د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مبارکۍ پيغام

حبيب الله غمخور 05.04.2012 15:51

موږ ټولوافغانانوته زيات گران اودقدروړ زيار صاحب !

دخواږه ژونداوله علمی،ادبي برکتونوډک عمر پنځه اويام پسرلی پيل مو مبارک اونېکمرغه !

په لندن کې د هېواد د نامتو پوه ، د پښتو ادب استاد ، د پښتو ژبې بر لاسي څيړونکي او په پوهنيز ادبي ډګر کي د بېساري ليکوال   دپوهاندډاکتر مجاور احمد زيار د پنځه اويايمې کاليزې دغونډې رابلونکو اوسمبالونکوته ددې نيک اوپرځاي کارله کبله  د زړه له کومي مننه څرگندوم  .

ديوشمېر کارستونزو له کبله نسم کولاي ستاسو سره پدغه درنه او پوهنيزه غونډه کي له نږدې برخه واخلم ،خوروحأ ځان ستاسوسره په معنوي لحاظ پدغه ښکلې اودرنه  غونډه کښي  شريک گڼم .

اجاز راکړۍ  ددغه پيغام په وسيله چي زموږ دافغاني او وطني ميني، احساس او ارزوگانو در رسوونکۍ دۍ  ستاسوددې درنې غونډي ميلمه پياوړی ،پېژندل شوی او ټولوافغانانوته گران هڅاند اونه ستړي کېدونکي ليکوال اودپښتوژبې پوهنيز څېړونکي پوهاند زيار صاحب ته په افغاني مينه اودرناوي سره ددوي دژوند دپنځه اويايم پسرلی  دپيل اوپه علمي ډگرکې دنه هېرېدونکوبرياولاسته راغلو وياړنوپه مناسبت  دزړه له کومې مبارکی اونېکې هيلي وړاندي کوم.

پر ځای يې بولم چې تر هر څه وړاندي د هېواد ټولو هغو فرهنګي مرکزونو،ټولنو اوعلمي شخصیتونوڅخه دکور ودانی په ويلوسره مننه وکړم کوم چې له هېواد نه بهريې د مهاجرت او پردېسۍ له ګڼو ستونزوکړاو نوسره  دخپل هېوادديووتلي اونوميالي ژبپوه ،اديب، شاعر، ليکوال، ژباړن، ژورناليست  پوهاندډاکترمجاوراحمد زيار دپنځه اويايم پسرلی دپيل په وياړ پدې درنه غونډه کښي په خپل گډون ددي پياوړي عالم دنږدې پنځه  پنځوسوکلونودعلمي اوفرهنگی چوپړ ستاينه کوي .

په بهرکښې د دغه شان علمي اوڅېړنيزوغونډوجوړېدل اودخپلووياړلوشخصيتونودعلمي اوفرهنگی کارنامو یاد ژوندی ساتل اودهغوي دآثاروخپرول دهيواددراتلونکي نسل اوعلمی پانگې دژوندی ساتلولپاره ارزښتمن تاثير لري .

په ځانگړې توگه دداسي يوه عالم چي دخپل عمر زياته برخه ئي دپښتو ژبې پياوړتيااوژوندی ساتلوته وقف کړې درناوی دهر افغان ملي اوانساني دنده بلل کيږي .موږ ټول دښاغلي زيار صاحب په علمی او ادبی چوپړ وياړواودخپل هيوادځوان نسل ته دنوموړي ژب پوه اوڅېړونکي په اثاروباندي دپوهاوی مشور ه ورکوو.

له ګران هيوادافغانستان  نه  بهر دغه شان یوه علمي اوهېوادپلونکی هڅی اوغونډي وجوړول د ستاینې او قدر وړګام دی چې دا دی یوه غوره بېلګه یې ستاسو په نوښت داجوړېدونکې غونډه ده . پدې پوره باورلرو چي ستاسوددې درنې اوعلمې غونډي مقالې اوليکنې به زموږ دځوان نسل اونوروڅېړونکولپاره په زړه پوري  علمی او ادبي سرچنې وي .

په پيغام کښي  دښاغلي زيارصاحب دعلمي اوادبي چوپړپه هکله مفصل ليکل ناشونی کاردی ،په لنډه توگه دومره ويلاي  شم چي پوهاند زيارنه يوازي پښتو ژبې پراختيا،ادبی هڅواوشاعری په برخه کښي لازم کارونه سرته رسولي بلکې ديوشمير هغوليکوالواثاریې هم څېړلې اوهغوي ئې رسواکړي کوموچي زموږ دهيوادتاريخ ئې دخپلوکرغېړنواوله تعصبونوډکو موخولپاره په غلطه بڼه تعبيرکړی .

