د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پردی چاپیریال اودمهاجروکوچنیانودزدکړې مسآله ۲

پوهندوی آصف بهاند 26.03.2012 21:08

                                            ( دمورنۍ ژبې زدکړه،ساتنه اوپا لنه )
                                                            ( دویمه برخه )
دمورنۍ ژبې زدکړه،ساتنه اوپالنه دهرچادهویت جوړونکی عنصردی.دهمدې اصل پربنا،په ځانګړي ډول مهاجرافغانان چې دنړۍ په هرګوټ کې میشت دي،باید دمورنۍ ژبې په زدکړه،ساتنه اوپالنه کې تروسه،وسه پاملرنه وکړي.په دې برخه کې ځانګړی مسؤلیت دکوچنیانومیندواوپلرونوته ورله غاړې دی.میندې اوپلرونه باید هڅه وکړي چې په کورني چاپیریا ل کې دماشوم مورنۍ ژبه وکارول شي اودهغه ترڅنګه دا هم هیره نه شي چې میندې اوپلرونه دښوونکوترټولوستراومهم مرستندویان دي.
په بې آدرسه لوري،د« لارورکولارویانو»خوځید ل،هجرت اودهجرت په چاپیریا ل کې شته ستونزې؛دا هغه عیني واقعیتونه دي چې دهرمهاجراوله وطن څخه ورک انسان ته په مخ کې پرتې دي.کلونه پخوا،کله چې زموږپه وطن کې دجګړې اور بل کړای شو،څوتنه جګ شول اود یوشمیرخلکودسرونودوهلونیت یې وکړ،خوناڅاپه په خپلوکې سره ولوید ل.ګټونکودخپل بریا لیتوب اتڼ کاوه،چې یوشمیرنورو ورخ ورمات کړاودپردولښکروسورخونړی سیلاویې پروطن اوخلکو وربرابرکړ.
په افغانستان کې دبل کړای شوي اورلمبوکورونواوخلکوته خولا څه چې،آسمانونوته هم خولې اچولې.څوکاله وروسته دواکدارانوآمرین نوي خپلوتیروتنوته پام شو.کله چې دخپلوتیروتنوداورپه تاوباندې،وسوځیدل،پوه شول چې اورلړونی سم نه خوځیږي.آمرینوداورلړونکی بدل کړ،خوبیا هم اورددوی په خوښه نه بلیده اوکله کله به یې دوی ته هم خولې اچولې.دغه اورټول وطن نیولی و.نړیوالودغه اورته په کرکې،خوشالۍ اوتعجب کتل.دنړۍ سیا سیونودوحشي سره ییږدراڅملولوپه خاطر،دغه اورته داسلام دګټلوپه پلمه وچ اولامده وراچول،چې داورلمبې لاپسې مرګونې شي.
سورییږ ولوید اودنړۍ ځینوهیوادونودخپلوبریا لیتوبونوګډاوې سرکړې،خوزموږپرخلکواووطن باندې ناروا بل کړای شوی اور،نه یوازې مړنه شو،بلکې نورهم مرګونی شو،دوحشت یوه بله توره پرده هم ورباندې وغوړیده اویوځل بیا سره ورونه افغانان خپلو منځوکې ولویدل اونوې بې مفهومه جګړې پیل شوې.زموږیوشمیرهیواد وال ددغه اورخوراک شول،اویوشمیر نورویې له ګڼودرندوروانې پیټو سره ددې اوردسوځنده لمبوله دایرې څخه ځانونه وایستل،اودنړۍ په ګوټ ګوټ کې سره خواره واره اودنویوټولنواونوي ژوند له نویوستونزوسره مخامخ شول.
له افغانستان څخه بهرزموږدهیواد والوستونزې څوډوله دي.هغه هیوادونه چې مهاجروته پناه نه ورکوي،هلته زموږاکثریت ورغلي هیوادوال،دبې کورۍ،بې روزګارۍ اودقانوني اسنادودنه لرلوترپیټي لاندې زګیروي کوي.دیوې مړۍ ډوډۍ دپیداکولوپه تکل کې وي،یعنې یوازې دخپلوبچودخیټې په فکرکې وي.په داسې چاپیریال اوشرایطوکې دښوونې اوروزنې اومورنۍ ژبې دساتلواوپاللومسآله اصلآ طرح کیږي نه.لکه په ایران،پاکستان اودپخواني شوروي اتحاد په ځینوجمهوریتونوکې؛اوبیا هغه هیوادونه چې مهاجرته پناه ورکوي اوڅه مالي مرسته هم ورسره کوي،دلته بیا  بل ډول ستونزې مخکې پرتې وي.په دې ډول چاپیریالونوکې بیا هم مهاجرکوچنیان اوتنکي زلمیان دنوروژبواوفرهنګونوترتاثیرلاندې خپله مورنۍ ژبه اوفرهنګ له لاسه ورکوي.
