د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د چارواکو تشويش د طالبانو غبرګون او ډاډګېرنه غواړي

نظرمحمد مطمئن 15.04.2012 03:40

پاچا نادرخان چي د پکتيا دخلکو په مټ او مرسته د سقاو د زوی حبيب الله خان کلکاني څخه کابل ونيو، د ځان سره يې د هيواد د ساتني، پرمختګ او حکومت کولو کومه خاصه تګلاره مخکي له مخکي نه درلودله او نه يې هم په دي اړه د خپل واک په لنډ وخت کي فکر وکړ، هغه زموږ د هيواد او خلکو غوښتنو او دا ډول ددغه هيواد دروند کلتور ته هم ځانګړي توجه ونه کړه. همدا لامل وو چې تر څلورکلو او يوې  مياشت پاچاهي کولو وروسته  په داسي حال کي چي د نجات د لېسې فارغانو ته يې شهادتنامې ور کولې د يوه زده کوونکي له خوا چي عبدالخالق نومېدئ په توپنچه و ويشتل  او مړ شو.

د پاچا نادرخان وروسته يې زوی پاچا ظاهرخان په اتلس کلنۍ کې ددوی د کورنۍ له خوا څخه د پاچاهي په زرين تخت کينول شو، چې د پاچاهي او حکومت چاري په دغه وخت کې عملاُ د دده د تره شاه محمود خان له خوا څخه په مخ وړل کيدلي.

پاچا ظاهرخان اوږد عمر څلويښت کلونه په افغان ولس حکومت وکړ، د پاچاهي په ټول وخت کې يې د افغانانو د اسانتيا او ددغه هيواد د پرمختګ له پاره کوم د پام وړ کار ونه کړ. داسي ويل کيږي چې پاچا ظاهرخان او دده کورنۍ نه غوښتل چې افغانان د هوسا او ارام ژوند لرونکي واوسي، هغوی نه غوښتل چې هيواد پرمختګ وکړي. د پاچا د وخت په حکومت کې ډير پوه او هوښيار وزيران او د ادارو مشران وو، خو هغوی ته موقع نه ورکول کيدله چې د دوی له پوهي او وړتياوو څخه د افغان مظلوم ولس او هيواد په ګټه کار واخيستل شي. داسي هم ويل کيږي که به کوم پوه او مبتکر افغان پيداشو، د پاچا په وخت کې به د هغه د له منځه وړلو او يا هم له هيواده د شړلو هڅه کيدله. دپاچا او دده د وخت له وزيرانو، رئيسانو او د ادارو له مشرانو څخه د افغان ولس ګيله داده چې دوی په کارونو پوهيدل، علميت او پوهه ورسره وه، خو دهيواد او ولس له پاره يې کار ونه کړ، او ټول وخت يې افغان ولس په لوږه، غربت او ستونزمن حالت کې وساته.

سرداردمحمد داؤد خان چې د خپل اکا پر زوی پاچا ظاهرخان يې سپينه کودتا وکړه او واک ته ورسيد، د پاچا د وخت ډير پوه او مبتکر کسان يې پر دندو وګمارل، د هيواد او ولس له پاره يې د آبادي، هوسايې، رغوني او پرمختګ تګلاره غوره کړه، دخپل حکومت په ډير لنډ وخت (پنځه) کلونو کې يې دومره کارونه وکړل چې پاچا په څلويښت کلونو کې هم نه وو کړي، او که څلويښت کلونه يې نور هم تير کړي وای د داؤد خان پنځه کلن رغنيز او پرمختيايې کارونه به يې نه وای کړي.

د داؤد خان پنځه کلن پرمختيايې پلان چې دده د جمهوريت په وخت کې جوړ او ترتيب شو، نن ورځ  هم د عملي کيدو وړتيا لري او يو پرمختللي او دافغان ولس د ستونزو په نظرکې نيولو سره ځواب ويونکي پلان يې ګڼلای شو. هغه د برېښنا بندونه، فابريکي، د ښارونو او کورونو جوړلو د پروژو سربيره د خلکو په کار ګمارني له پاره هم رغنده پلان درلود.

چې کله هم زه د ملګرو ملتونو په ادارو کې په دندو ګمارل شوي تور پوستي ووينم د داؤد خان خبره مي راياد شي چې ويلي يې وو (تورپوستو ته دملګرو ملتونو په ادارو کې د کار کولو لپاره ويزه مه ورکوئ، هغوی نه پوهيږي، له نه پوهيدونکو څخه به موږ او زموږ هيواد هيڅ ګټه هم ترلاسه نه کړي).

