د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اول می دکار ګرانو بین المللی یا نړیوال یووالی ورخ

انجینر محمود صافی 29.04.2012 18:29

سریزه : دکارګرانو نړیواله ورځ دکارګرانو دهغه شو رش او مظاهرو یادونه کوی  چه په (۱۸۸۶ ) ع کال د می دمیاشتی په اول تاریخ دشیکاګو په ښار کی تر سره شووه .چه اوس دهغی ورځی په بنیاد دکارګر ورځ دکارګرانو دپیوستون دنړیوالی ورځ په نوم یاده  اولمانځنه یی کیږی .تقریبآ داوسنی نړی اکثریت برخه او ممالک ددی ورځی د ځانکړی پروګرامونو سره لمانځنه کوی .ولی متحده ایالات اوکانادا بیا هر کال دسپتمبر دمیاشتی اوله دوشنبی ورځ دکارګر دورځی جشن نیسی .

– په دی ورځ په شیکاګو ښار کی څه تیر شوول : دا ورځ په دی خاطر دمی اوله دکارګر دورځی په نوم ونوموله شووه .چه کارګرانو دمی داولی ورځی څخه بیا د می تر څلورمی ورځی پوری خپل اعتصاب جاری وساته .او په څلورمه ورځ پولیسو دشیکاګو په ښار کی په کارګرانو ډزی او ټکان وکړه .یو تعداد مړه سووه .یو تعداد زخمیان ، اووروسته بیا څلور نفره کارګران اعدام کړی سووه . 

    – دکارګرانو شرطونه او غو ښتنی : دکار داجرا دپاره ښه شرایط برابرول او (۱۰) ساعت کار څخه دورځی کار (۸) ساعته ته ښکته کول وه .او داسی قرار وه چه داول دمی څخه دکار ساعت (۸ ) ساعتونو ته راټیت شی .خو داکار دوخت حکومت ونه مانه .چه په نتیجه کی په امریکا کی په ګوت ګوت کی کارګرانو په عمومی اعتصاب لاس پوری کړه .او تقریبأ (۱۲۰۰) کار خانی او فابریکو کی اعتصاب جریان پیدا کړه .        په دی جمله کی دشیکاګو د ښار دکارګرانو تعداد او پلویان یی تقریبآ (۹۰) زرو تنو ته رسیده . داعتصاب په څاورمه ورځ کارګرانو اوپلویان یی د(حی مارکت) په میدان کی سره راټول شوول اوبیا یی په حرکت شروع وکړه .له لږ ځنډ وروسته پولیسو دمظاهرچیانو مخه ونیوله که چیری وکولی شی چه مظاهرچیان تیت اوپرک کړی .په دی وخت کی یو انفجار صورت ونیوه .یو مامور دپولیس مړ شووه، اوپولیسان اوکار ګران زخمیان سوول او داحادثه ددی سبب شووه چه پولیسو په مظاهرچیانو ډزی او ټکان وکړه .ډیر کاګران مړه  شووه ،دمړو اجساد معلوم ندی ،او دزخمیانو تعداداو شهرت معلوم اوشته دی .اوپولیس وتوانیدل چه مظاهرچیان تیت او خواره او واره کړی .او په دی جګړه کی (۸) نفره کارګران ژوندی ونیول شوول  چه دهغه جملی څخه (۵) نفره المانی مهاجر کارګران وه . اویو نفر المانی امریکایی تابعه وه .محکمی یونفر په(۱۵) کاله حبس محکوم کړه . او پاتی تعداد یی په اعدام محکوم کړه .اود ښار حاکم ددوه نفرو اعدام په حبس تبدیل کړه. د(۵)نفر کارګرو دجملی څخه یو نفر خودکشی وکړه .او څلور نور په دار وځړول شوول .ددی خبر په خپریدو سره اکثره ممالکو ددی ورخی دکالیزی دیادونی مراسم ونیول .او داتاریخی ورځ یعنی دمی اوله دکارګرانو دیووالی دنړیوالی ورځی په نامه ونومول شووه.دیاده ولو وړ ده چه اعدام کوونکی اکثرآ المانی وه .او په کال (۱۹۳۳) دالمان دنازیانو پاړ ټی داورځ یعنی دمی اوله ورځ عمو می رخصتی او ملی ورځ اعلان کړه .او نن یی ټوله نړی دکارګرو دیوالی نړیوالی ورځی په نوم پیژنی.اویادونه یی کوی .  

– دبشری ټولنی دتکامل په پړاونو کی دکاراوکارګری نهضت او تیوری دکارګری طبقی ارزښت اواهمیت خورا داهمیت وړ وګرځیده .کا رګری او پرولتاری جبش اونهضت نړیوال تکاملی اړخونه اخلی .تیوری یی په علمی اوعملی  لحاظ  تدوین کیږی .اودا ډیر لوی او اوږد علمی بحث دی چه لیکل یی په دی څو ورقو کی دمضمون دمحتوا او حوصلی څخه خارج دی . 