باید دا خبره بیا بیا تکرارشي چې پرافغانانوباندې دننه په افغانستان کې اوپه ګاونډ ایران اوپاکستان کې ډیرځلې داسې حالات هم تیرشوي دي چې میندو پلرونوته دکوچنیانودښوونې اوروزنې مسآله مطرح نه وه،بلکې لومړی د امنیت دنشت والي پراساس اوبیا دبیکارۍ اودعاید دنه درلودلوپراساس دهغوی دژوندي پاتې کیدومسآلې میندې اوپلرونه زورول.په ایران کې اوس هم دژبني اومذهبي تعصب له مخې افغان کوچنیان له ښونځی څخه شړل کیږي،دنړیوالې ټولنې دتیرایستلواوپر افغان حکومت باندې دفشار راوړلوپه خاطر دوهلوټکولواو ان وژلوترپولې پورې چلند ورسره کیږي اوتش لاس یوازې دتن له جاموسره یې د « افغان آشغال » په نامه را ایستل کیږي.تاسوکولای شئ دایران اوپاکستان په کمپونوکې دنړۍ ترټولومحروم،وږي،تږي،بیسواده،بې تعلیمه کوچنیان اوتنکي زلمیان وګورئ.هرځلې چې دې کمپونوته ورشئ،دنویودردونو،نویوغمونواونویووحشتونو نوې کیسې اوریدلای شئ.هلته دمرګونو،دردونو او وحشتونوکیسې دي،نه د ښوونې اوروزنې کوم پروګرام؛دوی هره ورځ له نویوستونزواونوي وحشت سره مخامخ دي،نه نوي کتاب سره،نه نوي درس سره اونه کوم ښوونکي سره.دوی دلوږې اوبیسوادۍ له بلاووسره مخ دي.دغه لوږه اوبیسوادي په لومړي ګام کې هغوکوچنیانوته ورورسیده چې دننه په افغانستان کې له ډیر مجبوریت نه پاتې وو.سره له دې چې په هغوشرایطوکې میندواوپلرونودخپل وس په دایره کې ډیرې هلې ځلې کړي دي،خونتیجه یې جګړې اولوږې خوړلې ده اوهیڅ په لاس نه لرو؛اودا دی دیوچورشوي هیواد،اودیولوټ شوي ملت دنوروتراژیدیوترڅنګ ترټولو لویه غمیزه دنوي اوځوان نسل بې تعلیمه اوبیسواده پاتې کیدل اود مورنۍ ژبې په لیک اولوست باندې نه پوهیدل دي.راتلونکي نسلونه له موږڅخه حد اقل داوسني نسل دسواد اودمورنۍ ژبې زدکړه غواړي،خوموږدادی هغوی ته نوی نسل تش لاس اوخالي ذهن ورلیږو.
زه چې ماشوم وم اوبیا زلمی شوم،هغه وخت هم زموږوطن په ناوړه اقتصادي حالت کې ګیرو،که ډیرپه ابتدایي ډول هم وخوبیا هم دښوونځي په نامه یوځای وچې کوچنیان به ورتله اوښونکي به یوڅه ورښودل؛خواوس چې هغه وختونه سړی یادوي ،هغه یوخوب اوخیال ته پاتې کیږي،چې کیسه یې سړی په ساده ژبه داسې کولای شي:
یوښکلی بڼ مې په خوب لیدلوچې نوم یې افغانستان و.هلته ټولوپه سوله اوخوښۍ کې ژوند کاوه.ټولوخپل ژوند خپله سمبالاوه،ټولوخلکودیوې کورنۍ دغړوپه څیرژوندکاوه.کوم یونیم ځای کې وړکتون وچې هلته به تراوو(۷) کلونودښکته عمرماشومانودخپلوښوونکومینه ،مرسته اولږڅه ښوونه لیدله،وروسته له اوه کلنۍ نه دښوونځي په نامه بل ځای وچې شپږکاله ماشومان په خوښئ سره د بیلابیلومضامینومقدمات زده کول،بیاتردولسم ټولګي پورې دلیسې دوره وه.وروسته دپوهنتون په نامه یوبڼ وچې ځوانان په کې روزل کیدل اوله لوړوزدکړوسره ټولنې ته وړاندې کیدل.زه هم دهمدې لارې لاروی وم،وړکتون مې ونه لید،لومړنی سواد مې په کوراوجومات کې زده کړ،ښوونځي ته ولاړم،بیا مې پوهنتون پای ته ورساوه اوبیا مې همالته کارپیل کړ.
