د صابر تیمور څو شعرونه
05.05.2012 16:50هغه زه یم:
په هرځای کی سرګردان دی هغه زه یم
چه پری وتی پری اسمان دی هغه زه یم
دربدر خاوری په سر ګرځم هر ځـای کی
ټول دنیاته چـــه حـــیران دی هـغه زه یم
د غــمونو ســره ګـیر یم و تــلی نه شم
تل ترتل مشت اوګـریوان دی هغه زه یم
یـر غـلـګرو هـم کـتـلی راتـه سـپک دی
چه د هرچا جنګ میدان دی هغه زه یم
(صـابـر) وایـی قـصـه بـه درتـه لـنـډ کـړم
چه می نوم افغانستان دی هغه زه یم
ننګرهار
په هروقت ګل اوګلزار یی ننګرهاره
دبــلــبلو په چــغهار یی نـنګـــرهاره
چــمــنونه اوبــاغـــونه لــری ښــکلی
خزان نه لـری تل بـهار یی ننګرهاره
ســتادآبـادی کوښــښ کومه تـل لـپاره
دامی وعـده دامی اقرار یی ننګرهاره
ننګرهارچه دننګ هاریی دادی نوم دی
دافــغـان دپیــغلـوهــاریی ننــګــرهاره
ښکلی غـرونواوډاګونونه دی ځارشم
په رښـتیاچه ننـګرهاریی ننګــرهاره
زه صابربه همیشه ځان درنه ځارکړم
وایــم زمـادزړه قـراریی ننـګـرهـار
لغمان
دلـغـمــــان د ســر درو
ګـلــی راشـه په نخـرو
شنه فصلونه خراب نکړی
قدم کیږده په ورو ور
د نـغمو ډکـه هو
څه رنـګین اود نـغمو ډکـه هواده
پسرلی ځان سره راوړی ښکلاده
دمـرغـانـو اوازونـه او ســندری
دتیمور ورسره جوړدزړه دنیاده

