د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژباړه لنډه کيسه

محمدسرور وکيلي 07.04.2012 20:06

ژباړه:
لنډه کيسه
دعیسی علیه السلام تښته د یو احمق څخه.
دغه کیسه مولا نا جلال الدین بلخي په خپل مثنوي معنوي کي کړې ده.
عیسی ابن مریم (ع) یوه ورځ دغره خواته په ډېر چټکۍ سره په منډه څغاست؛ تا به ویل،چي کوم یو ځنګلي غښتلی ژوی ور پسي ځغلي او دی له ویري د غره خواته منډه وهي. یو سړي وليد،چي عیسی روح الله، په ډير چالاکۍ سره دغره لور ته ځغلي؛ دې سړي چي ولید، چي عیسی (ع) دغره لور ته په ډېر ژرتیا سره ځغلي ده هم منډه پسي وکړه. کله چي ور نږدې سو نو ځني وې پوښتل: ای مسيحا ولي په دې تېزۍ ځغلې؟ ستا پسې خو هیڅ څوک نسته، چي ته دهغه له ډاره و تښتې؛ حضرت عیسی (ع) ځواب ور نه کړو. خو بیا يې ځني و پوښتل، چي د خدای لپاره یو وار ودرېږه! څه خبره ده، چي ته داسي په تلوار ځغلې؟ ده په پای کي ځواب ورکړو او ورته یې وویل: پرې مي ږده! زه د یو احمق څخه تښتم. دا سړي ورته وویل: ای عیسی روح الله! ته ناروغان جوړه وي ته ړندیان بینا کوې مړي ژوندي کوې نو ته د هیچا څخه باید وېره ونه لرې! عیسی علی نبینا ورته وویل بې له شکه چي الله جل علی شانه هو ماته دغه ځواک راکړی دی. ماچي به پر هر شي اسم اعظم و وایه کوڼ به شنوا سو، ړوند به بینا سو، ناروغ به جوړ سو، مړی به ژوندی سو او که به مي پر غره ووایه غر به سوری او و به رژېدی. خو کله چي ‏مي پر احمق ووایه هیڅ اغېزه یې پر ونه کړه. دا سړي بیا و پوښتل: دا څه تاثیر دی، چي هلته یې سوده ډېره او دلته یې هیڅ اغېزه نسته؟ داهم رنځ دی او هغه هم رنځ؛ خو و دغه رنځ ته درمل سو او وهغه ته درمل نه سو. دا ولي؟حضرت عیسی (ع) ورته وویل: د احمقۍ رنځ قهر د خدا دی؛ د ناروغۍ رنځ خاص ابتلا (ازمایښت) ده. د ابتلا ناروغي رحم راولي او خوږ جوړه وي. احمقي رنځ دی، چي جوړښت نه لري.
نو مولا نا وایي:
له احمقه تښته څرنګه چي عیسی (ع) و تښتېد! خبري له احمق سره ناسمتیا راولي. اوبه لږ لږ هوا په بخار له منځه وړي او دغه رنګه احمق هم په کرارۍ سره له تاسو نه ښه غلا کوي. احمق دمیني ګرمي درنه اخلي سړتیا راولي، نرمي اخلي سختیا راولي. دعیسي (ع) تېښته له ویري نه وه بلکه یوازي یو ښوول او تعلیم وو.
لیکونکی محمد سرور وکیلي