په دې ډول مې ژوند له استاد،ټولګي،تباشیر،کتاب،کاغذ اوقلم سره تیریده.دیولوړپروازه مارغه غوندې وم.ټول ژوند مې دښوونې اوروزنې په دایره کې تیرکړ.خوښ وم کتابونه مې لوستل،مهربانه استادان مې لرل،دښه استعداد زده کوونکي مې درلودل.هرڅه ښه وو:درس ښه،ټولګی ښه،کاغـذ ښه،قلم ښه اوهرڅه ښه.ښایسته اوږده موده مې دښوونې اوروزنې په رنګینه دنیا ګۍ ژوند وکړ،خو ... نا څاپه له خوبه راویښ شوم،ومې لید ل هیڅ شی هم نه شته.نه وړکتون،نه ښوونځی،نه پوهنځی،نه استاد نه شاګرد،نه قلم نه کاغذ،بس دوړکتون پرځای وسله تون،دپوهنتون پرځای وحشتتون،دشاګرد اواستاد پرځای وسله وال اوقومندان،دقلم پرځای ټوپک،دګلانودخوشبويی پرځای دباروتواو وینوبوی،درڼواوبوپرځای دوینوویالې،دموسیقي دغږپرځای دبم،ټوپک اوچاودنې غږونه،دنازولوپرځای غندنه اووژنه،دمرستې پرځای تیری او... بس هره خوا پشماپشم دی،ټوپک دی،اورونه دي،وینې دي اوچاودنې،وژنه ... اونه تمامیدونکې خواشیني.
هلته په افغانستان کې زموږدکوچنیانواوزلمیانوپه غوږونوکې دښوونکي دغږپرځای دقومندان آمرانه چیغې آزانګې کوي.اوس زموږماشومانواوزلمیانوته د الف اوب دزدکړې پرځای دډزو کولولارښوونه کیږي،دا دی زموږسرنوشت اودادی زموږښوونه اوروزنه.
په ګاونډیوهیوادونو کې چې کوم ښوونځي اوپوهنځي پرانستل شوي وو،هغه هم دسیاست اومذهب په رنګ رنګول شوي وو.هلته هرې مذهبي اوسیاسي ډلې هڅه کوله چې خپل افکاراوعقاید تدریس کړي اودخپلونظامي اهدافودترسره کولوله پاره،په لومړي ګام کې دماشومانو اوتنکیوزلمیانوپه ذهنونوکې دجګړې ،وسلې او وژنې مفاهیم ځای پرځای کړي.ددغو ښوونځیواوپوهنځیوپه درسي کتابونوکې هیڅکله زده کوونکوته دخپل وطن تاریخ،ملي ګټو،تمدن اوعلمي پرمختګونوپه باب څه نه لیکل کیدل،مورنۍ ژبه اوملي کلتور اصلآ مطرح هم نه و.ددغوښوونځیوپه یودرسي کتاب کې مې ولوستل:
ت = توپک
ج = جهاد
م = مجاهد
ټ = ټانک
و = وژل   او...
ماشوم ته باید دعلم،نوي ژونداوتمدن تدریس وشي،نه دوژلواودښمنۍ.هغه درسي کتابونه چې دایدیالوژیوپه رنګ رنګول شوي وي اوسیاسیون دخپلواهدافودترلاسه کولوله پاره یوازې دوهلو،نیولو اووژلوتدریس ته په کې لومړي توب ورکوي،نوداسې درسي کتابونه پرته له دښمنۍ اوکرکې نه نورڅه دزده کوونکوپه ذهن کې تداعي کولای شي.دافراطي افکاروخاوندان داسې کتابونه اودرسي مواد خپروي چې دنفرت او وژنې زړی کري،نه د ورورګلوۍ او انسانیت.څو ورځې مخکې مې سترګې او ذهن ددې جملوپه لوستلو زهیر شول:
« حقاني شبکې دجنګیا لیودجذبولواوروزنې له پاره د « نظامي درسونه » په نوم کتاب خپورکړ... په کتاب کې وايي چې د جګړې له پاره دې بالغ ځوانان جذب شي ... جنګي درسونه سپارښتنه کوي چې وسله وال دې اول شیخ اسامه،بیا ملاعمراوپه دریم نمبرکې دګلبدین حکمتیارډلې سره ملګري کیږي ...»
