د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل ښاري ځوانان د افغاني کلتور استازيتوب نه کوي

نظرمحمد مطمئن 20.04.2012 17:20

دکابل ښار مرکزي سيمه که د ودانيو او ښار له امله کابل ته څېرمه پرتو سيمو سره توپير لري ځکه ده چې دلته ښار ده،  وزارتونه، لوي رياستونه او د ولتي اداري شتون لري. اوسمهال ددغه ښار بڼه د پخوا په څير يو مخي بدلون کړی دی، دلته دشېرپور په سيمه کې دنګي او ښکلي ماڼۍ دي، -داچې په زور يې ځمکه غصب شوې ده، هغه بېله مسئله ده او زیات بحث ته اړتيا لري- د وزیر اکبر خان په سيمه کې دسوپر او فاينسټ  مارکيټونه، هلته سفارتونه او ډول ډول هوټلونه، دا ډول د خيرخانې په سيمه کې د تېر په پرتله ډیر زیات توپير راغلی دی، ددغي سيمي خلک د نورو سيمو پر پرتله د بهرنيانو له سخاوت څخه زيات مستفيد شوي دي نو ځکه هلته  د ډول ډول ښکلو او په زړه پوري دنګو ودانيو ترڅنګ لوی او  ښکلي مارکيټون د دوبۍ او  نوري بهرنۍ نړۍ د نقشو په کارولو سره جوړ شوي دي.

د مکريانو سيمه چې له پخوا څخه هم د وخت حکومتونو ځانګړې پاملرنه ورته درلودله  اوسمهال يې دومره پرمختګ کړی دی چې ډول ډول ښکلي او په زړه پوري مارکيټونه، هوټلونه او پلورنځي پکې جوړ او د ټولي نړۍ موډ او فيشن په همدغه سيمه کې خپور شوی دی.

د خوشحال خان مېني سيمه  ورته ښکلي ماڼي لري ولي سوپر او فاينسټ مارکيټونه پکې نشته، د پښتنو  د زیات اکثريت له امله کوم پارک او د لوبو ميدان پکې نشته، پاخه سړکونه او دچټلو اوبو لښتيان نه لري.

د کابل ښار کې په لسو کلونو کې د شاداب ظفر، سليم کاروان، هيوادوال او اريا په نوم ښارکوټي هم جوړ شول. تر ټولو ښايسته او په زړه پوري يې اريا ښارګوټی ښکاري.

زما خبره د کابل د ښار د ښکلا او دنګو ماڼيو په اړه نه ده، يواځي ومې غوښتل چې لوستونکي وپوهيږي چې دلته يو ودانيز بدلون  راغلی دي خو دوديز او کلتوریز بدلون لاهم تت ښکاري.

دکابل ښار ته چې کله له نورو ولايتونو څخه زموږ وروڼه ننوځي، دلته له يو عجيب دوديز او کلتوریز  بدلون سره مخ کيږي. هغه چې په خپلو کلتوري جامو کې، په سر پټکی او يا خولۍ، په پښو څپلۍ او يا چمپل او په کالو سربيره يې صدرۍ هم اغوستې وي، بيا يې پر ځان لوی پټو (څادر) اچولی وي، کله چې دغه ښار ته ننوځي، دلته چې شرټ او پطلون کارول کيږي، دلته چې د  شرټ سربيره توره کورتۍ، په غاړه کې نيکټايي، او ارزانه  چينايې بوټونه د دغه ښار د اوسيدونکو په پښو وي، هر هغه څوک چې د کابل ښار له دباندي څخه راغلی وی له ورایه معلوميږي.

که يو بهرنی له نوري دنياڅخه کابل ته راشي، هغه د کابل په مرکزي سيمو کې له يو ډول خلکو سره مخ وي، او همدغه خلک ويني څوک چې شرټ، پطلون، توره کورتۍ، بوټونه  کاروي او نيکټايې په غاړه کې لري.

دلته ښځينه جامو هم د پخوا په پرتله توپېر موندلی دی، پېغلي نجوني چې د بيان د ازادي او ديموکراسي له برکته د تلويزونو پر پردو ناسم او زموږ د دود او کلتور سره بشپړ توپير لرونکي هندي او ترکي سريالونه ويني له هغوی څخه يې زده کوي او داډول جامي اچوي چې اصلاً په دغه سيمه کې د اچولو او اغوستلو اړتيا ورته نشته.

پر بدن پسي موښتی کيوبايې پطلون، ښایسته نازک  بوټ، په  ځان  پوري مښتي او تنګ کششي نری بنين، په سر کوچنی دستمال خو ويښتان شاته ورڅخه وتلي او ښکاريږي، ځينې نجوني خو د بهرنيانو په ډول يو ډول د لنډو  لمنو واړه قمیصونه  د پطلون پر سر لري.

