د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پـوهـاند زیار او لغـت سازي

ډاکتر رحمت ربی زیرکیار 05.04.2012 03:51

Prof. Zyar and Neologism

له لغـت سازۍ نه مې مــطلب «نـیو لـوجــيزم» دی چې د پوهاند مجاور احمد زیار دوهم تخلص ورنه جوړ شودی
Neologism in English; sprachliche Neubildung or Sprachneuerung in German
د دې لــپاره چې د یـوې پیــچلې موضوع د څیـړنې تـنـسته را لـڼـډه کړم، زه به ستاسې سره خپلې دوه لڼـډې پیـښې او د یــوه افــریقایي هــیواد ژبـنئ تجــربه شــریکې کــړم:  (۱)  نږدې شل کلونه وړاندې، ماتـــه ډاکتر انوارالحـق احـــدي چــې پــلار یــې قاضي و، په تلــفون کې خــپله یــوه کیسه وکړه، پــه دې ډول: انوارالحق په ځوانۍ کې  د لــومــړي ځل لپاره پــه کابـل کې د «کـمونیستي مانیـفیست» ټکــی اوریــدلی و، خو په مانا یې نه پوهــیده. ځوان انوارالحق دیته اړشو چې د خپل قــاضي پلار په کتابتون کې په یو پخواني  مشهور دیني قاموس کې د کمیونیستـي مانـیفیـست هم مانا ټـکی یا تشریح ولـټوي. خو د هــغه کلکې هڅـې کومه ګـټـه و نــه کـړه. دا پــیښه په  خوارکـي افغــانستان کې نه یواځې  ټولنیز- سیاسي ارزښــت لري، بلکې ژبنــئ څـڼـډه یې هم پا م  وړ ده! (۲) نږدې یو کال وړانـدې، زموږ څو تنو پښتنو په منځ کې یوه بریښنایـیزه لـڼـډ مهاله مرکه جوړه شــوه چې په انـــګریزي ژبه کې د «ایـنفـورمیشن سـوسایټـي» لپاره په پښتو ژبه کې کوم مناسب اڼـډول راوباســو
Information Society
 دلــته مــوږ هــم د ځـوان انــوارلحــق پـــه شــان د مشــکل ســره مخــامخ شــوو. ګمان کوم چې  ښـوواند ســعـد الــدیــن شپــون ورتــه «مــعــلومات ټولــنه» ویــلې وه. پوهــانــد زیار «پــوه ټـولــنه» نومــولی وه. ما زیرکیار ورزیاته کـړه چې کـه د «ایـنـفـورمــیشن سوسایــټـي» پــه ځـای د «نالـیج سوسایـټـي» نــوم وکارول شي، « پـوه ټــولـنــه» بــه یــې روغ هـــم مانا ټـــکی  وي
Knowledge Society
 ما ورتـــه په ایمــیل کې داسې دلیل وړانــدې کــړ چې: په اوسنئ ټولنه کې «معلومات ټولنه» ارت او ژور  ډکون (محــتوا) نه لري. خـو «نالیج سوسایټـي» یانې «پـوه ټـولـنه» ارت او ژور ډکون لري ځکه چې په پـوه ټـولـنه کې سر بـیره په مشخصه  پوهه (معــلوماتو)، نظري پـوهه (تـیوریـتـیکل نالـیج) هـم  راځي او له دې امله په یونیسکو کې د معــلومات ټولې په ځای پـوه ټـولنه (نالـیج سوسایټـي)  کارول کیـږي. نږدې يوه ګيـنټه وروسته د پواند زیار ایــمیل په دې جمله راورسـید: « نـښه دې بیا وویشـتله!» (۳)په ســومالـیا کې چې سومــالي ژبه په ۱۹۷۲ زیـــیز کــې رسمــي ژبـــه شــوه ،پـــه غـــټـه کچــه یـې لــه لغـت ســازۍ (نــیولـوجـیــزم) نه کار واخـیست د دې لــپاره چــې د حکومت او پــوهـنې په چارو کې نیمګــړتـــیاوې پــوره کــړی شـي.
هر څــومره چې پوهـه او د پوهـې استعمال (تخنیک) پرمختـګ کوي، هغــومره لغـت سازۍ ته اړتــیا لیدل کیـږي. پــریـږدئ چې هـر څوک د خــپلې چار پوهــنې په ډګر کې ګامونه واخلي!  ګوندې ما په دې لـڼـډه  وینا سره د مشر ورور پوهاند زیار د ۷۵ کلن کیدنې د تلـین (لندن، ۵ اپریل ۲۰۱۲)   درناوی کړی وي. ژوندی دې وي پـوهـنه او تل دې وی بحثونه.