د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دبهرنيانو وتل دکورنۍ جگړې پيل دی

حبيب الله غمخور 01.04.2012 20:44

پدې ورستيوکښي دامريکا اونوروبهرنيوهيوادونود لوړپوړوچارواکواومشرتابه له ځينوڅرگندونواوگډو وډو وعدواويوه اونۍ وړاندي ((د بحران نړيوالي ډلې )) دورستي خپاره سوی رپوټ ځينې برخونه له ورايه داسي نښې نښانې ليدل کيږې چي بهرنيان دپښې سپکولوبهانې جوړوي .

يوبله روښانه بېلگه ئي دمارچ پردوهمه د امريکاد ولسمشرۍ لپاره دجمهوري غوښتونکو يوه کانديد(نيوت ګېنګر يچ) خپلو پلويانو ته وينا ده،چې دهغې ويناپه يوه برخه کښي وايي (( حامد کرزی بايد په افغانستان کې د افغان سرتېرو له خوا د شپږو امريکايي سرتېرو د وژنې له امله بښنه وغواړي او که دا کار ونه کړي نو امريکايي سرتېري دې سمدستي له افغانستان څخه راوايستل شي، بيا دې نو افغانستان خپله خواري کوي چې څنګه ژوندی پاتې کېږي .))

ډيره جالبه دامريکا گوندي هيواد يوشخص چي غواړي راتلونکی ولسمشرشي ،ديوه شخص داکه جمهوررئيس هم  وي په بخښنه غوښتنې اويا نه غوښتې بايد امريکادافغانستان دعام ولس اوددې هيوادراتلونکي برخليک په هکله خپل دريز ټاکي . 

سره له دې چې دامريکادمشرتابه په تکراردايوه خبره کړې چې د واشنګټن دستراتيژۍ اساسي ټکى دادى،تر شا داسې يو افغانستان پرېږدي چې دځان ساتنې کافي وړتيا ولري . . . .

دادی دمارچ پر ۲۶ مه دبهران نړيواله  ډله په خپل خپاره سوي رپوټ کښي ليکي : ((که په افغانستان کې روغه جوړه کېږي یا نه کېږي لوېدیځ غواړي چې له افغانستانه پوځیان وباسي اوداسي نه ښکاري چې دخبرو له لارې دې دوامداره سوله راشي.))

دې ډلې داهم ویلي : که له طالبانو سره جوړجاړی نتیجه ورکړي، ښايي د شمال ايتلاف، حزب اسلامي او نورومهمو ډلوله عکس العمل سره مخامخ شي.دکرزي پرحکومت مسلطې ډلې نه غواړي چې له طالبانو سره روغه جوړه وشي . د نړیوالو بحرانونو ډلې دامنلې اوویلي،له افغانستانه د نړیوالوځواکونو له وتلو وروسته، ټولې نښې نښانې ښيي چې سیاسي نظم به ګډوډ شي او کورنۍ جګړه به ونښلي.

ترټولو ددې سازمان داڅرگندونه چي وايي :ددنړیوالې ټولنې لپاره تر ټولو مهم لومړیتوب دا دی چې له افغانستان څخه ووځي. دوی ته مهمه نه ده چې له افغانستانه کامیاب او که ناکام وځي،حيرانونکې ده چي ولې نړيواله ټولنه دومره لنډ فکرکوي ؟

دبهران دنړيوالي ډلې له  وروستۍ څرگندونونه داسي ښکاري چي روانه پروسه ناکامه ،دولتي اداره نېمگړې اودسولي پروسه دناخوالواونيمگړتياووسره پرمخ بيول کيږي چي پايلي ئي گټوري نه برېښې .زه ددې ډلې دڅرگندونوپر ټولوبرخو بحث نه کوم يوازي دامسله چي دوي وايي : ((که په افغانستان کې روغه جوړه کېږي یا نه کېږي لوېدیځ غواړي چې له افغانستان نه پوځیان وباسي . . .)) راته جالبه ده چي ولي امريکااونړيواله ټولنه يوځل بياپخوانۍ ترخه خاطره له نظره غورځوي؟

پدې موږ هم پوهېږ و،هغه چي پدې دولتي جوړښت اودولتي فسادکښي گټې لري اودبهرنيو پانگي اچونې اندازه ئي په ميليارډوډالره حسابيږي ،طبعی ده چي په يوه منلي پراخ بنسټه اوپردموکراتيکو اوصولوولاړ دولت کښي ددوي ټولي گټې اوحوسونه په اوبوکښي لاهوکيږي ،بايددوي دهرډول سولي اوپخلاينې له پروسې سره په مختليفونومونو اوبهانو مخالفت وکړي اوهغه دعاموخلکوخبره دسولي،عدالت اودموکراسی په وړاندي پاټکونه جوړ کړي .

