دتخمونواونیالګیودکرنی لارښوونی
28.03.2012 19:40(١) دتخم ټولول:
کله چې تخم د پخيدلو پړاو ته ورسيږي له ونو څخه تويږي. چې دتخم دا رژيدنه په طبيعي توګه سرته رسيږي په دې توگه کيداي شي چې:
• په دې ډول طبيعي توې شوي تخمونه د ونو له ساحې نه په اسانۍ سره راټوليږي.
• ځينې وخت تخمونه له ونو نه په طبيعی توگه نه راتويږي په دغه حالت کې ښه به داوي چې تخم له ونو نه راوڅنډل شي او دکرلو لپاره راټول شي.
• کله کله داسې هم کيږي چې سړی ونې ته جگ شي او تخم د ونو له څانگو نه را ټول کړي.
يادونه:
مورنۍ ونې هغو ونو ته ويل کيږي چې د نورو ونو په پرتله روغه، نيغه او ښه بڼه ولري .
هغه وخت چی تخم راټول شي, لانديني خصوصيات يې بايد ثبت او راجستر شي.
• دتخم نوعيت.
• د ټولولو نيټه.
• د تخم منشاء.
• دټوکيدلو ځواک.
• د تخم ځای.
(٢) دتخم پاکول
کله چې تخم له مورنيوونوپه ښه پاملرنې سره راټول شوپه ځيرسره دې وکتل شي اوبيادې په تخنيکي توګه پاک شي چې دپاکولوتګلاره يې په لاندې ډول ده:
• د تخم د ټولولو وروسته تخم بايدپاک شي.
• تخم دلاس او يا باد په واسطه پاکيږي.
• تخم دې له پاکولو وروسته وچ شي.
• مصنوعي تودوخه دتخم جنين ته وټه رسوي.
• تخم دې نيغ په نيغه د لمر د وړانگو و مخ ته وچ نه شي.
• تخم دې دسيوري لاندې په هوا لروونکي ځای کې وچ شي .
• تخم چې وچ شويوځل بيا بايد غلبيل شي چې دوړې او خاورې يي بيلې شي.
• دکرنې لپاره دې غټ او روغ تخمونه انتخاب شي.
(٣) دتخم ساتنه:
کله چې تخم په تخنيکي توګه پاک شو بيااړينه بريښي چې تخم په لازم ځاي او مناسبو شرايطو(ساړه اووچ) سره زيرمه اووساتل شي په دې اړه دې لانديني لارښوونې په پام کې ونيول شي:
• تخم چې مخکې د کرلو له فصل څخه راټول شوی وي, دکرلو تر وخته يې ذخيره کړئ.
• تخم په يو ټاکلي اوټيټه تودوخه کې وساتئ.
• کولاى شوچې وچ تخم په سر پټو لوښو, بکس او يا بوجيو کې وساتو،ښه ده چی لومړی تخم په يوه پلاستيکي کڅوړه کې واچوو, وروسته يې په سر تړلي لوښي کې کښيږدو. لوښي دکرلو تر وخته په سړو او وچو خاورو کې پټ خوندي کړئ.
(٤) دکرلولپاره دتخم تيارول:
کله چې تخم پاک شو نوپه تخنيکي ډول بايدتخم کرلوته تيارشي،ځينې تخمونه په اسانۍ سره وده نه کوي, دغه تخمونه يا ډبل پوست لري اويا داستراحت په دوره کې وي په دې اړه بايدلانديني تدابيرترلاس لاندې ونيول شي.
• داسې تخمونه د دوه ورځو لپاره په يخو اوبو کې کښيږدئ او وروسته يې وکرئ.
• اوبه تودې کړئ (دسانتي گرادتر٦٠درجو)(يوکيلوگرام کلک پوټکی تخم په ٤ليتره اوبوکې واچوئ) ديوې شپې لپاره يې پريږدئ او وروسته يې وکرئ.
يادوونه:
نرم اونازک پوټکي تخمونه له تودو اوبو سره معامله نه کړئ.