زه نه پوهیږم چې پښتون لالا به تر کومه د روا اونا روا جګړې په لومړۍ کرښه کې سربا یلي اوله قربانیو سره سره به بیا هم محکوم وي اوپه تخت نه،بلکې دباندې دپوټوایستلوپه ځای کې ناست وي.( تورې دې لالا وهي،مړۍ دې اودلا وهي)،که دینداري کوي،دافراطي اوطالب نوم ورباندې ږدي،اوکه یې په دیندارۍ کې لږ سرغړونه ورنه وشوه،بیا کمونست بلل کیږي.لکه څنګه چې په افغانستان کې دشنه وحشت په راتګ سره هرڅه پشما پشم شول،په ایران اوپاکستان کې هم د مهاجروافغانانوحال همداسې درهم برهم و.په پاکستان کې هرڅه باید د « آی ـ اس ـ آی » تربیرغ لاندې دپنجابیانوپه خوښه وشي.او په ایران کې یوازې دفارسي ژبې حکومت اوسیادت چلیږي اودشیعه ایزم تربیرغ لاندې باید دا کاروشي،که دبلې ژبې یا بل مذهب نوم چا نه سهوآ هم له خولې ووزي،بس دکفاروسرلاری ګڼل کیږي؛نوپه داسې حالت کې او داسې چاپیریال کې به دمورنۍ ژبې حالت څه ډول وي.
د روسیې هیواد په ځینوښارونو،لکه مسکو اوسنکت پترزبورګ کې هم زیات شمیر افغان مهاجرین ژوند کوي.هلته هم دمورنۍ ژبې مسآله دپاملرنې وړ ده.هغه وخت چې دتیارې استازي پرافغانستان واکمن شول،ګڼ شمیرتحصیل کړي له وطن څخه ناچاروکوچید ل اوډیره سلنه یې دروسیې په فدراتیف کې په مؤقتي ډول میشت شول.هغوهیوادوالوچې یوڅه امکانات لرل،له روسیې څخه یې دخیزدتختې په ډول استفاده وکړه اودغربي اروپا خواته يې مخه کړه،خودپاملرنې وړګڼ شمیرافغانان نه دعقیدې اوسیاسي ملحوظاتوله مخې،بلکې د مجبوریت اوضرورت له مخې دروسیې په څینوښارونو،له هغې ډلې نه په ماسکوکې پاتې شول.هلته یې هم له ډیرو ستونزوسره سره خپل فرهنګ هیر نه کړ.
په ۱۹۹۴ کال کې یوشمیروتلي اوپیژندل شوي فرهنګیا ن سره راغونډ شول او«دافغانـــستان دفــرهنــګ ټولنه » په نامه یې یوه فرهنګي ټولنه جوړه کړه.دې ټولنې دفرهنګ دبیلابیلوبرخوڅانګې درلودې،د«پردیس» په نامه یې یونشراتي ارګان درلود،دې ټولنې دخپل ژوند په اوږدوکې ګڼ شمیر سیمینارونه،مشا عرې،کنسرتونه اوفرهنګي محافل جوړکړل،خپل نشراتي ارګان «پردیس» یې چاپاوه اودټولنې له فرهنګي کارونوترڅنګ یې دا پلان هم درلود چې دمورنۍ ژبې دزدکړې،ساتنې اوپالنې کورسونه جوړ کړي،خوله بده مرغه دا کار یې ونه شوکړای چې ځانته دلایل هم لري،خودیادونې وړده چې دټولنې له مؤسسینوڅخه ښاغلي جلال نوراني دیوه ښوونځي د پرانستلوله پاره دځینودرسي کتابونودلیکلوهڅه وکړه،خودمهاجرت په ژوند کې سکون اوقرارچیرې وي،دی په بل لوري دڅویم ځل له پاره مهاجر شواوله ماسکوڅخه یې کوم بل لوري ته مخه کړه اودا کارهم ځای پرځای پاتې شو.بیا ښاغلي فاروق فــــردا د« نــویـد »په نامه یواخبارراویسته،خوکه به کوم لیکوال دکوچنیانویا دهغودزدکړې اومورنۍ ژبې په باب څه ورکړل،هغه به يې چاپول،خوخپله ــ سره له دې چې مبتکرژورنا لست اوشاعردی ــ څه یې ونه شوکړای.
بیا نوراخبارونه راووتل،فرهنګي ټولنې جوړې شوې اوپه رنګارنګ نومونوفرهنګي کارونه پیل شول،چې کله کله به سیا سیونوهم سرونه په کې ښورول.بیا د «پرستو» په اخبار هم څه خپرونې وکړې.
وروسته له هغه د ښاغلي سیداعظم اخګر کارونه دستاینې وړ دي.ده دوه اخبارونه د « ماما اخبار» او« مسافر» اخبارجاري کړ،دلیکوالویوه ټولنه یې جوړه کړه اوترڅنګه یې یوشخصي ښوونځی هم پرانست چې دافغان کوچنیانودښوونې اوروزنې اومورنۍ ژبې دزدکړې په برخه کې یې یولړګټورګامونه پیل کړل،چې له څه مودې وروسته دمهاجرت ستنزمن ژوند دده دکارونومخه هم وربنده کړه.په هرصورت دایونیک عمل وچې زه یې مثبت ارزوم.
