د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پسرلي سندره ( د حمید ماشوخیل پر غزل مخمس )

عبدالباري جهاني 03.04.2012 18:44

خط پر مخ د صنم راغی که سپوږمۍ شوه په هاله کي
دا یې غاښ په خوله کي زیب کا که ژاله شوه په لاله کي
خط مي راغی له هیواده پسرلی دی په کهاله کي
شبنم بیا زڼي شیندلي په نارنج او په لاله کي
له آمو تر هریروده غوړیدلي دي ګلونه
سخي وریځو له اسمانه ښکلي کړي دي تور غرونه
سرو او سپینو ژیړو ګلو رنګولي دي دښتونه
بادام ګل دی انار ګل دی په نازیږي شنه باغونه
مڼه ګل دی بیا ټومبلی د وردګو په شمله کي
شبنم بیا زڼي شیندلي په نارنج او په لاله کي
بیا راغلي دي سیلونه د پردیسو توتکیو
له آذان سره پاڅیږي اوازونه د مرغیو
نغمې وایی د سپرلیو موسم تیر سو د سیلیو
سور پیدا سو په شپیلۍ کي د کیږدیو د شپونکیو
شرنګ بدل سو په نغمه کي رنګ پیدا سو په پیاله کي
شبنم بیا زڼي شیندلي په نارنج او په لاله کی
مبارک دي سه هیواده همیشه دي دا بهار وي
تل تر تله تازه اوسې تل دي ستا غرونه سینګار وي
پر بچیو دي اختر وي جنازې دي د اغیار وي
ستا انګړ دي تل جنت وي دښمنان دي خوارو زار وي
ستا له نومه دي لړزیږي ستا غلیم په بنګله کي
شبنم زڼي وي شیندلي په نارنج  او په لاله کي
مبارک دي سه هیواده دا لمبې د ماښامونو
دا کیږدۍ د میړنیو دا نکلونه د نیکونو
دا زلمي زلمي پوځونه دا مستۍ د اتڼونو
دا لاړونه د ګلونو دا باغونه د عطرونو
چي بازار د مشکو مات کي د ختن تندی خوله کي
شبنم بیا زڼي شیندلي په نارنج او په لاله کي
د هغې ورځي په هیله چي بیا موږ یو بیا هیواد وي
هزاره، پښتون، تاجیک وي پر یوه مېنه آباد وي
یو تربل سره جاریږي په سمسور وطن کي ښاد وي
له آمو تر مست هیلمنده یو ټبر لکه پولاد وي
لکه وروڼه سره خپل وي په خوښۍ او په ناله کي
شبنم زڼي وي شیندلي په نارنج او په لاله کي
سېل روان لکه ښامار وي د دښتونو پر لمنو
غرغړې وهي بهیږي څپې مستي د رودونو
ټول وطن چمن چمن وي له ښارونو تر سیندونو
سره لالونه یې را باسو له تپو له جګو غرونو
د غلیم پر زړه به غشي د غضب ور حواله کي
شبنم زڼي وي شیندلي په نارنج او په لاله کي
یوه ورځ به اولسونه د ورورۍ سندري وایی
پسرلی به وي د ټولو یو د بل کلي به ستایی
ټول دښتونه به یې خپل وي شپون به خپلي رمې پیایی
د کنړ سیند به بهیږي د کیسو کاروان به بیایی
یکه زار به را رسیږي څوک به ناست وي په جاله کي
شبنم زڼي وي شیندلي په نارنج او په لاله کي
له سپیرو خاورو سي پورته زما اولس په زړه غښتلی
چي روان سي په کاروان کي په سیالانو کي ښاغلی
څوک یې سر وهي په توره چا یې کور وي سوځولی
خدایه ته یې نګهبان سې ستا کرم ته مي سپارلی
نه اسلام یی سو خواخوږی نه هندو په بنګاله کي
شبنم زڼي دي شیندلي په نارنج او په لاله کي
هغه ورځ به را رسیږي چي مو وار وي د سپرلیو
زما خوبونه ریشتیا کیږي دا به کور وي د خوښیو
غبرګوي به مستي زرکي ترانې زموږ د ښادیو
د ښایستو پیغلوټو وراوي اتڼونه د زلمیو
مځکه فرش په ارغوان وي پاس سپوږمۍ وي په هاله کي
شبنم زڼي وي شیندلي په نارنج او په لاله  کي
خط مي راغی له هیواده پسرلی دی په کهاله کی
شبنم زڼي دي شیندلي په نارنج او په لاله کي
۲۰۱۲ـ اپریل ۲                 ویرجینیا