له افغانستان څخه د جګړی لمن په ټولیدو ده.
04.05.2012 08:36له امریکا سره د ستراتیژیک تړون تر لاسلیکیدو وروسته لکه څنګه چی ولسمشر اوباما هم په ډاګه سره وویل (اوس نو امریکا غواړی په افغانستان کی جګړه پایته ورسوی) او دا پدی معنی ده چی امریکا به اوس په افغانستان کی د ننه جګړی ته د پای ټکی کیږدی، خو دا پدی معنی نده چی په سیمه کی به هم خپل فعالیت بند کړی بلکه د جګړی لمن به نوره هم پراخه شی ، د امریکا یی پوځیانو ونډه به پکی کمه او د استخباراتو زیاته وی.
امریکا له ایران سره مخالفت لری او پدی ورستیو کی پاکستان هم د دوی لپاره خپل اهمیت له لاسه ورکړی او اوس به د دی جګړی لمن همدی دوو هیوادونو ته خپریږی .
ددی امکانات کم دی چی امریکا به د ایران او پاکستان د حکومتونو د ځپلو لپاره له پوځی یرغل څخه کارواخلی، ځکه نوری ډیری موثری لاری شته چی همدا اوس یی مثبتی پایلی لرلی دی، لکه اقتصادی بندیزونه، د مرستو بندول او په هیواد کی دننه ګډوډی رامینځته کول.
کوم کسان چی د طالب په نوم ( البته امریکایی طالبان) فعالیت کوی له هغو نه به د امریکایی ځواک په توګه کار واخیستل شی او کوم طالبان چی د آی ایس آی له ملاتړه برخمن دی هغوی به ډیر ژر وځپل شی.
د سولی پروسه به هم اوس نتیجه ورکړی خو له هغو کسانو سره چی پخپله د امریکا له خوا تربیه شوی دی او یا هم هغه وسله وال چی ځان د افغانستان ګټوته ژمن بولی.
آی ایس آی به په خپل ټول توان سره کوښښ وکړی چی پاکستان وژغوری خو په خپل هدف کی به ناکامه شی او پاکستان به ټوټه ټوټه شی او ورپسی به د ایران نوبت وی.
کله چی اوباما کابل ته راغی نو دا خبره چاته نه وه معلومه خو د آی ایس آی جاسوسانو بیا لا د مخه پنجابیانوته راپور رسولی وو او په هماغه سهار یی خپل ځانمرګی پوځیان کابل ته را ولیږل.
له بلی خوا د پاکستان آی ایس آی د طالبانو د نظامی شورا 25 تنه غړی، او استاد یاسر پدی خاطر تر تیغ تیرکړل چی غوښتل یی له افغان دولت سره د سولی په خبرو کی ونډه واخلی.
اوس نو هغه وخت ډیر نږدی دی چی زموږ په ګران وطن افغانستان کی به سوله مینځ ته راشی ، هغه مخالفین چی د افغانستان ملی ګټو ته ځانونه ژمن بولی هغوی به یا له حکومت سره یوځای شی او یابه له جګړی لاس واخلی او پاتی به یی ......
پر دی برسیره به د په اصطلاح جهادی کړیو لکه جمعیت، شورای نظار، حزب وحدت او داسی نورو واک هم ترډیره بریده کم شی.
په دولتی ادارو کی به هم په کراره کراره اصلاحات پیل شی او د فساد مخه به یوڅه ونیول شی ، ځکه همدا اوس زیاد تره کسان د همدی زورواکانو دی چی په هر راز فساد کی لاس لری.
همدا دلیل دی چی هغه جمعیت یان چی ترپرونه یی امریکا ته ویل چی زموږ د حکومت په وخت کی دا تړون لاسلیک کړی نن بیا له دی تړون سره مخالفت څرګندوی.
لنډه یی دا چی همدا روان کال به د افغانستان لپاره ډیر ارزښتناک او له لاسته راوړنو ډک کال وی، د کورنی او بهرنی دښمنانو مخونه به یی تورشی او بیا به هیڅکله هم زموږ هیواد اوملت ته په سپک نظر ونه ګوری .
زموږ د بیګناه او مظلومو هیوادوالو د قربانیو له برکته به د دی هیواد هر کورنی او بهرنی دښمن ذلیل او خوار شی.
په پای کی له خپلو اتلو امنیتی ځواکونونه هیله کوم چی همداسی په میړانی سره له خپل وطن او ملت څخه دفاع وکړۍ، افغان ملت په تاسو ویاړی په تیره بیا په وروستنیو بریدونو کی چی د هیواد په بیلابیلو سیمو کی د وطن دد دښمنانو له خوا ترسره شول او تاسو په ډیره چټکتیا او د خپلو سرونو په قربانولو سره شنډ کړل ، د افغان ولس اعتماد په تاسو لا پیاوړی شو.
لوی خدای (ج) دی تاسوته لا بریاوی در برخه کړی او دښمن مو سرټیټی او مخ توری لره.
څو چی دا ځمکه اسمان وی
څو چی دا جهان ودان وی
څو چی ژوند پدی جهان وی
څو چی پاتی یو افغان وی
تل به دا افغانستان وی
د آزاد اسلامی او مترقی افغانستان په هیله