په روسیه کې دمورنۍ ژبې دزدکړې اوساتنې په برخه کې بل دپاملرنې وړکاردمهاجرینوله پاره د ملګروملتونود « UNHCR » دادارې او« اکلیبر» دخیریه مؤسسې له خوا دافغان کوچنیانوله پاره دیوښوونځي پرانستل دي.په دې ښوونځي کې دنورومضامینوترڅنګ مورنۍ ژبه هم تدریسیده.په ماسکوکې دمیشتوافغانانواودهغوکوچنیانودکورنیودمعلوماتوله مخې چې کوچنیان یې همدې ښوونځي ته تلل؛ددې ښوونځي تدریس ډیرمثبت ارزول شوی دی دا خبره هم دیادولووړده چې په ماسکوکې دافغان کوچنیانوډیره سلنه په ستونزمنوفزیکي کارونواخته دي،په دې خاطر دښوونځي اومورنۍ ژبې دزدکړې له پاره دومره وخت هم نه پیدا کیږي.
په غربي اروپا کې هم هرهیواد د خپلوامکاناتواوقوانینوپه چوکاټ د بهرنیانودمورنۍ ژبې له زدکړې سره چلند کوي.دجرمني په کولن اوهامبورګ ښارونوکې دپښتوژبې دزدکړې له پاره یوڅه کار شوی دی،خوڅنګه چې په جدیت نه تعقیبیږي،نومثبته پایله هم نه لري.په هامبورګ کې دنوروفرهنګي کارونوترڅنګه ښاغلي دپلیوم انجنیرهاشم خیل خاځي دپښتوژبې دلوست یوکتاب لیکلی دی،دا کتاب په یوسلودوومخونوکې په ۱۹۹۳میلادي کال کې چاپ شوی دی.په دې کتاب کې دکوچنیانوله پاره لوست اوزدکړه په ابتدایي اوډیرښه ډول برابرشوي دي.دپښتوژبې توري اوبیا پښتوجملې په عنعنوي ډول ترتیب شوي دي،چې دلومړني سواد په زدکړه کې ډیر ښه رول لوبولای شي.
په ۲۰۰۱کال کې زما (آصف بهاند) دڅیړنواولاس لرلوموادواومعلوماتوله مخې،ښاغلي عزیزمحمد آماج د« په بهرکې دافغاني کوچنیانوله پاره پښتولوست» ترسرلیک لاندې،دیودرسي کتاب کار پیل کړی دی،لومړۍ برخه یې،په جرمني کې دافغانستان کلتورې ودې ټولنې له خوا تر چاپ لاندې و،اوپه دویمه برخه باندې یې ښاغلی لیکوال کارکوي.څنګه چې زه کتاب په لاس کې نه لرم،ځکه یې په اړه له څه ویلوډه ډه کوم.کیدای شي چې داروپايی هیوادونوپه ځینونوروښارونوکې هم دمورنۍ ژبې دزدکړې په باب لږ اوډیر کارونه شوي وي،چې جلا څیړنې ته اړتیا لري.
کومې څیړنې چې د۲۰۰۲ کال په لومړیودریومیاشتوکې ما په نیګړي ډول ترسره کړې دي،دهغومعلوماتوله مخې په جرمني هیواد کې پښتو ژبه په ثانوي تدریساتوکې شامله ده.له اتم ټولګي نه وروسته کوچنیا ن باید جرمني ژبه اویوه بله بهرنۍ ژبه تعقیب کړي اودهغوترڅنګه یوه هم دکوچنیانومورنۍ ژبه ده،که دکوم ماشوم مورنۍ ژبه پښتو وي،کولای شي پښتو تعقیب کړي.
دجرمني دولت په مرسته دمورنۍ ژبې دساتلواودافغان کوچنیانودښوونې اوروزنې په برخه کې بله دیادونې وړخبره دا ده چې د « BAFAR » په نامه،په پيښورکې دښوونې اوروزنې یوه مؤسسه جوړه کړې ده.دکارپه پیل کې یې دیو څه مودې له پاره مشري  پوهاند رحیم الهام کوله.ددې مؤسسې له خوا زیات شمیردرسي کتابونه لیکل شوي دي،چې اکثرآ په افغانستان کې دننه تدریس شوي دي.دغې مؤسسې په افغانستان کې دننه یوشمیرښوونځي هم درلودل.
په هغو هیوادونوکې چې افغانانوپناه اخیستې ده،یوهم ډنمارک دی.په ډنمارک کې هم لکه نورهیوادونه دمورنۍ ژبې زدکړه،ساتنه اوپالنه دافغان کورنیوله پاره،یوه لویه ستونزه ده،په تیره دهغوکورنیوله پاره چې دمورنۍ ژبې په ارزښتونوپوهیږي.