  – رابه شووه خپل ګران افغانستان ته چه دکارګرانو ،دهقانانو ،زحمت کشانو  ،کسب ګرو ژوند څنګه تیریږی ،څلور لسیزی څنګه وه ،څه تیر شوول ،اوڅه کیږی ،دا هم ډیر لوی بحث دی .غواړم  خورا لنډ ډول یوه تیریدونکی کتنه وکړم حقیقت دادی چه حقایق لیکل اوویل یی ګران کاردی .ډیر لوستونکی پری خوا بدی کیږی .ولی زمونږ دټولنی رښتیاوالی تاریخ ، څوک نشی پټولای . ګران افغانستان چه  دکابل ښار څلور سرکه یی تمثیل نشی کولی .خورا اوږد پنځه زره کلن تاریخ لری او ددنیا دتمدنونو دجملی څخه د  بخدی بلخ تمدن یادونه کولی شووه .چه په دنیا کی اولین زراعتی سیستم یی د یاده ولو وړ دی .چه نوری دنیا ته یی انتشار کړ ی دی .په اجتماعی در جه بندی کی په افغا نستان کی فیوډالی او ما قبل فیو دالی شرایط دتولید په بر خه کی حاکم دی .ګارګره طبقه دماشین شاته نوی په ښارونو کی دنمو اووده په حال کی ده حقیقت دادی چه په ډیر کوچنی فیصدی کی راځی .او وطن ددریم جهان دجملی څخه دډیر غریبو ملکونو په قطار کی حسابیږی . دبلی خواه داسیا په زړه کی دڅلورو اتمی بلاو ه په منځ کی پروت دی چه هر یوه په وار وار پری نظامی ،فر هنګی، اوکلتوری یر غلونه کړی او کوی یی .او زمونږ په ملک کی خپلی ګټی لټوی .او زمونږ په بی اتفاقی او بی امنی کی خپلی ګتی خوندی کوی .ښکاره مثال یی ډپاکستان داستخباراتی کړیو لاس وهنی دی .دبلی خواه زمونږ خلک په مختلفو ملیتو نواوقومونو تقسیم ،مختلفی  ژبی او کلتوری فرهنګی عادات او رسوم لری .په رښتیا سره دالجبر په حساب دصورتونو ملک دی او مخرجونه په بیرون کی دی .(۹۹)فیصده مسلمانان دی .او په تاسف سره  تقریبآ (۶۰) فیصده کتلی نالوستی او ژر غولیدونکی دی .چه اوسنی خان مرګونی ښه نمونه ده .او همیشه دتاریخ په اوږدو کی په قصدی او عمدی شکل سره داستعماری قواوه ګروګان اوبرمته شوی دی .او همیشه په تیارو کی ساتل شوی دی .دبلی خواه په ملک کی ډیری برخی شته دی چه خلک یی په اوسنی دالکترون په عصر کی برق نه پیژنی .دمعا صر تخنیک اوپوهی سره نا اشنا دی .   


– دټولو سره سره بد بختی زمونږ دټولنی داده چه دمهاجرت په کلونو کی زمونږ میلونی پرګنی اووګړی دبیګانو په لمسون دخپل وطن دکور ورانی دملی شتمنیو دچوراو چپاول او غنیمت ګری سبق یی په همسایه ګانو کی زده کړه .اوډیر اکثریت یی دخارجی استخباراتی کړیو ښکار سوی دی .اودا لړی دوام لری .که چیری دوطن کلنی خالص عواید دنفوسو په شمیر وویشل شی  چه (اهنګ رشد اقتصادی ) ورته وایی یعنی دنفر په سر اقتصادی شرایط دژوند دتیره ولو دپاره نا ممکن دی او په ټوله کی وطن یو مصرفی ملک دی او دمارکیت دپاره یی همسایه ګان سیالی او رقابتونه کوی .او همدا سبب دی  چه فساد پکی داد وهی اوپه عالی درجه شتون لری . او مافیایی کړی او زور واکان پکی دځنګل قانون چلوی .دبلی خواه زراعت هم پکی په عصری او میکانیزه شکل تولید نکوی زراعت ،ما ل داری ،او باغ داری په کی په عنعنوی شکل مخ ته خی .

