د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملي امنیت په خوله د څوافغاني رسنیو افشا کېد ل

ابو دانیال 12.04.2012 04:19

د (۱۳۹۱ ) لمریز کال د حمل په (۲۲مه)  نېټه د سه شنبې په ورځ  مې د (۸صبح ) نا دولتي ورځپاڼې په (۱۳۷۵ مه ) ګڼه کې د (( رسانه ها ییکه به نفع ایران وپاکستان کار می کنند )) ترسرلیک لاندې یو مطلب ولوست چې په کې لیکل شوي وو: (( لطف الله مشعل سخنګوی ادارهْ امنیت ملي ، نام رسانه هایی را افشأ کرد که ازسوی کشورهای ایران وپاکستان تمویل مې شوند .)) ښاغلي مشعل د ((انسجام رسانه ها درمسیرتأمین مصالح کشور)) په غونډه کې د رسنیو چارواکو ته دا سې ویلي : ((ځینې ورځپاڼې او تلوېزیونونه د ایران او پاکستان د هېوادونو له خوا تمویلېږي ، ځینې نورې یې بیا د پاکستان له خوا تمویلېږي ، او له هغوی نه خاصې برنامې اوپروګرامونه اخلي . چې د (انصاف) ورځپاڼه ، (تمدن) او ( نور) تلوېزیونونه د ایران ، او د (شمشاد) او (ژوندون) تلوېزیونونه د پاکستان له خوا تمویل او ملاتړ یې کېږي .)) مشعل زیاته کړې : ((هغه رسنۍ چې ایران ته کارکوي لکه د تمدن او نور تلوېزیونونه د انصاف تر ورځپاڼې پورې د ایران له حکومت څخه د افغانستان ضد تحلیلونو ، تبصرو او سیاسي برنامو اوخبرونو پروګرامونه ترلاسه کوي ، د ایران سیاستونو ته په افغانستان کې لمن وهي . د بهرنیو ځواکونو پرضد خلک هڅوي . درواغ وایي . او د افغانستان د ملي ګټو پر ضد یې د ایران په ګټه تبلیغات پیل کړي دي . کارکوونکي یې ایران ته ځي او راځي .))
(( په شمشاد تلوېزیون کې بیا (۱۲) تنه هغه پاکستانیان کار کوي چې ډېری یې نشراتي سیاستوال خلک دي . خو په ژوندون تلوېزیون کې بیا یو داسې پاکستانی کس کارکوي چې په پاکستان کې د یوه ځانګړي پاکستاني نشراتي ارګان مسؤل ؤ ، او له ( آی اس آی ) سره نږدې او ټینګې اړیکې لري . مشعل د ( خبر ګزاری فارس ، او پرس ټي وي ) نومونه هم واخیستل .)) خوتېره شپه بیا لطف الله مشعل د شمشا د تلوېزیون په وړاندې وویل چې : (( موږموثق ترین اسناد اوشواهد په لاس کې لرو چې د (سجا د) په نامه یو پاکستانی ژورنالېست تاسو په خپل تلوېزیون کې کښېنولی ؤ ، موږ لېرې او بندي کړ، او تاسو بېرته هلته په پېښور کې  په خپل دفتر کې مقررکړ .))
پرکابل نیوز باندې هم تور دﺉ چې پاکستان ته کار کوي .
په امریکا غږآشنا رادیو کې هم بېګا شپه د خبرو اترو په پروګرام کې دا خبره نطاق یاده کړه چې ځینې رسنۍ په افغانستان کې پردیوهېوادو ته کار کوي .
خو اصلي خبره داده چې په پاکستان او ایران کې ولې داسې  نشراتي ، صوتي او تصوږیري ارګانونه څوک نه شي موندلی چې په هغو هېوادو کې لږ تر لږه د افغانستان په ګټه کار وکړي . خو د افسوس خبره داده چې په افغانستان کې (۸۰۳)چاپي ، (۹۵) رادیو یي او (۳۶) تلوېزیوني شبکې د دولت د داسې چارواکو په ملاتړ فعالیت کوي  چې په خورا حساسو دولتي ارګانونو کې کار کوي . چې اکثره دغه رسنۍ په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه له همدغو چارواکو سره تړلې دي . او دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده چې دولت ولې په داسې حساسو ځایونو کې پرته له  سمې پېژندګلوۍ دغه ډول مشکوک چارواکي پر دندو ګومارلي دي چې همدا اوس له شلو استخباراتي اېجنسیو سره تړاو لري . او دغه اوسنۍ څېرې چې دولت رسوا کړې ، یواځې دا کفایت نه کوي ، بلکي دولت  ته په کار ده چې نورې داډول پټې څېرې هم ملت او نړیوالو ته رسوا کړي . ځکه دوی د بیان د آزادۍ حدود نه دي پېژندلي . که یې پېژندلي ، رعایت کړي یې نه دي . ملت ته پرته له سانسوره داسې فلمونه خپروي چې زموږ ځوان کول یواځې د بد اخلاقیو کاپۍ په خپلو ذهنونو کې ترې اخلي ، او سملاسي یې په تعلیمي ، دولتي ادارو او لارو کوڅو کې عملي کوي . دا په داسې حال کې ده چې رسنۍ باید د انساني قانون په چوکاټ کې دومره حد او سر حد ولري  چې نورو ته  یې په لاس او ژبه ضرر ونه رسېږي . د دیمو کراسۍ مانا هم دا نه ده چې  هر چا د هر چا په وړاندې هر څه وکړل ، او هر څه یې ور ته وویل ، نو دا به په اصطلاح دهغوی حق وي . خو که دېته د ویونکي فاعل حق وویل شي ، نو د مفعول یا هغه چا حق څه شو چې داسې نا د ودې ورته ویل شوي دي ؟ آیا حق یواځې پر یوه اړخ پورې تړلی وي ، که نه هر څوک پر خپل ځای د ځانګړیو او ټولنیزو حقوقو څښتن دﺉ؟ ځکه انسانان خو ټول خدایتعالی د عزت څښتنان پیدا کړي ، او خدای پاک په خپله هغوی ته د اشرف مخلوقات خطاب کړی . او هرمکلف انسان د عباداتو او معاملاتو په د واړو اړخونو کې په خپله خدای ور کړې علمي ، عقلي او حیأ یي وسه پړ دﺉ ، چې د نورو په وړاندې باید د تعقل څخه کار واخلي . په پوره انساني کرېکټر د نورو په وړاندې باید برخورد وکړي . ځکه عقل د انسان په وجود کې د وهم نبي دﺉ . او پرېکړې یې هم باید د تعقل پر بنسټ ولاړې وي . ترڅو په انساني معاملاتو کې یې له څارویو او نورو ځناورو سره توپیر وشي . خو که انسان له خپل انساني چوکاټ څخه کوم وتلی کار تر سره کړي ، نو بیا دغه ډول انسان ته خدای پاک د (اضل) یعنې ترحیوان بد تره کلمه کارولې ده . دا په داسې حال کې ده چې انسان باید خپل انساني اصول ، وجیبې او مسؤلیتونه  په پام کې وساتي ، اوعاقل او مکلف انسان د ومره هم بې عقل نه شي چې عمل یې تر څارویو هم آ خوا ور واوړي . ځکه انسان یو داسې آزاد او فاعل مختار مخلوق دﺉ چې تل یې په لاس او ژبه ګټه نورو ته ورسېږي ، نه داچې نور په لاس او ژبه جرح کړي . دا خو فطري خبره ده چې که چېرته په لاس او ژبه د بل چا جرح کولو ته اجازه ور کړ شوې وای ، نو د مجرم په وړاندې به د سزا او جزأ ور کولو متضادې کلمې هم انسان ته نه ور پېژندل کېدلې . له دېنه دا جوته شوه چې انسان  انسان ته پر خیر رسولو مکلف دﺉ ، نه د ضرر پر رسولو .
په افغانستان کې دا په سوونو ، او لسګونو چاپي ، غږیزې او تصویري رسنۍ  ددې د پاره دي چې خلکو ته عامه پوهاوی ور کړي . د ملت ، دولت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تفاهم یو پُل شي . ملت د ملي ګټو له پاره یو والي ته را وبولي . خپلمنځي شخړې ، بې ځایه تعصبونه او نفاق د خپلو ریښتینو تحلیلونو او تبصرو په مبتکرانه او ماهرانه منل شويو تمهیدي دلایلو سره له منځه یوسي . حکومت او ملت دواړو ته خپلې دندې او مسؤلیتونه ور په ګوته کړي . نه چې په خپلو رسنیو کې د خپل هېواد او خپل نظام پرضد د پردیو اېجنسیو اېجینتان د خپل ځان د تخریب د پاره پر دندو وګوماري .
که چېرې رسنۍ د خپل هېواد ، خپلو هېواد والو اوخپل نظام پرضد د داسې کینه کښو ګاونډ یانو له جاسوسي شبکو سره د څو روپیو په بدل کې خپلې پټې ملي ضد یارانې او پردي استخباراتي جاسوسان ساتي چې هغوی په افغانستان کې خپل ستراتیژیک عمقونه لتوي ، حکومتي مسؤل چارواکي خپله د خپل هېواد او هېواد والو په وړاندې مسؤل دي چې د داسې  ملي ضد رسنیو مخه ونیسي ، ویې تړي او اړوندو چلوونکو، کورنیواو پردیوجاسوسانو ته یې د قانون له مخې د نورو هېوادونو په څېر سزا ورکړي . ځکه که په نورو هېوادو ، یا خپله پاکستا ن اوایران کې پرچا باندې دغه ډول ملي جرم ثابت شي ، بندي څه چې ژوندی به یې هم پرې نه ږدي . نو په افغانستان کې ولې خپلې پښې په خپله په تېشه باندې وهي .
خو له دېنه هم سترګې نه شو پټولی چې ددغو رسنیو تر شا هغه کورني او بهرني لاسونه هم شته  چې  همدا اوس د افغانستان واک تر لاسه کولو ته تږي او وږي په دولت کې د ننه او د باندې په اپوزیسیون کې ناست دي ، له پاکستان روسیې او ایران سره اړیکې ساتي ، د نظام په ړنګولو کې له هغوی څخه مشورې اخلي ، په مستقیمه اوغیر مستقیمه توګه له هرې خوا ځانونه تمویلوي ، او شپه ورځ یې د ژر چپه کېدو او سقوط پلانونه جوړوي . که حکومت یې مخه ونه نیسي ، ددوی د واک دغه لکړه به هم ډېره ژر د همدغو موریانو خوراک شي .