دثمودکام کيسه
24.04.2012 22:53د ثمود دکام کیسه:
وو د ثــــمود توکــم د عـربو یــــوه پـــښــه
تر اسلام مخ کي د دوی ژوند وو کارو ښه
دلـــته د حـــجــازو شام ترمنځ دوی اوستېـده
د دوی ټوله کړه او وړه پر دغه ځای کـېـــــــده
د ثــمــود لــــــه کــــــامـــه وو صـلـــــح نـبــــــي
کام غـوښته معــجزه هرومــروله خـپل نبي
ده کــــــړه مــعــــجــزه ښــــــــکا ره وروســـــتـه
اوښ او جـونګ یـې بــیاله غـره را وایسته
چــــیــــغــــي نارې سـورې ټــول کام وهلې
صالــح نبي ساحر دی، هغو دا نارې وهلې
اوښـــه رهــي هـغـي چـیـشنې تــه ســولــه
د ثـمـود کــــام د اوبــــو خـــــواتـه ســــــوله
اوښــي اوبــه د ټــول چیشني وچـــیــښـــې
چــیــنـه سـوه تشه له اوبـو ، پاته یې نښې
ثـــمــود یانو کا پرې سرداوښ اود جونګي
دغه دم راغی بد ږغ، له اسما نه په درګي
د ږغــه له ویــري سـوه تباه ټول ثـمود یان
صالح نبې کتله، سُو دی هم ډېر پرېـــشا ن
د الله کارو ته ګوره، چي څې وکړه په ثمود
دغـــســي کـــار هـم کړی الله دی په نمرود
لیکونکی محمد سرور وکیلي
وو