داوبو اصلی منابع زمونږ وطنی میراث دی ولی دوخت حاکمان یی دهمسایو دډاره داستفادی اقدام نشی کولی .او برق دبیګانه ملکونه خریداری او راوړل کیږی .او زمونږ اوبه نور استفاده کوی  .                                                                           د(۳۳۴) ق م دسکندره بیا تر ننه پوری ډیره زمانه تیره شوی ده. دبازانو اوعقابانو ځاله دهندوکش دزمریانو کور په جنګونو او بریو مصروف دی .دلته می دشاعر دابیت په یاد راځی  چه وایی .
دا به وی نصیب دافغانانو چه په وینو کی لمبیږی × یو دښمن وهی بیا بل وهی .......اوس داوهی
 . داد امپراطوریو ګورستان  به کله په ګلستان بدل شی نسلونه نسلونه نور هم فداکاری او قربانی ته ضرورت شته دی چه وطن خپل مادی او معنوی رشد ته ورسیږی .دتیرو نه زده کړه نیم علم دی .دروشنفکرانو یوه ډیوه ولګیده دامریکا اوغرب ،او عربانو په مداخله دناکامی سره  مخامخ شووه .او داخلی عوامل یی هم درلودل .کله چه په(۱۳۵۷) دثور کودتاه وشووه .دکارګری طبقی مخکښ ګوند او زمونږ رهبری عوض ددی چه دکارګری طبقی بنست او تهداب تقویه کړی .دتولید سطحه لوړه کړی  .دومره په کیش شخصیت او مبالغه ډوب او چقر لاړل . چه دبرچی په څوکه یی دپرولتا دیکتاتوری دورځی شعار ووه نتیجه داشووه چه هم یی ټولنه وخوړه اوهم یی خپل اودملګروسرونه وخوړل .حقیقت دادی  چه دټولنی دعینی اوذهنی شرایطو سره بی خایه مقابله وشووه .رشتیا هم دتشدد سیاست موقتی وی او ز وال یی حتمی .

                     
– وروسته دالړی ادامه پیداکړه کارګری او کمونیستی جنبش په سر کی اتحاد شوروی دوخت په وطن سری لښکری راسپری کړی .دا نسخه هم ناکامه شووه وطن دساړه جهانی جنګ په مرکز تبدیل شووه .دشرق او غرب دغوبولو اوبز کشی  په نتیجه کی وطن دنابودی کندی ته ولویده او حا لات دکنترول څخه  خارج شووه .دالړی کلونه کلونه دوام وکړه  تر څو چه دشوروی رهبرانو لکه دشاتو مچیو غوندی خپل سرونه وخوړل او سرکوزی  خپل وطنی قرار ګاه ته ستانه شوول .او ورپسی دملی مصا لحی سیاست دروسانواو داخلی توطیه ګرو په وسیله په ګوند کی کودتاه دګوند په رهبر تر سره شووه . اوملی مصالحه دورځی تکتیکی اوتحمیلی سیاست شووه .رشتیا هم چاه کن چاه درپیش شووه  .نتیجه داشووه دچاه مغزه په دفتر کی باد باد شووه . او دملی مصالحی سمبول اودسبا ستوری په داروځړول شووه اوتاریخ تکرار شووه او د پاکستان نظا می واکدار او استخباراتو یی دطالبانو په نوم دافغانستان دنیولو د پاره یوه توره بلا په وطن نازل کړه. اوورپسی دامریکا او پاکستان او په اصطلاح ملل متحد دلوی توطیی اودسیسی په نتیجه کی اسلامی جمهوریت قایم شووه .او تښتیدلی غله اوداړه ماران په کور  شووه .دټول مملکت مادی او معنوی هستی چوراو چپاول شووه او ټول مملکت غنیمت شووه .دا هم ډیر مغلق بحث دی تفصیل یی دلته ګنجایش نلری .په ټوله کی دادی اوس وطن دلوی اوپرتیفی بازی ښکار شوی انګلیس او امریکا دنوی استعمار دنوی شعار لاندی دافغانستان داشغال ستنی کلکوی او په دالس کلن غوبل چه زمونږ  په خلکو یی وکړه .دادافغانستان دمعاصر تاریخ نوی پړاو شروع کیږی .او ګمان نکوم چه نوی استعمار داسیاه په زړه خپلو ګټواو ستراتیژیک اهدافو  ته په اسانی ورسیږی .ګرانو لوستونکو راخی چه روحی او روانی حالت  خپل دمحترم شګی وال په شعر سره تسل کړو .چه وایی :  
که افغان یمه خوانسان یمه × اخر ولی می وژنی زه حیران یمه

 څوک په یواو بل نوم قتلیږی × دسیسه هر افغان ته جوړیږی . 

لمسوی مونږ بل ،جنګوی مونږ بل × هوښیار نشوم لا اوس هم نادان یمه .

مرګ اوغم دی هری خواه کی ویرونه × دقدرت په خاطر دی جنګونه 

دا چه ژاړم زه امن غواړم زه × زه افغان نور دجنګه ستومان یمه

لویه خدایه فریاد وکړم چاله × هیڅوک نه اوری دستا شګی واله   

ستا قلم ژاړی ،ټول عالم ژاړی × هم وطن ژاړی او وایی چه وران یمه.
  په اخر کی باید اضافه کړم چه مونږ روشنفکران دټولنی دبیداری مسوولیت لرو زمونږ په تاریخی وطن کی دی کارګران دهقانان ،زحمتکشان ،پیشه وران او کسب ګرو لاس چه د انسان درفاه اواسا یش دپاره کار کوی ژوندی ،قوی او میړنی وی او اخرنی پیروزی دهغوی ده  ژوندی اوسی . په احترام .