د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپسرلني عملیاتو څرک !!

محب الله وثیق 15.04.2012 19:08

څو ورځې وړاندي دناټو ځواکونو دویاند( کرستنیا کوبسن)له لورې په رابلل شوي خبري کنفرانس کې نوموړي د خپل همیشني عادت له مخې یو ځل بیا دمطبوعاتو په سکرین دلاپو اوشاپو په انداخت کې هیڅ سپما ونکړه او په خپل متکبرانه او الوهیت وزمه انداز کې یې وویل چې ګواکې سږ کال یې طالبان له پښو اچولي او دنورو کلونو په پرتله یې نور د عملیاتو ځواک له لاسه ورکړی دي.
نوموړي داهم وویل چې په نورو کلونو کې به دوخته لا طالبانو دنوي پسرلنیو عملیاتو اعلان څه چې حتی عملیات هم پیل کړی وو، خو دده په وینا سږ کال یې دپسرلني عملیاتوکوم څرک نه لګیږي!!!
د کوبسن ددې اعلامیې له خپریدو سمدستي ورسته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خورا عجلت سره ځوابیه خبرپاڼه خپره کړه او په خورا ټینګار یې د نوموړي ویاند خبره بابیزه وګڼله او بهرنیو ځواکونو ته یې د وعید په توګه تر غوږ ورتیره کړه چې لږ وخت لا انتظار وکړي او ان شاء الله دسږ کال عملیات به دتیرو کلونو به نسبت په خورا پیچلو پوځي تکتیکونو او مؤثر حربي پلان سره دیرغلګرو به وړاندي ترسره کیږي.
خو نن ورځ چې د پلازمینې کابل په ګډون په ننګرهار، پکتیا او لوګر کې دسرښندونکو مجاهدینو له لورې کوم پراخ وسله وال بریدونه روان دي، فدايې مجاهدینو په داسې حال کې چې په سپکو او درنو وسلو سمبال دي، ددښمن مهمو پوځي او دولتي تاسیساتو کې سنګرونه نیولي ، دبرطانیې په سفارت کې دننه دخطر زنګونه ووهل شول، بهرني پوځیان په خپلو پټنځایونو کې دیره دي او کورنيو ګوډاګيانو په منډو منډو دښار ټولې کوڅې او واټونه ګام کړل، مطبوعاتي ارګانونه یې هک پک او اریان دریان او ویاندویان یې چې په نورمال حالت کې یې سوړو دنیا په سر اخستې وي، زبانګویې تړل شوې او د سکرین تر شاپټ دي ، نه یې دښه او نه دبد درک لګي، وزیر صاحب دفاع هم د وارخطایې له امله دخپل غوښن تن نیمه برخه بایللې او کرزي هم دارګ دننه لاس تر زنه ناست دي ................داټول دا په ډاګه کوي چې:
۱- مجاهدین رښتیا هم دنورو کلونو په پرتله پیاوړي او هوډمن بریښي او ان شاء الله عملیات به سږکال هم هم خورا هیښونکي وي.
۲- مجاهد صیب دتیرپه څیر په خپله خبره کې صادق وخوت او دادي په زبان حال یې خپلې دعوې ته د ثبوت جامه ورواغوسته .
۳- دبهرنیانو ویاند په خپله خبره کې لږ تلوار وکړ او افغانستان له موسم سره چندان بلدتیا نلري او نه یې هم اقلیمي مطالعه دومره بډایه ده .
۴- فدایې ډله ایزو بریدونو تکامل کړی او سږ کال به ددې په ځای چې په یوه ولایت کې ډله ایز بریدونه ترسره شي، په بیلابیلو ولایتونو کې په یوه وخت منظم فدایې بریدونه وي .
۵- د ګوډاګې ادار ې لپاره به سږ کال هم خورا ستونزمن او له ترخو ډک وي او خدای خبر چې بیا به دتاریخ پاڼې ته څه ډالۍ کړي؟
له دې سره سره چې بريدونه لا پای ته نه دي رسیدلي، لا هم دجګړې له ډګره دتکبیرونو نعرې پورته کیږي اوفدایې مجاهدین دخپلو ارمانونو په لورې یون کوي، نړیوالو ځواکونو، داخلی چارواکو او په ځانګړې توګه دناټو ویاند کوبسن ته تذکر ورکوو چې بیاهم له ورته تندریزو ګذارونو بې غمه نه کښیني، نني بریدونه د هغه څه پیلامه او دپسرلنیو عملیاتو څرک دي چې کوبسن ورته ډير لالهاند وو، او ورسره دا خبر مه هیروئ چې : دادپټي سر دي پټی ورسته سورور دي .