تخم ديوسخت څيز سره وسولوئ اوبيايې وکرئ.
له کرلوڅخه وړاندې دتخم تيارول
(١) دکردځمکې تيارول:
په کرنه کې دنباتي بسترجوړول يوله هغواړينوبنسټونوڅخه دى چې دمحصول اوتوليدله چارې پيل بياان ترښکلاييزو موخوپورې لاس ته راوړنې له همدې ځايه پيل کيږي، په دې پړاوکې لږه ناغيړي دکرنيزو محصولاتودتوليددکچې دټيټوالي سبب ګرځي په اړه يې لازمه بريښي چې لانديني ټکي د سبو، ښکلاييزو بوټواوياپه کڅوړوکې دنيالګيودتوليدلپاره په کاروړل کيږي له پامه ونه غورځول شي:
• دکرځمکه په ډيرې پاملرنې سره تياره کړئ.
• دکرځمکه د يو متر پسور او په بيلابيلو اوږدو جوړيږی.
• دکرپرځمکه کې دې سپکه خاوره اوکمپوست ور زيات شي.
• دکرله ځمکې څخه دې بی اړتيا مواد ليری شي.
• درنه اوسخته خاوره دې دکرپه ځمکه کې ونه کارول شي.
• دکرځمکه بايددڅه ناڅه کمزورې تيزابي خاوری لروونکی وي.
• دلزوم په صورت کې د کر دځمکې لپاره١.١.١په تناسب دشگو, خاوری او کمپوست يو مناسب مخلوط دی.
(٢) لوښي اوياپلاستيکی کڅوړې داړتياپرمهال
• د٥.٥ ×١٨سانتي مترو په اندازه پلاستيکي کڅوړې تياريږي.
• پلاستيکي کڅوړې بايدپه وروستۍ برخه کې ډيرسوري ولري.
• معمولي گلدانۍ هم کيدای شي چې دکردبسترپه توگه وکارول شي.
(٣) دپلاستيکی کڅوړودډکولوطرز:
• لومړى بايدخاوره له يوې جالۍ څخه تيره شي.
• له سپکوخاوروڅخه چې ښه ذری(سترکچر) ولري کار واخلئ.
• خاوری چې په پلاستيکي کڅوړوکې واچول شي بايدهسی يوتوپ جوړکړئ چې په اسانۍ سره ونه شيندل شي.
• خاوری بايد نور بې اړتيامواد ونه لري.
• خاوره په کڅوړوکې واچوئ او هغې ته ښه فشار ورکړئ.
(٤) دجوړشوي بسترکرل:
دتخم په کرلو کې لانديني لاملونه مهم دي
• دکرلوطرز
• واټن
• دکرلو ژوروالی
• پټول
(٥) دکرنې معمولي طرزونه
• په ژورغالي کې کرل(غټ تخمونه)
• په ليکه کرل(غټ او واړه تخمونه )
• دشيندلو کرل(واړه تخمونه)
• دتخم کرل معمولا بايددهغې دډبلوالي دوه برابره وي.
• پس له دې چې تخم وکرل شو, بايد ماله شي. ماله شوي تخمونه دخاوری په يوه معينه سطحه کې قرار نيسی او ټول يوشان او يو وخت کې راټوکيږي.
• کرل شوی تخمونه که ماله نه شي په خاوره کې يې د اوبو ننوتل گرانيږي او د تخم وده په ناانډوليزه توګه رامنځته کيږي.
(٦) دنيا لگيوويستل
• کله چی نيالگي له بوزغلي (قوريه) څخه وځي بايد يوه ورځ مخکې دبزغلي ځمکه(بستر)اوبه شي.
• دنيالگيو د ويستلو پرمهال بايدريښو ته زيان ونه رسيږي.
• دنيالگيو د ويستلو لپاره بايد د مناسبو وسيلو څخه کار واخيستل شي.
• مخکې له دې چې نيالگي د رنگڼي کولو پټی ته انتقال اوکښينول شي, بايد اوږدې ريښی يې په تيره چاقو سره پرې او لرې شي.