زما دمعلوماتوپر بنا په ډنمارک کې د پښتواودري ژبودزدکړې اوخوندي ساتلوله پاره هلې ځلې دتیرې پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې پیل شوي دي.په ۱۹۹۳میلادي کال کې دډنمارک دوخت دولت ژمنه کړې کړې وه چې دافغان کوچنیانوله پاره به دمورنۍ ژبې دزدکړې شرایط برابرکړي.دمورنۍ ژبې دخوندي ساتلواوتدریس په برخه کې ما له څوتنوښاغلوسره خبرې وکړې چې په ډنمارک کې دمورنۍ ژبې په تدریس بوخت وو.دوی هریوه دخپلوکارونو،تجربو،نیمګړتیاوو اوستونزوپه باب خبرې کړي دي چې دلته به یې لنډیز وړاندې شي:
دپښتوژبې خوږژبی شاعر اوفرهنګي دوست عبدالمالک بیکسیار،چې دډنمارک په کوبن هاون کې پښتوژبه تدریسوله،داسې راته وویل:
« دمورنۍ ژبې دزکړې دا کورس ما په ۱۹۹۴میلادي کال کې په ډیروستونزوجوړکړاواوس هم مړژواندي سره لګیا یو.ستونزې ډیرې دي اوزموږامکانات لږ.دایوازې په ښوونځي اوښوونکې پورې اړه نه لري،په کورنیوپورې هم اړه لري.هغه کورنۍ چې غواړي افغانان پاتې شي،دا کاریې وکړ؛اوپه کورنیوکې دننه دهغوپه مرسته دې کورسونواوزموږهلوځلویوڅه نتیجه ورکړه؛اوهغوکورنیوچې مرسته یې ونه کړه اویوازې یې درسمیاتوله پاره دا کاروکړ،څه پاله یې هم ترلاسه نه کړه.
اوس په ډنمارک کې درسمي اسیاسي مقاماتو له خوا داسې نظررامنځ ته شوی دی چې دمورنۍ ژبې دزکړې کورسونه له منځه یوسي.دنوي حکومت په پروګرامونوکې دمورنۍ ژبې دزکړې له پاره ځانګړې بودجه په نظرکې نه ده نیول شوې.دلته باید یوازې دډنمارکي ژبې اوډنمارکي کلتورزدکړه وشي،که څوک مورنۍ ژبه زده کوي باید دهغه مصارف دماشوم کورنۍ ورکړي.اوپه خپله کورنۍ باید پروګرام ورته جوړکړي.ما د «بي بي سي » له خوا چاپ شووکتابونونه استفاد کړې ده،چې په تدریس کې تر نوروموادومؤثر واقع شوي دي،
کله چې ما دمورنۍ ژبې(پښتو) کورس جوړاوه،راته وویل شول چې:که ته دژبې حق غواړې،نوافغانستان ته ولاړ شه اویا له ایرانیانوسره په کورس کې کینه.ما بیا قناعت ورکړچې پښتواوفارسي د دووسره جلا خلکودوې بیلې ژبې دي.»
بل افغان ښوونکی چې په ډنمارک کې یې دمورنۍ ژبې تدریس کړی دی،دکابل پوهنتون استادښاغلی اسد سماک دی.ده هم دمورنۍ ژبې دتدریس،امکاناتووستونزواوقوانینوپه باب دتیلفون پرکرښه راته وویل:
« دلته کوبن هاون کې هرناسیونال په هفته کې یوه ورځ درې درسي ساعته حق لري چې دمورنۍ ژبې زدکړې ته کیني،هغوښوونکو ته دتدریس دلومړي توب حق ورکول کیږي چې دتدریس سابقه ولري.که په ډنمارکي ژبه باندې پوه شي،ډیره ښه ده چې دنوروښوونکوپه غونډوکې ګډون وکړي،له تجربوڅخه یې استفاده وکړي.
پخوا داسې ووچې په کال کې دوه ځلې ټولوهغوښوونکوته چې دمورنۍ ژبې تدریس یې کاوه،یولګچراورول کیده،چې معلوماتي اوښوونیزاړخ یې درلوده.یواړوندماهر به له کوم پوهنتون څخه راغوښتل کیده اودښوونکوله پاره به یې لارښوونه کوله اوهغوپوښتنوته به یې ځوابونه ویل،چې دمورنۍ ژبې دتدریس په دایره کې به رامنځ ته کیدل.
دلته په ډنمارکي ټولنه کې دانتګریشن(په ټولنه کې جذ بیدل) مسآله طرحه کیدله،اودغوکارپوهانوبه ویل چې که دچامورنۍ ژبه زده وي،په ښه ډول کولای شي ډنمارکي ژبه اوکلتورجذب کړي.