د قطر هيواد چې نوي زيږدلي وو له داؤد خان څخه يې غوښتنه وکړه چې دغه هيواد په رسميت وپېژني، داؤد خان ورته ويلي وو چې زه هر کلی په رسميت نه شم پېژندلای. همهغه د داؤد خان خبره ده چې لاهم ترنن ورځي د قطرهيواد ځوروي او نه غواړي چې په افغانستان کې خپل سفارت خلاص کړي.

د داؤد خان ښو کارونو، د هيواد د پرمختګ او اساسي پلانو ترڅنګ هغه يو خطرناک او ناسم پلان په ناپوهي کې عملي کړ، او ددغه خطرناک او ناسم پلان مخنيوی يې په خپل وخت سره ونه کړ.

قدرت ته درسيدو او د اخوانيانو (مسلمانو) څخه د ويري له امله يې د کمونسټانو ملګرتيا او مرسته غوره کړه، ډيری پېژندل شوي کمونسټان يې د کابينې وزیران وټاکل، مهم او لوی رياستونه يې ورته وسپارل، په اردو او پوليسو کې يې په مهمو دندو وګمارل، په پوهنتونو او ليسو کې يې د اخوانيانو په خلاف د کمونسټانو مرسته او ملاتړ وکړ.

ډیر ناوخته داؤد خان پوه شو چې کمونسټانو دی دپاچا څخه د قدرت او واک اخستلو او د اخوانيانو په مقابل کې وکاراوو. او په اصل کې کمونسټان غواړي چې ځان واک او قدرت ته ورسوي.

داؤد خان دده د حکومت په وروستني وخت کي د کمونسټانو مشران او پېژندل شوي څيري يو په بل پسي په زندانو کې واچول، له دندو څخه يې دهغوی د شړلو او له مهمو چوکيو څخه د ليري کولو لړۍ پېل کړه.

له داؤد خان سره وخت او بخت ياري ونه کړه، د کمونسټانو له زندان څخه  يوه پاتي شوې مشر حفيظ الله آمين چې دده د نيولو له پاره هم عسکردده کورته ورغلل په ډیر مهارت او ځيرکتيا وتوانيد چې په کور کې ورسره د دوو محصلينو په مرسته چټک او کامياب پلان جوړ او عملي کړي.

دحفيظ الله آمين پلان د هيواد د جوړوني، هوسايې او پرمختيا پلان نه وو، هغه د داؤد خان د حکومت د نسکوريدو نظامي پلان وو، چې په سهار يې دده ملګرو عملي کړ، داؤد خان په خپل کور کې له خپلي ميرمني، لوڼو او زامنو سره د کمونسټانو له خوا څخه ووژل شول، د کمونسټانو مشران له زندان څخه خلاص او د خلق ديموکراتيک يو ناڅاپې او له وخت څخه مخکي نا سنجول شوی دولت د کابل راډیو څخه اعلان شو.

دا منو چې خلقيان ډیر زیات او پرچميان هم خپلي تګلاري او نظرياتو ته ژمن وو، هغوی د خپلي تګلاري دعملي کولو له پاره خپل پلار، ورور او نږدې خپلوان پدي ګناه ووژل چې ددوی له تګلاري او ايډیالوژی سره يې مخالفت کاوو. دا کمال هغو درلود او له دي څخه سترګي نه شو پټولای، هغوی د خپل انقلاب د ساتني او تګلاري د عملي کولو له پاره په کلکه وجنګيدل، په دي لاره کې يې ډیر څه دلاسه ورکړل، خو د  ولس او هيواد د هوسايې او پرمختګ له پاره هغوی هم کومه طرحه او پلان نه درلود، ځکه يو ناڅاپه او شرايطو د دوی انقلاب او حکومت له وخت څخه مخکې جوړ کړ. کومه خاصه برنامه او اساسي پلان يې د بيا رغاوني او حکومت کولو نه درلود.

ډيري تېروتني يې وکړي، دولس سره مخالفت او د ولس په دود او کلتور يې ملنډي پېل کړي. په ټولنه کې د منل شوو علماوو او روحانينو سپکاوی، ترټل، نيول او په شهادت رسول يې د کارونو په لومړيتوبونو کې راتلل.

 د کمونسټانو روس پلوه دولت (تره کی، حفیظ الله آمين، ببرک کارمل او ډاکټر نجيب) چې د شوروي اتحاد له لوري تغذيه کيدی د خپلي تګلاري او نظريې د عملي کولو له پاره د څوارلسو کلونو جنګ جګړو په موده کې پرته له دي چې يو نيم ميليون بې ګناه افغانان يې په شهادت ورسول، نږدې يو ميليون افغانان يې معيوب کړل، او تر لسو ميليونو زيات افغانان يې بې کوره او نورو هيوادوته مهاجر کړل بله لاسته راوړنه نه درلودله.

