د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جمهوريت د افلاطون له نظره

محمد نظيم سمون 26.04.2012 10:17

د یونان او نړۍ ستر فیلسوف افلاطون د خپل ژوند په اوږدو کې د جمهوریت په نوم یو کتاب لیکلی دی. د افلاطون جمهوریت یو داسې علمي اثر دی چې بشر په خپل تاریخ کې ډېر لږ داسې اثار لیکلي دي.
د جمهوریت په نامه دا علمي اثر نن ورځ د نړۍ د ډېرو عالمانو او پوهانو د مطالعې وړ ګرځېدلی دی او لا اوس هم کوم زړښت پکې نه تر سترګو کیږي. ددې کتاب ځانګړتیا او ښه والی په دې کې دی چې اوسمهال د نړۍ له ټولو سیاسي، ټولنیزو او له نورو روانو حالاتو سره ښه صدق کوي، په ځانګړې توګه دسیاست په برخه کې ډېر لږ داسې اثار تر سترګو کیږي، چې پر منطق او استدلال ولاړ وي.د کتاب ټول مسایل یو له بل سره په زنځیري یا ارګانیک ډول په دلیل او استدلال کښل شوي دي.
جمهوریت یا Republic د معاصرو اثارو په څېر یعنې په اکاډمیک ډول نه دی لیکل شوی، بلکې د کتاب ټول مباحث د څو کسانو ترمنځ د ډیالوګ په بڼه لیکل شوي دي.
ددې کتاب اصلي منځپانګه په دې راڅرخي، چې دیوه آيډیال هېواد او ټولنې په مرسته حقیقي عدالت څنګه پلي کېدای شي، کتاب دا راز د بشر د ژوندانه پر ټولو اړخونو سیاست، اقتصاد، ارواپوهنې او اخلاقو هم رڼا اچولې او پر هرې موضوع په کې جلا توګه بحث شوی دی.
افلاطون په خپل جمهوري نومي کتاب کې له ریښتینولۍ او واقعیتونو سترګې نه دي پټې کړي، هرڅه یې په څرګنده او روښانه توګه بیان کړي دي. که څوک دا کتاب یو ځل ولولي نو هرو مرو به دا فکر وکړي چې د اوسني عصر او ټولنې لپاره لیکل شوی دی.
د فلسفې د ځینو پوهانو له انده په دې مشهور او لوی کتاب کې یوتوپیایي ( آيډیالي ټولنه او یوه خیالي نړۍ) په کې انځور شوې او همدا لامل دی چې زیاتره آیډیالیستي فیلسوفانو دافلاطون په پلونو قدم اېښی او دده نظریات یې تعقیب کړي دي.
افلاطون خپل جمهوري اصول هم بیان کړي:
۱- افلاطون په یادو اصولو کې دیوه هېواد د سیاسي چارو مسؤلیت د فیلسوفانو حق بللی، د افلاطون دا نظریه ښايي دهغو لاملونو پر بنسټ ولاړه وي چې، ځیني وخت یو څوک د خپل زور او ځواک په مرسته قدرت ترلاسه کوي، هغه اشخاص چې د زور له لارې واک خپلوي، ښايي له علمي او سیاسي شعور نه بې برخې وي، ځکه خو دا مسله ځیني وخت له واک د نه ناوړه ګټه پورته کولو بد عواقب او په ټولنه کې ظلم او استبداد له ځان سره لري، همدارنګه د ولس حقونه تر پښو لاندې کیږي او ټول واک د یو معلوم شخص ګوتو ته پرېوزي، همدا سبب دی چې افلاطون د واک لومړی حق فیلسوف ته ورکړی.
۲- دشخص ملکیت باید له منځه یوړل شي، دا نظریه دشلمي پېړۍ له کمونستي نظرییې سره ورته والي لري، کمونیزم هم دیوې مشترکې ټولنې یانې دفردي ملکیت د له منځه وړلو پربنسټ د ولادیمیر اېلیچ (لنین ) له خوا په ۱۹۱۷ زېږدیز کال کې دیوه نوې سیاسي مکتب په توګه راوټوکېد.
ا فلاطون په خپل جمهوریت یا ریپبلیک کې د حکومت پر ډولونو هم بحث کړی، د هغه له نظره درې ډوله حکومتونه دي چې د خلکو په خوښه رامنځته کیږي او له سیاسي ثبات نه هم برخمن دي.
۱- مونارشي
۲- ارستوکراسي
۳- دېموکراسي
افلاطون د هېوادونو پر سیاسي خپلواکۍ او حاکمیت هم غږېدلی، هغه وايي چې د نړۍ ټول هېوادونه باید له یو بل نه جلا وي، همدارنګه سیاسي او اقتصادي خپلواکي ولري. نوموړی د عدالت پر مسلې ډېر ټینګار کوي او زیاتوي چې عدالت د انساني فضلیت یوه برخه ده او عدالت د ټولنو ترمنځ د پیوستون وسیله ده او همدا عدالت دی چې د برابرۍ او همغږۍ پر اساس د ټولنې د افرادو ترمنځ یووالی ټینګوي.