د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محلی کرنیز افت وژونکی

نوراغا نوښت 26.04.2012 10:19

که څه هم دمګړۍ دکرنیزوافتونودمخنیوی لپاره هڅه کیږی چی دکیمیاوی موادوپرځای له نورومتبادلولاروڅخه کارواخستل شی مګربیا هم دهیواد بڼوالان کیمیاوی افت وژونکی استعمالوی ددی ډول کیمیاوی افت وژونکوځینی یی په اسانۍ سره په محلی ډول په کورونوکی جوړیدای شی چه له یوی خوا ددوی جوړول اسانه ، اوله بلی خوپه اسانۍ سره دتطبیق وړ دی چی مونږ ورڅخه په لاندی ډول یادونه کوو:

لایم سلفر
Lime sulfurیو ترکیبی افت وژونکی دی چی په اسانۍ سره جوړیدلای شی .
فورمول یی 3.5:2:1دی .
یوکیلواوبه نه رسیدلی چونه.
دوه کیلوګرامه پوډری سلفر.
3.5ګیلنه اوبه.
دجوړولولاره یی:ترهرڅه دمخه بایدپه وزن شوی چونه باندی یوه کمه اندازه اوبه واچول شی اوس چونه له سلفرسره یوځای کوو. ټاکلی اندازه اوبه په داسی یوسطل یابیلرکی چی مسی نه وی اچواواورورپسی کووترڅوجوشیدلوته نږدی شی اوس ګډه شوی چونه اوسلفرپه ورو وروپه دی اوبوکی اچوواوښوروویی په لاس راغلی محلول دیوساعت لپاره جوشوو اوس نوکله چ محلول دتورچای په شان رنګ اختیارکړلوښی له اور څخه ښکته کوواوپه ځمکه یی ږدوترڅوسوړشی وروسته تردی یی دیوخاصی جالۍ پواسطه تصفیه کوو اوس دپه لاس راغلی محلول یوه برخه د۹برخواوبوسره یوځای کوو. له دی محلول نه په ونوکی پرته له زردالوڅخه چی داستراحت په حالت کی وی استفاده کوودادرمل باید په تاکونواونوروونوباندی دپاڼی دتشکیل څخه دمخه استعمال شی ځکه که چیری نبات پاڼی ولری دهغوی دسوځیدلوسبب ګرځی .لایم سلفردانګورو،مڼواوشفتالودسپینکی ،دمڼودجرب یاسکیب،دپاڼودسوری کیدلو،کنواونوروحشراتوپروړاندی اغیزمن دی په ځانګړی ډول لایم سلفردسپینکی دکنترول لپاره ډیراغیزمن دی.
لایم سلفرترجوړولووروسته باید ژراستعمال شی اوکه چیری وغواړوچی دڅوورځولپاره یی وساتونوڅوڅاڅکی تیل پکی اچوو اوپه یوسوړځای کی یی ساتو اکثراًکولای شوچی ترجوړولو۳۰ورځی وروسته هم تری استفاده وکړو.هیره دی نه وی چی کولای شولایم سلفردونودژوندپه نورومرحلوکی هم استعمال کړوخوباید په دی صورت کی رقیق وی.
دBordeaux mixtureدجوړولوطریقه:
فورمول یی100:1:1دی.
۱کیلوګرام نیل توتیا.
۱کیلوګرام اوبه نه رسیدلی چونه.
۱۰۰لیتره اوبه.
ټوله نیل توتیا په ۵۰لیتره اوبوکی حلوواواوبه نه رسیدلی چونه په پاتی ۵۰لیتره اوبوکی په دی ډول حلووچی اول یوه کمه اندازه اوبه په چونه باندی اچووترڅووجوشیږی وروسته تردی یوه اندازه نوری اوبه هم پکی اچووترڅودخمیری شکل اختیارکړی نوری اوبه هم پکی وروورووراچووترڅوښه ګډ شی کله چی دچونی اونیل توتیا محلولونه تیارشی دنیل توتیامحلودچونی په محلول کی اچوو(دچونی دمحلول اچول په نیل توتیاکی ناسم کاردی) اوس نومحلول باید په سم ډول وښورول شی .
له Bordeaux mixtureڅخه کولای شوچی دکلک ذړومیوودپاڼودسوری کیدلوپروړاندی استفاده وکړودادرمل داستراحت په موده کی استعمالیږی یادګل ترتوییدلووروسته هم استعمالیدای شی یاده دی وی چی دادرمل دشفتالودپاڼودتاویدلوپروړاندی هم استعمالولای شو.
دBordeaux Pasteدجوړولولاره:
داهم یوه ترکیبی دواده فورمول یی 3:2:1دی چی دجوړولولاره یی په دی ډول ده :
۱کیلوګرام نیل توتیا.
۲کیلوګرامه اوبه نه رسیدلی چونه.
۳کیلوګرامه یالیتره نباتی تیل یاغوړی.
لومړی نیل توتیا ته تودوخه ورکووترڅودسپینوپوډروشکل غوره کړی ،په اوبه نه رسیدلی چونه کی لومړی یوه کمه اندازه اوبه اچووترڅووجوشیږی وروسته نیل توتیا،چونه اوغوړی سره ګډووترڅوچی مرحم جوړشی وروسته داپه یولوښی کی اچوواوسریی داستعمال تروخته پوری بند ساتودادرمل دبرس پوسیله دونوپه زخمی ښاخونویاهم هغه ښاخونه چی افرازات تری خارجیږی استفاده کوو جوړشوی مرحم ترجوړولووروسته دیوی میاشتی مودی په اندازه هم ساتل کیدای شی.