دمورنۍ ژبې زدکړه په کورنۍ اومورپلارپورې هم اړه لري،که هغوی مرسته ونه کړي،ماشوم نه شي کولای چې په پردي چاپیریال کې خپله مورنۍ ژبه وساتي.ما دمورنۍ ژبې په تدریس کې له بیلابیلوموادونه استفاده کړې ده.یوکتاب مې تا لیف کړ،چې په لومړي اودویم ټولګي کې تدریسیږي.په هغوموادوکې چې دافغانستان دحکومت یا دحکومت دضد ډلوله خوا لیکل شوي اوماته په لاس راغلي دي،په هغوکې قومي،مذهبي اوجنګي رنګ ډیر غالب دی اونفرت ته په کې لمن وهل شوې ده،اوډیرځلې جګړه په کې تبلیغ شوې ده،ځکه یې زه له تدریس څخه ډه ډه کوم.اوپه دې کتاب کې چې ما لیکلی دی،زموږدافغاني ټولنې فرهنګي مسا یل په نظرکې نیولوسره داروپایي ژوند ــ چې اوس موږژوند په کې کووــ بیلابیل اړخونه هم په نظرکې نیول شوي دي. خو اوس داسې ګونګوسی دی چې دمورنۍ ژبې تدریس لغوکیږي،که میندې اوپلرونه یې تدریس غواړي،باید مصرف یې په خپله میندې پلرونه ورکړي ...»
بل تن چې د ډنمارک کې دمورنۍ ژبې په تدریس بوخت و،دکابل پوهنتون پخوانی استاد شاه محمود محمود دی.ښاغلي محمود په هغه وخت کې چې دمورنۍ ژبې دتدریس دنده پرمخ بیوله ، دمورنۍ ژبې دزدکړې،امکاناتواوستونزوپه باب خپل نظرداسې څرګند کړ:
« موږته وخت راکړل شوی دی چې مورنۍ ژبه تدریس کړو.زه همدا اوس تدریس کوم،په دووجلاټولګیوکې زده کوونکي لرم،یودمبتدیانوله پاره ( الف ، ب ټولګی ) اوبل دیوڅه لویانوله پاره چې په هغه کې دنورولوستونوترڅنګ،د ګرامر،تاریخ اوجغرافیې تدریس هم کوم.زه له هغوموادونه استفاده کوم چې په وطن کې استفاده ورنه کیده.له بده مرغه په ډنمارک کې هڅه روانه ده چې دمورنۍ ژبې دزدکړې کورسونه وتړل شي او که څوک د خپلوکوچنیانودمورنۍ ژبې دساتنې په غم کې وي،مصارف یې باید چې په خپله ورکړي.»
دغه راز په ډنمارک کې دمورنۍ ژبې دتدریس له پاره نوروهیوادوالوپه بیلابیلوځایونوکې خپلې هلې ځلې نه دي سپمولې،چې په تفصیل سره یې یادونه ددې مقا لې له حوصلې نه وتلې ده.
زما دمعلوماتوله مخې دمورنۍ ژبې دزدکړې،ساتنې اوپالنې مسآلې ته،دسویدن په هیواد کې ترنوروهیوادونوډیره پاملرنه شوې ده.دامعلومات ماهلته تر لاسه کړچې د۲۰۰۲کال په پیل کې،دسویدن ستاکهولم ښارته دمورنۍ ژبې هغه سیمینارته دلکچرورکوونکي په توګه وبلل شوی وم چې له سکندنویایي هیوادونو( ډنمارک،سویدن،ناروې،فنلند )څخه دمورنۍ ژبې دتدریس دستونزودشریکولواودتجاربودراکړې ورکړې له پاره دمورنۍ ژبې ښوونکي رابلل شوي وو.په دغه سیمینارکې دمورنۍ ژبې یوښوونکي،ښاغلي سلیم عزیزي، په سویدن کې دمورنۍ ژبې دتدریس دپیل په باب  داسې راته وویل:
په سویدن کې دپښتوژبې تدریس په ۱۹۸۰ میلادي کال کې،په ښوونځیوکې پیل شو،په لومړي سرکې ښاغلي عبدالعلی رسول زاده تدریس کاوه،قاعده داسې وه چې دسویدني ژبې دتدریس پرمهال به،دمورنۍ ژبې ښوونکی هم موجود و.زموږعملي کار دا ښودلې ده،چې له کوموکوچنیانوسره چې میندې اوپلرونه مرسته کوي،نتیجه یې ډیره ښه ده.
ددې خبرې یادول ډیراړین دي چې،له پاسنیویادوشووهیوادونواوښارونونه پرته په ځینونوروښارونواوهیوادونوکې هم دمورنۍ ژبې تدریس،زدکړې،ساتنې اوپالنې ته په شخصي یا رسمي ډول کار اوپاملرنه شوې ده،چې یادول،دموادوراټولول،لیکل اوارزول یې وخت اوجلا هڅو ته اړتیا لري.