دغه دولتي چارواکي اوپه دوي پوري مربوطی کړۍ چي اوس په ټولنه اودولت کشي دټولوناخوالو لاملين شمېرل کيږي دايوه لسيزه دافغان ولس دارادې خلاف دهمدي نړيوالي ټولنې اوامريکاترحمايي لاندي دي . ځکه خودوي ونسوه کولاي اويائي هم نه غوښتل ملت ته کاروکړي،ددوي موخه داوه اونن هم داده چي دځان اوخپل چاپېريال اوسنۍ اوراتلونکي اقتصادي اوسياسي گټې وساتي .

په همدې پيمانه چې موږ نورملامت بولو،پدې ملامتۍ کښي ښاغلی کرزی صاحب او اړوندان ئي هم کمه ونډه نلري . متاسفانه دهغه مصلحتی دولتداري اوپه فسادککړونه ملاتړ نه يوازي ددې لامل سوی چي ددولت اوملت ترمنځ واټن زيات سی بلکي په خپلو لاسونو،نېمگړي سياست اوناکامه ديپلوماسۍ ئي زموږ دهيوادهرڅه هغوگاونډيانوته تسليم کړې کوم چي دلسيزوراپدې خوائې زموږ دولس سره کلکي دښمنۍ ته ملاتړلې او زموږ هيواد دهغوي دسياسي، اقتصادي،

فرهنگی اوپوځی لوبوميدان گرځېدلی .دوي دامريکاسره خپله دښمني ياامتيازونه ترلاسه کولو پروسه  دافغان ولس دسرپه قيمت پر مخ وړي.

ځکه  خوازموږ گاونډيان په ځانگرې توگه پاکستان او ايران دخپل افغان دښمنه سيا ست نه لاس نه اخلې .

دبېلگې په توگه :

په دي وروستیوکی دایران حکومت دافغانستان په دننه کی خپلو هڅو اوکوښښونوته له خپلو پخوانيو امکاناتونه په استفادې سره زور ورکړی،ترڅو يوشمېر افغان سیاست وال اوحکومتي چارواکي دې ته وهڅوي چي ووايي له امریکا یانو سره اوږد مهال ستراتېژيک تړون ددغه هیوادپه ګټه نه دی .

ایرانی چارواکو له دی سره سره چی  دافغانستان له مخالفو وسلوالو ډلواوپه دولت کښي دننه په اصطلاح اپوزيسيون  سره اړیکي لري، همدارنګه ئې پرډله ايزورسنیو باندي دتثير ښندلوپه مخوه دهغوي له مختلفو څانګوسره خپلي مالي او مادي مرستی زیاتي کړې دي .دژبنې اومذهبي نږدېوالي په پلمه دکلتوري يرغل اوسياسي لاسوهنې سترلامل گرځي .

دایران حکومت خپلو موخوته رسېدوپه خاطر زموږ په   هیواد کي دامریکایانو اونوروبهرنيانوپه خلاف خپلي هڅي لانوری ګړندی کړی دي ،چي ښه بېلگه ئي دايراني چارواکوداوروستۍ  څرگندونې دي .

دبېلگې په توگه دروان کال دمارچ پر ۲۶ احمدي نژاد ،د تاجکستان په مرکز دوشنبې ښار کې د افغانستان په شمول د سیمې دڅو هیوادونوپه ګډ کنفرانس کې وویل:«په افغانستان کې دټولو ستونزواولانجوعلت په افغانستان کې د ناټو ځواکونو په تېره بیا د امریکايي ځواکونو موجودیت دی.»

