ژبې په وړاندي هڅول کيږي .

دشرم خبره خوداده چي ايراني اخواندان دري ژبې پر خلاف دخپلو کرغېړنو کړودسپيناوي لپاره له افغانانو نه استفاده کوي اوزموږ په ډله ايزو رسنيو کښي په رښتياسره داسي جملې او اصطلاحات استعماليږي چي دهمدېايراني اخوندانو ندخوښئ  لامل گرځی اوددې ملي افتخاراتواوفرهنگی وياړنوپر خلاف کړنو په مقابل کښي دوي په ډيره بې شرمۍ سره   دايراني اخوندانولخوا ځانگړې  پيسي تر لاسه کوي .

ولې پدې بايد هر افغان پوه وي چي ددرې ژبې دفارسې کېدوپه موخه تلاښونه له يوې خوا له دري ژبې سره ملي خيات دئ اوله بلې خوادايرانی فرهنگي دپياوړتيالپاره دهڅو روښانه بېلگه ده .

ددې ترڅنگ په تکرارويم چي دملت په وړاندي مړواوبيگانه کسانودرسواکېدوپه موخه دابېچاره ژورنالستان اوډله ايزي رسنۍ دتروريست په تورمه تورنوئ .ومن الله التوفيق