په کابل کې نجوني او هلکان  فیشن کوي، د ايران څخه راوارد شوی د آرایشګاه (ځان ښايسته کول)  کلتور دومره پرمختګ کړی چې د کابل نږدې په هره لويه کوڅه کې ځانګړې آرایشګاه شتون لري.

د نارينه سلماني په ځای کې په غټو ټکو ليکل شوي  وي چې د سر   ټوني او ځان  جوړوني سهولت شته.

که د کابل ښار څخه د شمال پرلور سړی ولاړ شي، کله چې د خيرخاني د کوتل څخه تير شي، هلته سمدستي د افغانانو خپل اصيل او پخواني کلتور او جامي د خلکو پرتن اوځان ليدل کيږي، که د چشمه دوغ په سيمه کې د پیرکيانو او شړومبو څښلو بازار کې ودريږي هلته به سړي، خلک د کلتوري جامو، صدرۍ (واسکټ)، سپين ږيري د پټکو او څادرونو سره او ځوانان يې هم په ملي او کلتوري جامو کې وي.

که د کابل ښار څخه  ختيځ لورته سړی حرکت وکړي، ډیر ژر د يکه توت، پکتيا کوټ، هودخيلو او پلچرخي په سيمو کې له يو ډول بشپړ کلتوري او دوديز بدلون سره مخ کيږي، دلته به بيا هم نر او ښځي خپل کلتوري او دودیزه جامه، دنجونو لوی او ښکلي جامې، پر سر لوی ټیکري، په ځان پټه او د سپين ږيرو پر سر پټکی او پرځان څادر ووينې.

که د کابل ښار څخه دجنوب لورته حرکت وکړي بيا هم ډیر ژر او د کابل ښار سره نښتي سيمه بني حصار او چهار آسياب کې يوبشپړ کلتوري او دوديز توپير وي، هلته به بيا هم نجوني خپل ملي او کلتوري افغاني جامي لري، هلته به هلکان ازاد اوښکلي ملي افغاني کالي (جامي) په تن ولري.

که د کابل څخه د لويديځ پر لور ولاړشي ډیر ژر د نيازبيګ، فاضل بيګ او کمپنۍ په سيمه کې به دغه کلتوريز او دوديز بدلون وليدل شي. د کمپنۍ په سيمه کې خلک بيا هم کلتوري او افغاني جامي لري، که لږ ها خوا د کمپنۍ د پله څخه تير شي په ټوله معنی کليواله سيمه او کليوال ژوند دی.

که د پغمان پر لور وي او که د احمدشاه بابا مېني(ارزان قيمت)، که د هودخيلو پرلور او که د پکتيا کوټ سيمه وي، که بني حصار او یا هم چهار آسياب وي، که نيازبيګ او یا هم کمپنۍ وي، په ټولو سيمو کې د کابل د مرکزي سيمي (مکريان، نوی ښار، کلوله پښته، تايمني، وزيراکبرخان، شيرپور او ده افغانان) سره يو بشپړ او لوی کلتوري او دوديز بدلون ليدل کيږي.

خپل اصلي هدف ته راځم، يو بهرنی چې له نوري نړۍ څخه راځي هغه يواځي همدغه د مرکزي سيمو له خلکو سره ليدل کتل کوي، هغه يواځي همدغه يو ډول نجوني او هلکان چې د غرب د کلتور په څير جامي اچوي ويني، هغه پغمان، چهار آسياب، احمدشاه بابا مېنه (ارزان قيمت) او د هودخيلو کليو ته نه ځي چې هلته زموږ خپل کلتوري او دوديزه اصلي څيره وويني.

ورته حالت په ځينو لويو او وړو ښارونو کې دي، هرات، مزارشريف،تخار، سمنګان، بغلان، جوزجان، بادغيس، غور او تخار.

دا ډول جلال آباد او کندهار که څه هم نارينه کلتوري او خپلي دوديزي جامي کاروي خو د نجونو او ښځو په جامو کې له ډيرو نږدي او له دغو ښارونو سره نښتو سيمو سره يې ښاري جامي توپير موندلي دی، د جلال آباد د نجونوجامي چې قميص يې اوس يونيم متر ته رارسيدلی دی، په هيڅ ډول زموږ د افغاني جامو ښکارندوی نه دي، دا ډول د کندهار په ښار کې د نارينه وو او سړو جامي په ټوله معني دمنلو وړ دي خو د نجونو او ښځو په جامو کې ځکه بدلون راغلی چې ډیر هندي او له هند څخه راوړل شوي جامي کارول کيږي، د جلال آباد څخه په ليږ توپېر (لوي) ښځينه کالي کارول کيږي.