احمدي نژاد وړاندي وايي، ناټو او امریکا باید مخکې تر دې چې وخت تېر شي خپله پالیسي بدله کړي او ژر تر ژره له افغانستانه ووځي، د دوی له وتلو سره به د افغانستان ستونزې حل شي . تاند ويب پاڼه

همدا ډول دمارچ پر ۱۸ د ایران د سپاه پاسداران جګپوړي چارواکي جنرال سيعد مسعود جزايري څرگندونې چي وايي :

((دافغانستان د بګرام په زندان کې د قران سوځونې او په کندهار کې د ۱۶ ملکي وګړو له پيښې وروسته بايد امريکايان د افغانانو د "غچ" مزه وڅکي. د افغانستان خلک د دۀ په وينا د امريکايي ښکيلاګرو د ناقانونه شتون له وجې ستړي شوي دي او دا يې حق دی چې د مقاومت او تاوتريخوالي په زور دغه ښکيلاګر لښکر له خپلې خاورې وباسي.))

جنرال جزایري وویل:« امریکایان باید په دې پوی شي چې افغان ملت د غاصبانو په غیرقانوني حضور ستومانه شوی دی او دا د دوی حق دی چې له خپلې خاورې څخه د اشغالګرو د شړلو لپاره له زور او جنګي عملیاتو کار واخلي.»

هغه  دا هم وویل چې افغانان باید خپله خاوره پر امریکايي پوځیانو سور اور وګرځوي .ولې دې جنرال اواحمدي نژاد دا هيره کړې چي ددې ټولوبدبختيواوجگړې داوم اساسي لاملونوڅخه يوايران هم دی .

زموږپه ملک کښي روان ناورين همدادايراني اخوندانواو پاکستاني جنرالانودافغان دښمنوسياستونوپايلي دي . افغانان ددي يوه هيواد دولتي چارواکي دخپل هيواد دوستان نه بولي اودوي ته دکرکې اونفرت په سترگه گوري .

ډيره ښه بېلگه ئي داحمدنژادتربې مسوليته څرگندونووروسته دافغانستان دمشرانوجرگې اوټولوهغوهيودوالوکوم  چې ايران پلوه نه دي کلک غبرگون وو.

د دغوايراني  جګپوړو چارواکو د خبرو اهميت په دې کې دی چې دوي ټول له يوه سره دامريکا اواروپاسره خپل دښمني دافغان ولس دسرپه قيمت ترسره کوي .ددې بېچاره ولس پر پاکو احساساتودخپلو مخولپاره سوداگري کوي ،کنه خودا هره ورځ دهمدي تش په نامه مسلمان دولت په مختليفو ښارونوکښي دافغانانوسره داډول نارواکړنې اوظلم کيږي چې دبشريت دظلمونوپه قاموس کښي ئې بېلگه نه موندل کيږي .

زمادپورته څرگندونې پخلی زموږ دهيواد تکړه ليکوال اوڅېړونکي ښاغلی رزاق مامون کوي : ((هغه  پر جزايري سربېره د ايت الله امامي كاشاني څرګندونو ته په اشارې سره وايي:((دا په ايران كې منل شوى سياست دى چې له امريكا سره په افغانستان اوعراق كې جګړه وكړي او تهران په دې باوردى چې له امريكا سره يې جګړه ترهغه په ګټه ده چې له ايران څخه بهر وي.))

ښاغلی مامون دايران ديوې بلې ډيري خطرناکي لاسوهنې نه پرده پورته کوي وايي : ايران له ډېر مخكې د رسنيو،مرستند ويه  ټولنو،عالمانو اوملا امامانو په نوم په افغانستان كې د امريكا ضدجګړه پیل کړې،خو په افغانستان كې دوروستيو پېښو له امله چې دامريكا ضد تنور ګرم شوى، ايران غواړي ښه استفاده ترې وكړي او د واشنګټن ضد پيل کړې جګړه نوره هم پراخه كړي.نوموړى زياتوي چې د ايران افغاني او ايراني جاسوسان په افغانستان كې له ملا امامانو سره په تماس كې دي او د ايرانيو پوځي او مذهبي چارواكو وروستۍ څرګندونې خطرناكې دي او ممكن ناپوه افغانان پخپله ګټه وكاروي او په افغانستان كې تاوتريخوالي ته لمن ووهي.

