د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نعت شریف

محمد کبیر صافی 26.04.2012 12:17

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

صفت به دی صــفت به درته وکــــړم د نبي خیرالبشر
راغـــلې کتابوکــې هم ښکاره دی لکه لمر
پیــدا یې اول نور د محــمد بیا ېې دنیا کړه
الله کــــــړو معتبره شو د دوو کونو سرور
خدایې یې کړه ظاهره په روی د خپل حبیب
ځمــکې اسمــــانو کـــــــړی صفت د پیغمبر
اولین آخیرین دوست دی رب العــــالمین دی
قــرآن ېې پری نازل کړو شو په واړه منور
خـــاوند ځان ته بللې چه معراج ته وو ختلې
د لولک تاج یې راکوز کړ نه د بل چا وو پر سر
یاد یې په طــحا او په یاسین زمونږ نازنین کړ
محبوب د ربانـــــي دی دا زمونږ نبې دلــــبر
زه عصـــي او شرمنده یم د خالق پروردی ګار
((صافی)) ګناه ګار غواړی شفاعت یې په محشر