مينه نه کيږي
04.05.2012 22:53که سم نشې په لاره مينه نه کيږي
د چا زړه چې وي ازاره مينه نه کيږي
ښکلو کې وفا هم کمه شويده
مه ورځه ريباره مينه نه کيږي
مينه د غريبو هم غريبه وي
چې نه وې پيسه داره مينه نه کيږې
...
ته چې شې ساقي زه شرابي شمه
ګرانې بي خماره مينه نه کيږي
تا کې کاغذي ګلان ښايسته ښکاري
وران د شې با زاره مينه نه کيږي
جنګ او چپاول او ورور وژل ګوره
ځۍ چې ځو له ښاره مينه نه کيږي
اوښ يي ټول په بډه کې مڼډلی دی
ځه حفيظ ملياره مينه نه کيږي