كارپوهان په دى اند دى چې ايران او پاكستان يوازې اوس نه بلكې د تل لپاره په افغانستان كې د حكومت پرضد د وسله والو ډلو ملاتړ كړى او يا يې هم پرضد وسله وال پيدا كړي دي.

ايران او پاكستان د ډاكټر نجيب د حكومت پرمهال د جهاديانو ملاتړ كاوه، خو كله چې د استاد رباني حكومت جوړ شو، ايران او پاكستان يې پرضد د حكمتيار او هزاره وو ډلې پارولې . تاريخ شاهد دی كله چې طالبان واكمن شول، ايران د وسله والو طالبانو په وړاندې د استاد رباني او هزاره ډلو ملاتړ پيل كړ، خو اوس چې طالبان پرځېدلي ،د اوسني حكومت د كمزوري كولولپاره د طالبانو ملاتړ كوي اوهم په دولت کښي دننه ددولتی اپوزيسيون شاته هم ولاړدی اوددې ترڅنگ ارگ ته ايورولېږی اوښاغلی کرزی په غېږکي نسي . 03.18.2012گران افغانستان ويب پاڼه

له بلې خوادپاکستان داستخباراتي اوپوځی جنرالانو اوملکی حکومت ترڅنگ ددې هيوادهغه مذهبی سازمانونه چي دپاکستان داستخباراتوترحمايي لاندي فعاليت کوي هم په افغانستان کښي دهمدې جنرالانوپاليسی پرمخ بيايي او دمذهبی اوژبنی اړېکونه په استفادې سره افغانان جگړې ته هڅوي .

ددې ترڅنگ دالقاعده شبکې مشر ایمن الظواهري هم  پر افغان دیني عالمانو او سیاستوالو په دې خاطر سخت انتقاد کوي چي ولي دکابل د حکومت ملاتړ کوي.ده د افغانستان د حکومت پلوي سیاستوالو او دیني عالمانو ته په اشارې ویلي: «دوی ږیرې پرې ایښي، لونګۍ پر سروي او دوه مخي سیاستوال تر دوی هم بدتر دي . تر کفارو هم ناوړه دي. الظواهري پرافغانانو ږغ کړی چې په افغانستان کې د ناټوځواکونو پرضد له جهاد سره ملګري شي . تاند  03.23.2012

یوه معتبر امریکايي انستیتیوت راند کارپورېشن مشر جیمز دوبینز وویل، د پاکستان آی ایس آی غواړي چې طالبان دافغانستان په حکومت کې زیات نفوذولري څو په دې هیواد کې دهند رول پای ته ورسوي .تاند09.08.2011

حتا له پاکستان څخه تښتېدلی جنرال مشرف تراوسه دافغان دښمنۍ نه لاس نه دی اخيستۍ وايي : ((اگر نیروهای خارجی افغانستان بیثبات از خود به جا بگذارند یا این کشور به هندوستان نزدیک شود، آی اس آی باید به اقدامات متقابل دست بزند.))شبکه اطلاع رسانی افغانستان ۱۳۹۰/۸/۵

پښتو ژباړه :که بهرنی ځواکونه يوبې ثباته اوکمزوری افغانستان شاته پرېږدي او افغانستان هند ته ډېر نږدې شي، نو د پاکستان څارګره اداره ای اېس ای دې ته اړتیا لري چې په افغانستان کې د خپلوګټو دخوندي کولو لپاره ګامونه پورته کړي .

داڅرگندونې ددې ښکارندوي دي چي دانن بهرنيان ووزی دلته به يو ځل بياهغه آش اوهغه کاسه وي،داسي څوک په اسلامی نړۍ کښي پيدانسوچې دوي ته ووايي که څوک دامريکااويااروپاپرخلاف جهادکوي نوهر څوک د په خپل هيوادکښي وکړي ،داډول څرگندونې ديوه هيوادداوسېدونکو په وړاندي دهيچااخلاقی اوسياسي حق نه دی . دپردي هيواددکوم سياسي اومذهبی گوندياتنظيم داډول گوت څنډنې زموږ دهيوادپه کورنيو چاروکي بربنډه مداخله ده .

