د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اتصالات دریم نسل (تری جی) خدمتونو په لاره اچول میډیا کنفرانس

اتصالات خبرپاڼه (نعمت الله ظفرزی) 27.03.2012 11:45

د افغانستان خلک د 3G خدمتونو ته هرکلی وايي

کابل، افغانستان اتصالات
د مارچ ۲۶مه نیټه، ۲۰۱۲

د 3G خدمتونه په افغانستان کې د چټکې پرمختللې مخابراتي کمپنۍ اتصالات لخوا کومه چې، د متحده عربو اماراتو د مخابراتي شبکو د ګروپ یوه څانګه ده په لاره واچول شو.
تیره میاشت اتصالات ترټولو لومړۍ مخابراتي کمپنۍ وه، چې د افغانستان د مخابراتي تاریخ په ډګر کې یې د 3G خدمتونه د وړاندې کولو اعلان وکړ.
ددې خدمتونو تفاهنامه د افغانستان د مخابراتو چارو برابروونکي عبدالوکیل شینګل او د اتصالات اجراییوي مشر ښاغلي احمد الحسني ترمینځ په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي په وزارت کې د یوې غونډې په ترڅ کې لاسلیک شو.
پدې غونډه کې همدارنګه، د مخابراتو وزیر ښاغلي امیرزي سنګین، د مالي وزیر عمرزاخیلوال، دولتي لوړپوړو چارواکو او رسنیو هم ګډون کړی وو.
په افغانستان کې د 3G خدمتونو د ځانګړنې او بڼې په هکله د اتصالات د بازارموندنې د چارو مشر ښاغلی یاسرابوالعمایم وویل، د افغانستان مخابرتي سکتور ډېره لاره وهلې چې تردې ځایه رسیدلی. ډېر د ویاړ ځای چې اتصالات لومړۍ مخابراتي کمپنۍ دی، چې د خلکو د پرمختللي ژوند په موخه دا خدمتونه وړاندې کوو.

نوموړي وړاندې وویل، زمونږ تمرکز خپلو پیریدونکو د غوښتنو او اړتیاوو سره سم هغوی ته د زړه راښکونکو وړاندېزونو او پرمختللې شبکې او غوره بیو وړاندې کول دي، د 3G خدمتونو په وړاندې کولو سره به زمونږ بې ساري غوره کیفیت سره پیریدونکي ډېر شي.
په افغانستان کې د 3G خدمتونو په لاره اچولو سره به اوس د اتصالات پیریدونکي وکولای شي، چې غوره غږ، معلوماتو استولو او پرمختللې انټرنټ څخه او همدارنګه د غوره پوښښ، د سندرو د پورته کولو او راښکته کولو او خپلې کورنۍ اوملګرو سره د ویډیويي کلیپونو په شریکولو سره خوند واخلي.
د اتصالات د 3Gخدمتونه د زړه راښکونکو چارو لکه ویډیويي اړیکې او ویډیويي چټ سره خوند واخلۍ. ویډیويي اړیکې د 3G خدمتونو یوه خاصه ځانګړنه ده، چې ددې خدمت څخه په ګټې سره به زمونږ پیریدونکي وکولای شي مخامخ خپلو ملګرو او کورنۍ سره خبرې اترې وکړي،چې دا هرڅه د 3G موبایل د خدمتونو برابرونکي موبایلونو کې کې شونې ده، دا هغه مهال دی، چې زمونږ پیریدونکي کولای شي، په هوسا، ډول غږیزې او لیدیزې اړیکې تجربه کړﺉ، تاسو له دې ټکنالوژي څخه په ګټې اخیستنې سره کولای شۍ له خپلې کورنۍ، ملګرو او خپلوانو سره مخامخ خبرې وکړﺉ.
په افغانستان کې تر ۱۸.۳ میلونه ډېر وګړي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري، چې نږدې د هیواد د نفوس ۸۶ سلنه جوړوي، دا سکټورد افغانستان په اقتصادي برخه کې د ګټې وټې دویم ترتولو غټ سکټور دی.
د اتصالات ګروپ په مخابراتي سکټور درې نړیوالې جایزې ګټلې دي، چې دا جایزې هر کال د نړیوال موبایل کانګرس لخوا په یوه نړیواله غونډه کې چې د هسپانیه هیواد په بارسلونا کې دایریږي ورکول کیږي.
همدارنګه اتصالات د غوره او ښه خدمتونو په وړاندې کولو سره په آسیا او افریقا کې د پرمختللو کمپنیو څخه دی. همدارنګه د د عربو د متحده اماراتو اتصالات مخابراتي شرکت ستراتژیک موقعیت دا کمپنۍ تردې ځایه رارسولې ده.د اتصالات مخابراتي شرکت ۱۰ ځله د غوره شرکت او تر ۲۰۰۶ کال راهیسې ۴ ځله په ۳ ورستیو کلونو کې د غوره پلور د چمتونو له پلوه پیژندل شوېده.

0781202727
پای