کاشکي له بهرڅخه راتلونکي بهرنيان او په ځانګړي ډول ژونالستان او بهرني ليکوالان  زموږ کليوالو سيمو ته تللای، او يا خو د کابل له ښار څخه د باندي انځور يې په خپلو ليکنو کې انځورولای. کاشکي هغوی، کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ته تللای او د افغانانو کلتور او دود يې يواځي د کابل پرمرکزی سيمه او ښار پوري نه منحصر کولای.

کاشکي بهرني ژونالستان د کندز، سرپل، تخار، بغلان او جوزجان کليوالو سيمو ته سر ورښکاره کړی وای، تر څو يې هلته زموږ دودونه او کلتور ليدلی وای او بيا يې ليکنه کړي وای.

کاشکي دغه بهرني ژونالستان او ليکوالان پکتيا، پکتيکا، خوست او غزني ته تللي وای، او کاشکي يوځل دغو خلکو کونړ او نورستان ته سر ورښکاره کړی وای.

داچې اوسمهال په کابل کې د هري سيمي څخه راغلي خلک له  خپلو کورنيو سره اوسيږي، اودلته يې ډیری ازاد تجارت کوي او ځينې يې دولتي دندي لري، آيا هغوی دغه ټکي ته پام کړي چې بهرنيان د کابل څخه د افغانانو په اړه څه ډول انځور بهرته وړي؟

فکر کوم چې موږ په دي اړه فکر نه دی کړی، چې بهرنيان ولي د کابل انځور يواځي د کابل د مرکزي سيمي  (مکرريان، نوی ښار، کلوله پښته، تايمني، وزيراکبرخان، شيرپور او ده افغانان) څخه کوي.

موږ څه ډول کولای شو چې د خپل اصلي او افغاني کلتور او دود انځور په کابل کې اوسيدونکو او بهرنيانو ته وړاندي کړو؟ ترڅو له ولايتونو او ولسواليو څخه زموږ کليوال وروڼه هم له دغه ناسم او بهر څخه تپل شوی کلتور او دود څخه امان پيداکړي.

هر هغه افغان چې اوسمهال په کابل کې اوسيږي که هغه دلته هم هغه خپلي کورنۍ جامي او خپل کورني کلتور او دود سره واوسيږي، که هغه دفتر او ښار ته په افغاني کاليو کې ولاړشي، په دفتر او ښارکې په خپله ژبه خبري وکړي، په دفتر او ښارکې د خپل مهذب کلتور ساتنه وکړي، په دفتر او ښارکې د خپل اصيل کلتور او دود د خپريدو هڅه وکړي او دغه کار خپله دنده وبولي او بالاخره په خپلو افغاني او ملي جامو، پټکي او څادر ونه شرميږي.

حتمي ده چې موږ به په کابل کې د خپل اصيل او ملي افغاني کلتور او دود انځور د کابل اوسيدونکو او له بهر څخه راتلونکو بهرنيانو او په ځانګړي ډول ژورنالستانو او ليکوالانو ته وړاندي کړی وي.

په کابل کې د مرکزي سيمو (مکرريان، نوی ښار، کلوله پښته، تايمني، وزيراکبرخان، شيرپور او ده افغانان) ډیر ليږ اوسيدونکي دي چې زموږ افغاني کلتور او دود ته يې په  بشپړ ډول سره بدلون ورکړی دی، ددوی په پرتله هغه خلک (نر او ښځي) ډيرزيات دي چې د خپل کلتور او دود سره مينه لري.

راځي چې د خپل کلتور او دود ساتلو ته هوډ وکړو او ژمن شو چې د کابل په ښارکي که ازاد کار لرو او که په دفترونو کې دندي لرو:

په کور،دفتر او ښارکې خپل افغاني کالي (جامي) وکاروو، راځي چې پکتياوالو، کندهاريانو، هلمنديانو، سليمانخيلو، احمدزو، شينوارو او مهمندو ته ووایو چې په کابل کې دي ستاسي سپين ږيري او مشران د کالو سربيره درني پګړۍ هم پر سر کړي. راځي چې د ولايتونو څخه راغلو ځوانانو ته ووايو چې خپل کورني او سيميز کالي واغوندئ او له هر چاسره پرخپله مورنۍ ژبه خبري وکړئ.

په پای کې له افغان ليکوالانو او ټولو درنو وروڼو څخه هیله او ارزو لرم چې دغه ډول کړنو او په کابل کې دخپل اصيل کلتور او دود پلي کولو ته موږ، زموږ دوستان او وروڼه وهڅوي ترڅو په راتلونکې کې نړيوال په ليکنو او ليدنو کې د کابل سم او افغانیزم انځور نوري دنیا ته وړاندي کړي.