دالمر غوندي روښانه ده که چېرته د پاکستاني چارواکي او استخباراتي ادارې له زړه نه وغواړي، چې په افغانستان کې امنيت ټينګ شي؛ نو دوی کولی شي د طالبانو په منځ کې له خپلو امکاناتو او هم د همدې مذهبي ډلو له لوري پرطالبانو اوددولت پر نورمخالفينو فشار راوړي ترڅودجگړې ددوام نه لاس په سراودسولي خبرواوسياسي بهير سره يوځاي شي ،ترڅودسوله ايزي لاري اوسياسي تفاهم پر بنياد دافغانستان په هغه دولتي جوړښت کي ونډه ولري کوم چي دټول ملت لپاره به دقبول وړ وي .

همدا ډول داهم له نظره نه غورځول کيږي چي دسيمي اونړۍ يوشمير نورهيوادونه به هم پدې روانه غميزه کښي خپلې گټې لټوي،خوددې گټودترلاسه کولوپه بدل کښي زموږ ولس خپل خوږ ژونددلاسه ورکوي اوهيوادمودنړۍ دشاته پاته هيوادونوله لمړنيو هيوادونه شمېرل کيږي .

نوپدې ډول ستونزمنو اوله خطرونوسره مخامخ شرايطوکښي چي په افغانستان کښي زموږ دهيواد دټولوسياسي  اړخونوپه گډون ديوه پراخ بنسټه دولتي جوړښت چي ټولوته دمنلووړوي امکانات نه وي برابرسوی اوهمدا ډول  دهمدې نيمگړې اساسي قانون دارزښتونودخوندی ساتلوکوم تظمين نه وي  شوی، دبهرنيانوپرخپل سراوبې له دېنه چې دلته خپل اخلاقي اونړيوال مسوليتونه سرته رسولي وي وتل به زموږدولس لپاره هرومروديوې بلې ملې غميزي پيل وي .

امريکااودافغانستان په اوسنيو چاروکښي ښکېل هيوادونه دافغان ولس په وړاندي مسوليت لري ترڅوافغان ولس ته داسي نړيوال ضمانت ورکړی چي نه به دولتی واک دوسلې په زورترلاسه کيږي اونه به په يوه اوبله بهانه،يوه اوبله فتوا ددموکراتيکواومدني ارزښتونوپرخلاف په اساسی قانون کښي دتغيراتولپاره پلمې جوړېږي .ددې تظمين دپلې کولولپاره دملگروملتوسازمان اوددې سازمان دامنيت شورابايد يوځانگړی مکانيزم جوړکړي دکوم په مټ چي له يوې خواافغان ولس دخپل روښانه راتلونکې په هکله ډاډمن سي اودبلې خوانړيواله ټوله داحق ولري چي سرکښوته دنړيوالو قوانينوپر بنياد سخته جزاورکړاي شي .

بېله داسي اونورواړينوکارونه سرته رسولونه پرته دبهرنيانووتل به دامعناولري چي يوځل بياداشاوخوا(( ۳۰ ))ميليونه انسانان په يوه جوال کي اچوي او دبه لادن د جسد په دودئې بهرالکاهل ته غورځوي  .

دابه نه يوازي په ۲۱ سليزه کښي دامريکااونړيوالي ټولنې تاريخي تيروتنه بلکې يوسترتاريخي اوبشری خيانت به وي .

نړيواله ټوله اخلاقأ دنړيوالو اصولو اوبشری قوانينوله مخې دافغانستان دعام ولس په وړاندي مسوليت لري چې بايد دافغانستان دمطمين سياسي دولتي جوړښت په هکله دگاونډيانوپه گډون نړيوال تظمين ورکړي او هرهغه هيوادوچي په تاريخ کښي ئي دخپلو موخولپاره زموږپه هيوادکي لاسوهنه کړې اوپدې ملک کښې ئي په يوه اوبل نامه دجگړې داور لمبې روښانه ساتلي،چې يو ه ورته دژورې ستراتېژی دسياست اوبل ورته داسلامی او ژبني اخوت نوم ورکړي داومنل سی چې نوردخپلودغوکرغېړنو افغان دښمنوموخوته درسېدولپاره  له نارواهڅونه  تيراولاس په سرشي .