مجاهدين چې په مختلفو ډلو وېشل شوي وو، د ډاکټر نجيپ د حکومت په وروستو وختونو کې چې په زيات اټکل سره نړيوالو او افغانانو انګيرله چې مجاهدين به بريالی کيږي او اسلامي حکومت به جوړوي، په پېښور او اسلام آباد کې يې ګرمي او پرله پسي ناستي درلودلي، او يواځي د ډاکټرنجيب د حکومت د نسکوريدو او له منځه تلو خبري به يې کولي، هغوی د راتلونکی دولت په اړه بيا هم د تيرو حکومتونو په ډول کومه  خاصه او منل شوی طرحه او پلان نه درلود.

هري ډلي او ګوند د خپل ځان له پاره کار کاوو ، قدرت ته د رسيدو له پاره يې هڅي کولي، پر دي يې فکر نه کاوو چې کله هم د ډاکټر نجيب حکومت سقوط کوي، دوی کابل ته ننوځي هلته بايد څه وکړي او څه ډول نظام افغان ولس ته وړاندي کړي.

د مجاهدينو دناسمو تګلارو او يو منظم او منل شوي پلان د نه شتون له امله موږ ټول له څوارلس کلن کمونسټي نظام وروسته بيا هم د وژنو، نيولو، بې کوره کولو او ډول ډول وحشتونو او ظلمونو لیدونکي وو، چې دغه ډول کړني افغان ولس ته د زغملو وړ نه وي.

د مجاهدينو د خپلمنځي جګړو، ډول ډول ظلمونو، ناسمو کړنو له امله چې افغان ولس تر پوزي راغلی وو، د يوه داسي لاروي لاره يې څارله چې ګوندي دوی ته له دغه ناوړه حالت څخه د وتلو او خلاصون لاره وښئي.

طالبان چې د مدرسو زده کوونکي او په افغان جهاد کې يې برخه اخستي وه د افغان ولس غوښتنو ته لبيک ووایه او د کندهار په ميوند کې راښکاره چې د ولس او په کورناستو مجاهدينو په مرسته يې ډیر ژر د کابل په ګډون د هيواد په زياته برخه خاوره تسلط وموند.

طالبان چې له سياست او حکومت سره نابلده، مشران يې ډيری ځوانان او لږ تجربه وو، د جنګ او جګړو له امله د هيواد بيارغاوني او پرمختګ ته يې پاملرنه ونه کړه، ټول وخت يې په جنګ کې تيرشو، دولس غوښتنو او ستونزو ته يې لکه څه ډول چې لازم وو ځواب ونه ويلای شو، خو ولس د ټينګ آمنيت او اسلامي نظام د پلي کيدو له امله خوښ او ورسره ملاتړی وو.

له طالبانو ځکه ګيله کول په کار نه ده چې:

لومړی: هغوی ټول وخت په جنګ او جګړه کې وو، د بيا رغاوني او بنسټيزو کارونو ته چا پرې نه ښودل.

دوهم: د هيواد اقتصاد د انفلانسيون په حالت کې وو، او کله چې پرطالبانو د نړيوالو له خوا اقتصادي بنديزونه ولګيدل دغه حالت نور هم خراب شو.

درېيم: طالبان ولس او هيواد ته ژمن وو، خو د لږاو خامي سياسي او حکومتي تجربي درلودلو له امله يې ونه شوای کولای چې د افغان ولس او هيواد د هوسايې، ارامي او پرمختګ له پاره کار وکړي.

د ښاغلي کرزي حکومت چې لس کلونه يې پوره شول، د ټولي نړۍ او خاص ډول امريکا او غرب بشپړ ملاتړ لري، د ناټو يرغلګر پوځ يې مرسته کوي، د لسو کلونو په موده کې يې هیڅ د پام وړ بنسټیزه او رغنيزه پروژه (د اوبو لوی بندونه، د برېښنا بندونه، د ښه کيفيت لرونکي سړکونه، پوهنتونونه، د سمنټو او نوري فابريکي)  عملي نه کړه. د هيواد د پرمختګ او افغان ولس د هوسايې او پرمختګ له پاره کوم پلان او طرحه نه لري، د ښاغلي کرزي حکومت چې د امريکا او غرب له خوا تغذيه کيږي، د روس پلوه کمونسټي حکومتونو په ډول پرته له نيولو،ځورولو، وژنو، زنداني او بې کوره کولو بله د پام وړ لاسته راوړنه ونه لرله.