پوهاندزيار په خپل علمي زيار اوهاندوتوانيد چي پښتوژبه له هره پلوه دغلطيواوتيروتنو څخه وژغوري،ترڅوپښتو هم لکه نوري ژوندی ژبې داوسني عصردميډيا،پوهنيزوتعليمي اوتحصيلي مؤسسودعلمي اوفرهنگی څيړنواواستعمال جوگه شي . کله چي موږدپښتوژبې دغښتلتيا خبره کوونو، هرومروبه مودښاغلی زيار نوم خولي ته راځی .

 دښاغلي زيار صاحب هر علمي اثرخپل ځاي اومقام لري اوهريويې پرخپل وخت هغوسوالوته ځواب دی چي بې ځوابه پاته وه.

دښاغلي زيارصاحب هر علمی ،څړنيز اثراوليکنه دقدروړاوپر خپل وخت ئي دژب پوهنې اوپښتو ژبې دپياوړتياپه ډگر کښي مهم رول لوبولی خوزه ئي ديوه مشورعلمي ،څېړنيز اوتاريخي اثر ((دپښتنو تاريخ دژبپوهنې په رڼا کې))يادونه کوم په کوم کښي چې ليکوال  په علمي دلايلواواسنادوښودلې  چې پښتانه داسيا په زړه کې هغه پخوانۍولس دی چې تل په سيمه کښې دلويو لوبو اوتار يخې خوځښتو نو دوياړلي اتل اولوبغاړی په توگه پاتې شوی دی .

زيار صاحب ډير علمې اوڅېړنيزاثار ليکلي اوله نوروژبويي پښتوته ژباړلي دي، هغه ديوبادرده افغان په توگه دري ژبه هم له پامه نده غورځولې په هغه ژبه يې هم زياتي ليکنې کړې دي . په دواړوژبودليکل شو کتانونو،رسالو اومقالوشمير ترزرگونوپوري رسېږي  .

څرنگه چي دهرعلمي اوفرهنګي شخصیت د کار او ژوندد ټولو اړخونو راسپړل یوستونزمن کار دی،بياهم موږ  پدې ډاډه اوباوری يو چي ستاسوپدغه راروانه علمي غونډه کښې به راغونډشوی  ليکوال، څيړونکی او پوهانودښاغلی پوهاند زياردعلمي چوپړ اودهغه دارزښتونو په هکله هراړخيزه څيړنيزې مقالې اوليکنې دغونډي برخه والوته وړاندي کړي ،او پدي توگه به د زيار صاحب د کار او ژوند په بېلا بېلوبرخو اواړخونونو رڼا واچوي . 

زموږ ډيره گيله داده چي متاسفانه زموږ دولتی چارواکي اودعلومواکاډمي ،اونورعالي تحصيلاتومشرتابه دخپلو ژونديوعلمی شخصيتونوله درناوي اوهڅونې نه ډډه کوي اوټول فکرئي هغوچاروته دی کوم چي يوازي دويته گټه رسولاي سي .

اړينه خوداوه چي ددې علمی شخصيت پنځه اويايم پسرلي دپيل له امله دافغانستان په پلازمېنه کابل کښي درنه غوډه جوړه سوې واي اوزموږ دې له هوادنه مسافر عالم ته پدې غونډه کښي دگډون بلنه ورکۓړه سوې واي .

په سويډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنگی مرکز،ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره دپښتوژبي دادب او فرهنګ دعلمي سمسو رتيا په لارکې  دپوهاندزياراوعلمی هڅولاسته راغني،ونډه اومقام  زموږ دهيوادپه اوسنی اوراتلونکې علمي اوادبي ډگرکښي دلوي ارزښت لرونکی بولي اودقدرپه سترگه ورته گوری .  

په آخرکښي يوځل بيا ددې علمي اوتاريخي غونډي ټولو برخه والو ته دکور وداني په ويلوسره، دلوي خداي له درباره نه  دغونډي په کارکښي  دلازياتو برياليتوبونوهيله کوو. اودهيوادپېژندل شوی علمي اوفرهنگی شخصيت ښاغلی پوهاندډاکترزيار ته داوږد،خواږه اوله روغتياسره يوځاي نېکمرغه ژوندددوام اوغښتلي قلم دچلېدوغوښتنه کوو.

موږ يوځل بياهم ددغه هڅاند او نوښتګر پوهاند ژونددپنځه اويايم  پسرلی دنيکمرغه پيل په منابست دمبارکيو په ويلواوگېډۍ ،گېډۍ گلونوپه وړاندي کولوسره هغه ته په علمي ډگرکښې دلازياتوبرياو هليه کوو.