نړيواله ټولنه بايد پدې پوه وي  چي زموږپه هيوادکښي لاتراوسه سياسي پوهه متاسفانه دې مرحلې ته ندې رسېدلي چي ددولتي واک علاقمندې ډلې،تنظيمونه،گوندونه اوله زړوډلونه دانوی جوړسوی ائيتلافونه دې دافغانستان دروښانه راتلونکې په موخه ترخپلو گټوتيراوديوه داسي نظام پرجوړېدودې په گډه صلاح شي په کوم کښي چي يوازي دملت گټې نغښتي وي اوپدې جگړه ځپلې هيوادکښي دې کورنۍ جگړې ته دپاي ټکی کښېښږدي .

ټول ئي دسرپه سترگو وينې کله چي دطالبانواوحزب اسلامي سره دخبرومسله مطرح سول ،سره لدې چي  هغه لامعلومه هم نه ده چې داپروسه به څنگه پرمخ ولاړه سي  اوپايلې به ئې څه وي دبيلتون غوښتنې تلاښونوزورواخيست ،يوپه بل پسې په ظاهر دکرزی پر خلاف خوپه حقيقت کي دغوڅ اکثريت دارادې پر خلاف سياسي هلې ځلې اوایتلافونوجوړولو او بهرني  سفرونو پيل سول .پکارخوداده چي ټول په گډه دخوابدوسره دسولې دخبروپروسې ته جدي پام راواړوي اوپه گډه ددې زمينه برابره کړي چي په سوله ايزه بڼه په افغانستان کښي دټولوقومونو،سياسي ډلواوتنظيمونوپه فعال گډون يو پراخ بنسټه دولت جوړ شي .

ولې اوس ئې گوروچي دهرې ورځې په تېرېدوسره سياسي ،قومي ،ژبني اوسيمه ايز اختلاف خپل اوج ته رسېدلی اوپدې پروسه کښي دبهرنيوهيوادونوپه ځانگړې توگه هغوهيوادونوچي داډلې ئې جوړي کړې اوله همدې توپير غوښتنې نه پراخه گټه اخلي فعاله ونډه لري .

دبلې خواله بده مرغه دافغانستان روڼ اندي په دې ۱۲ کاله ونه توانېدل داسي يوسياسي ځواک رامنځته کړي ترڅوهغه طرحه اوپروگرام  عملي کړي کوم چي وايي موږ ملي گټواونړيوال بهيرسره تگ ته ژمن يواوپدې لارکښي به هر ډول زيار اوقربانی نه ډډه ونکړو.چې پدې هکله نړيواله ټولنه يوازي دومره مسوليت لري چي دوي ئې دېته متوجه کړي واي چي دوطن په وړاندي مسوليت لري اوددوي يوکېدل ديوسياسي ځواک دجوړېدوسره مرسته کولاي شي .

ترد ې ځايه داسي اوازې رارسېږي چي همدا بهرنيان ئي بيلتون پلوه سياست کولوته هڅوي،اميد چي داسي نه وي اوزموږ سياسي گوندونه اوتنظيمونه ،ائيتلافونه اوجبهې دملي شخصيتونوپه گډون خپل ملې مسؤليت اوملي گټو ساتلوته متوجه سي . دوي دامسوليت لري چي دنوروترهڅوونو اوامتيازاتودوطن اودې کړدلي ولس ملي گټواوخپل تاريخي مسوليت ته جدي پام وکړي .

اړينه اوملي خبره داده چي ټول له يوه سره پرون هرڅوک چي وو،نن دخپل هيواددنجات اوپدې هيوادکښي ديوې غوړ ېدلي اوپرمختللي ټولنې دجوړېدولپاره په صداقت او وروگلوی لاسونه سره ورکړي اوددې کاروان داماته کښتۍ ترمزله  ورسوی .

که دهمدې دبهران نړيوالي ډلې راپورته څيرشونوداپه گوته کولاي شوچې يوازي پدې خپاره سوی رپوټ کښي منعکس شوې ناخوالي دافغان ولس په وړاندي دامريکااونړيوالي ټولنې مسؤليتونه درنه وي،ځکه خوبايد دوي خپلې هرډول څرگندونې اودهغوي پايلوته جدي پام ولري .پدې هيله چي موږافغانان ددې جوگه سوترڅوخپله بېله هرډول تعصب اوامتياز غوښتنې دخپل هيواد آبادی اوافغان ولس ښېرازۍ ته ملاوتړو.ومن الله التوفيق