(٧) دنيالگيوکښينول:
نيالګې بايدپه ډيرې پاملرنې سره کښينول شي، دکرلوپرمهال ټولې تخينکي چارې چې دنيالګيود کرلولپاره لازمې دي په پام کې نيول کيږي، مخکې له دې چې دکرلودڅيړل شووتخنيکونوسره اشناشو. پرځاى ده چې دکرلوپه وخت کې داړتيا وړ لاندينۍ وسيلې موجودې وي:
• بيل
• د اوبو لوښی
• دنيالگيو د انتقال لپاره پلاستيکي سطل.
(٨) په ژورغالي کې د غټو نيالگيو کښينول:
• د٤٠سانتی مترو په سور بايدج ژورغالي ژور او د٢٠-٣٠ سانتي مترو په ژوروالي پاسنۍ خاوره يې بايد په يوه غاړه کې کوټه شي.
• د٤٠سانتي مترو په اندازه ژورغالي ژورکړئ او پاتې خاوره (دلاندينۍ برخې) يې پر بله خواکې کوټه کړئ.
• د ژورغالي دننه خاوره نرمه کړئ.
• دپاسنۍ سطحې خاوره په ژورغالي کې واچوئ.
• د ژورغالي مينځ لږه اندازه لوندکړئ .
• د ژورغالي ساحه بايد ٦٠×٥٠×٤٠ سانتي مترو په اندازه بايدحجم ولري، که په ژورغالي حيواني سره اوياکمپوست اچول کيږي نولازمه ده چې د ژورغالي ژوروالى تر٧٠سانتي متروورسيږي.
که چيرې امکان ولري دخاورې١/٥ برخه که دڅارويو يانباتي سره گډه شي ډيره مناسبه به وي که چيرې نوموړي مخلوط وچ ترنظره شي لږدې په اوبو لوندشي.
• هغه نيالگی چی په ژورغالي کې کښينول شول ژورغالي دې په پاسنيو خاورو د نيالگي د ريښو او ساقې تربند ډک شې.
• وروسته دې دنيالگي گردچاپيره په مناسبه توگه (په داسې ډول چې د نيالگی ريښوته ضرر ونه رسيږي) کيښکل شي چې په ژورغالي کې نيالگی په بشپړه توگه ودريږي.
دنوولاروچارواوڅيړنوپربنسټ جوته شوې ده چې له کرلووروسته که نيالګى سملاسي اوبه شي نوکيښکل اړين نه بريښي.
وروستنۍ څيړنې جوته وي چې کښينول شوي نيالگي دې بې له ځنډه اوبه شي, په دې توگه دجغوړي خاورې په طبيعي ډول دنيالگی په ريښو ځای پرځای کيږي او وده يې په ښه ډول سره ترسره کيږي.
پاملرنه دې وشي چې کرل شوي نيالگي لږترلږه په اوونۍ کې يوځل اوبه شي.
(١١) د نيالگيو د کښينولو وخت
• سپرلنيو نيالگيو کښينول (دژمی دکنگلونو د وييلې کيدو او د نيالگيو دويستلو وروسته)
• دمڼو نيالگيو کښينول(د نيالگيو د پاڼو د توئيدو وروسته دخاورو د تر کنگل نيولو پورې).
• دسپرلنيو نيالگيو ايښودل دمني دنيالگيو ايښودنی په پرتله دلومړيتوب وړدي.
• دمنی فصل دې د نيالگيو ايښودنې د دوېمې درجې فصل په توگه په نظرکې ونيول شي.
دیادونی وړده چی دنوموړی لکنی سره دتخم دکرلو، دنیالګیودویستلواوکرلوتصویرونه هم مل وو خوله ومونه کړای شول چی سایټ ته یی پورته کړو، په اړه زموږله تاسودرنولوستونکوڅخه په ډیردرناوی سره بخښنه غواړم. په راتلونکی لیکنه کی به په دی اړه پوره زیاروګالل شی.

