د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغاني چارو کې د ايران بله نادوده

سيدعاصم نږدې 27.03.2012 19:11

که له نن څخه څو کاله وړاندې افغانستان ته ځيرنه وکړو؛ نو ښايي د خپلو او د ډېرو نورو ګاونډيانو ځينو پوښتنو ته ځوابونه پيدا کړاى شو او دې ته به اړتيا نه وي، چې بيا زړې بابولالې له سره تکرار کړو؛ ځکه نور نو څوک د تېرو ترخو خاطرو د اورېدلو اوسېله نه لري او نه بيا کوم افغان دې ته زړه ښه کوي، چې هماغسې يو ټوليز وژونکى نظام دې په افغانستان کې رامنځته شي؛ خو د دې خبرو معنا دا هم نه ده، چې ګواکې موږ په اوسنيو حالاتو کې د امريکې او ورسره غربي ملاتړو وحشت، ظلمونو، تېريو او وژنو ته جواز ورکو؛ بلکې هر ظلم ظلم دى او هر تېرى بايد د تېري په نظر وکتل شي، داسې هم نه ده، چې امريکايانو او يا نورو بهرنيو ملاتړو يې څو ټنګې له افغانستان سره مرسته کړې او څه يې، چې زړه غواړي هغه کولاى شي او يا يې جواز لري.
افغانان د دوى هر ډول وحشت او سپکاوى نه زغملى شي او نه يې هم منلى؛ خو دا چې له دې وړاندې کورنيو جګړو يې د هډونو ځواک تروړلې؛ نو ځکه يې لا په ځان کې د دې دم نه دى موندلى، چې يو ځل بيا خپل خور ور وجود راټول او پرې غورځنګ وکړي.
خو له دې ټولو ناخوالو او بدمرغيو سره سره بيا هم ګاونډيان موږ خپلې حلوا ته نه پرېږدي، چې ويې خورو او خپله پرده پرې وکړو؛ په دې معنا وړمه ورځ يو ځل بيا زموږ ګاونډي هېواد، چې په ظاهره ځان د افغانستان خواخوږى ښيي او د نړيوالو د پام را اړولو په پلمه يوه نيمه اشرپۍ هم له افغانستان سره مرسته کوي پر بهرنيانو، چې په سر کې يې امريکه ده خوله را پرانيسته او هغه څه يې ورته وويل، چې ښايي په عادي حالت کې يې خپله هم اټکل نه شو کولاى، احمدي نژاد چې د لويديزو هېوادونو سر سخته دښمن او ځان يې سيال هېواد بولي وويل، چې په افغانستان کې ټولې ستونزې امريکې زېږولي او که چېرې د امريکې او ورسره ملاتړو لاس يې له افغانستانه لنډ شي؛ نو بې له شکه هم به د افغانستان امنيت ټېکاو ومومي او هم به ترهګري او د نشه يي موادو کرکيله له منځه لاړه شي؛ ځکه دا هر څه همدوى پنځولي او همدوى يې غځونکي دي، نوموړي دا او دې ته ورته خورا ډېرې خبرې وکړې، چې په موجوده حالت کې د افغانستان په ګټه نه؛ بلکې په زيان او په اصطلاح د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده؛ ځکه که موږ د نړۍ دې وروستيو بدلونونو او پېښو ته ځيرنه وکړو؛ نو هر څه ترې په ډاګه څرګندېږي؛ په دې معنا په امريکا کې د تېر کال په پرتله شپاړس سلنه نورو وګړو هم، چې ټولټال يې ٦٩ سلنه کېږي په افغانستان کې د جګړې له غځولو سره همغږي نه ده ښوولې او وايي، چې بايد له هر وسله وال مخالف سره خبرې وشي او د خبرو اترو له لارې د حل لارې چارې وموندل شي؛ ځکه د نړۍ د جګړو تجربو ښوولې، هره جګړه چې تر لسو کالو زياته غځېدلې؛ نو هغه هرو مرو له ماتې سره مخ شوې او پايله يې د ياد هېواد په ماتې اوښتې او که چېرې حالات همداسې روان وي؛ نو افغانستان هم همداسې بويه؛ خو اوس د دې خبرو وخت نه دى او په کار ده، چې ګاونډي هېوادونه لکه ايران، پاکستان او يا نور... افغانستان خپل حالت کې پرېږدي او که خير ورته رسولاى نشي نو په شر دې موږ نه اړوي؛ ځکه د همدغه بهرنيو ځواکونو له شتون څخه وړاندې په افغانستان کې د دوى لاسپوڅي واکمنان ول او دومره وحشت او وژنې يې وکړې، چې تاريخ يې په يادولو شرمېږي؛ يوازې د توکم، ژبې او مذهب په نامه په زرګونو کسان له چړو او تېغونو تېر شول او په سوونو کسان د مړو په نڅا او د ميخونو د ټک وهلو خوراک شول؛ نو ځکه نور افغانان تېر حالت ته بيا د اوښتو نه تابيا لري او نه هم لېوالتيا؛ خو د امريکې دغه وحشت هم نور پوزو ته راوستي؛ خو دا چې زغمي يې دا يې هم مجبوريت او نهايت بېوزلي ده.
په هر حال دا مهال هر افغان ته ايران له سور انګريز څخه هم ډېر بد ښکاري او ښايي څو پېړۍ وروسته يې هم ذهنونه دې ته چمتو نه شي، چې د دوى دغه ډول په ظاهره د خواخوږۍ خبرې ونغوږي او يا يې په ګرمو او نرمو ژمنو وغولېږي، نو په کار ده، چې لومړى افغان ولس او بيا نړيواله ټولنه د احمدي نژاد په ګډون ټول ګاونډيان په دې وپوهوي، چې نور د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله ونه کړي او نه دې خپلې شومې موخې په دې ځاى کې پلي کړي.