زموږ ګيله داده چې د ښاغلي کرزي د حکومت سره د امريکا او غرب ملاتړ، د ملګرو ملتونو مرسته، بې حسابه ډالر هيواد ته راغلل، له بهر څخه يې هغه افغانان راوستل چې په تيرو ټولو حکومتونو يې نيوکه درلودله چې د ولس او هيواد له پاره کار نه کوي، دغه له بهر څخه راوستلو کې داسي کسان هم وو چې په بهر کې د پوهنتونو استادان او يا هم په کابل پوهنتون کې پخواني استادان، سياسي او پېژندل شوي څيري پکښي وي، خو دغه له بهر څخه راغلي خلک او ډله، او دارنګه د کرزي په دولت کې لوړپوړي چارواکي دانه چې خپلي تګلاري او نظريې ته ژمن نه دي،  بلکه په اختلاس او فساد کې تر ککرۍ ککړ او لړلي دي.

د پاچا نادرخان له حکومت څخه راپېل بيا د طالبانو ترحکومت پوري د ښاغلي کرزي د حکومت په څير ناوړه، مزدور او غلام حکومت نه دی تير شوي، تر ټولو مخکې یادو شو حکومتونو څخه  بد او ناوړه دولت يې بللای شو.

له افغان ولس سره يوه پرځای او په مخکې وخت کې ليدل شوي ويره ده، د ډاکټر نجيب د حکومت له نسکوريدو وروسته په نيويمو کلونو کې د مجاهدينو لخوا خپل منځي جګړي، له ولس سره ناوړه چلند یوځل بيا په ذهنونو او دماغونوکې چکر وهي.

ناټو او د ناټو په مشري کې امريکا به ماتي وخوري، د کرزي حکومت به سقوط وکړي، د امريکا پرډالرو تغذيه کيدونکې او ولاړه اردو او پولیس به ددوی انجن (ګيډي) ته دتيلو (ډالرو) د نه رسيدو له امله حرکت له لاسه ورکړي.

طالبان (مجاهدين) به بریالي او حکومت به د دوی لاس ته ورشي، آيا بيا خو به د نيويمو کلونو ترخي او ناوړه پېښي نه تکراريږي؟ آيا بيا خو به د افغانانو خپل منځي جګړي نه پېل کيږي؟ آيا بيا خو به يو ډله افغانان بهر ملکونو ته په تللو نه مجبوريږي؟ آيا بيا خو به دخلکو غوږونه او پوزي نه پرې کيږي؟ آيا بيا خو د ښځو سيني په ژوندون په چړو نه پري کيږي؟ آيا بياخوبه په يو او بل (د کافر او مسلمان) نوم خلک نه وژل کيږي؟ آيا بيا خو د خلکو کورونه، شتمنۍ او جايدادونه نه چور کيږي؟ آيا بيا خو به شخصي او ځانګړي زندانونه د يو او بل د شکنجو او ربړولو له پاره نه جوړيږي؟ آيا بيا خو به ډلي او ګوندونه د همسايه هيوادونو د ګټوله پاره خپل وروڼه نه وژني؟ آيا بيا خو به د نورو هيوادو د ګټو او خپل هيواد د ورانيدو او ولس د وژلو له پاره نه استعماليږو؟ آيا بيا خو به هيواد د تجزيې او وېښ په لور نه وړل کيږي؟ آيا بيا خو به دلته نژادي، قومي او سيمېيز توپيرونه نه راپورته کيږي؟ او آيا بيا خو به د پوهني مرکزونه او علمي ځآيونه (مکتب، مدرسه او پوهنتون) د زده کوونکو پرمخ نه بنديږي؟ او بلآخبره بيا خو به د يوه ګوند او يوې ډلي اړوند دولت نه جوړيږي؟

هغه کسان چې اوس مهال د ښاغلي کرزي په دولت کې په لوړو او ټيټو چوکيو کار کوي، هغوی د خپل راتلونکي په اړه فکر کوي، او يو ډول مستقيم او یا غير مستقيم اطمنان او تضمين ته اړتيا لري. هغوي چې په اردو او پوليسو کې دي ورته ستونزه لري.

هغه افغانان چې په بهر کې له هيواده د باندي اوسيږي د طالبانو په اړه ناسم او لږ معلومات لري، دهغوی د تشویش ليرې کولو او سوالو ته ځوا ب ويل اړين دي.

او تر ټولو مهمه دا چې د مجاهدينو تجربه تکرار نه شي، که هرڅوک قدرت او واک ته رسيږي، اړينه ده چې له سمي او بشپړي حکومتي او سياسي طرحي او پلان سره کابل ته ننوځي تر څو د یادو شوو ويرو او ستونزو مخنيوی ؤشي.

پای