ما ددې مقالې له لارې د۲۰۰۲کال په پیل کې چې کوم وړاندیزونه کړي وو،اوس هم ورباندې باوري یم،خواوس له هغه وخت نه لس کاله تیر شوي دي.دافغانستان اونړۍ شرایط په هراړخیزډول بدل شوي اوبدلیږي پسې.زموږپرهیواد،په ځانګړي ډول زموږپرښوونه اوروزنه باندې هرکله دجګړودوریځوسیوری راغلی دی اوسیمه ایزې نادودې یې هم په مخ کې خنډونه جوړکړي دي.ډیرځلې کوچنیان په هیواد کې دننه په مورنۍ ژبې له تدریس څخه محروم شوي دي اوله هیوادنه بهردکوربه هیوادونودژبواوکلتورونوتر سیوري لاندې اودمیندواوپلرونودبې غورۍ په وجه دمورنۍ ژبې له زدکړې نه محروم پاتې شوي دي اوهمدا اوس هم دا پروسه په خرپ اوترپ روانه ده.
اوس افغانان په هر ډول شرایطوکې چې دي،په هر هیوادکې چې ژوند کوې،باید دمورنۍ ژبې دزدکړې،ساتنې اوپا لنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.په ۲۰۰۲ کال کې چې ما دموضوع په اړوند دسویدن په ستاکهولم کې ځینې وړاندیزونه کړي وو،اوس یې هم ضروري بولم.هغه وړاندیزونه په لږتوپیر سره په دې ډول دي:
ــ په افغانستان کې سیاسي ـ نظامي حالت ټیکاو نه لري،هره ورځ څه چې هره شیبه بدلیدلای شي،دهمدې لامل له مخې دټاکلي وړاندیزمطرح کول ګران بریښي؛څنګه چې په افغانستان کې دننه او له افغانستان څخه دباندې دمورنۍ ژبې دستونزې توپیرسره لري ،په افغانستان کې دننه په مورنۍ ژبې دتدریس اولیک لوست مسآله طرح ده؛اوله افغانستان څخه دباندې په مورنۍ ژبه باندې پوهیدل، دمورنۍ ژبې زده کول،ورباندې خبرې کول اودهغې دسا تلو اوپا للو مسآله مطرح ده.دهمدې دلیل له مخې په افغانستان کې دننه ټولو کورنیو،دولتي اړوندوادارو،ښوونکو اوفرهنګیانوسره ښايي چې په مورنۍ ژبه باندې دلیک لوست مسآله دې نه هیروي اوساده دې نه انګیري؛خکه  چې په مورنۍ ژبه باندې دیوڅه زده کول اوپه دویمه ژبه باندې څه زده کول ډیر توپیر سره لري.
ــ په ګاونډیوهیوادونو،په تیره پاکستان اوایران کې سره له دې چې مهاجرافغانان دیادوهیوادونو،ژبواوټولنیزوسیاسي شرایطو بارپراوږو وړي،خوباید دمورنۍ ژبې دزدکړې،ساتلواولیک لوست مسآله هیره نه کړي.
ــ اوس چې له افغانستان نه دباندې فرهنګي ټولنې بې شمیره جوړې شوې دي،که دغه ټولنې دنوروهیوادونودنارواپروګرامونوپه لمنوپورې نه وي زوړندې؛باید دافغان کوچنیانومورنۍ ژبوته پاملرنه وکړي اوپه کوربه هیوادونوکې له رسمي مقاماتوسره په تماس کې دمورنۍ ژبې دزدکړې په برخه کې بنسټیز کارپیل کړي.
څومره چې زه مالومات اوتجربه لرم،د بي بي سي دتعلیمي ادارې له خوا دخپروشویوکتابونودتدریس نتیجه ډیره ښه ده،ځکه یې دتدریس ددوام پلوی یم او وایم چې ددغوکتابونودتدریس لړۍ دې پراخه شي‎.
ــ څنګه چې ښکاره ده په افغانستان کې دننه چاپیریال،دګاونډ یوهیوادونوچاپیریال اونوروهیوادونوچاپیریال یوبل سره جوت توپیرونه سره لري.باید دهرهیواد دعیني شرایطو،ستونزواوامکاناتوپه نظرکې نیولوسره دمورنۍ ژبې دزدکړې،ساتنې اوپالنې له پاره درسي مواد اوشرایط برابرکړای شي.
ــ څنګه چې لیدل کیږي دډیروهیوادونوپه تعلیمي نصاب کې دمورنۍ ژبې زدکړې له پاره ځای نه شته،دهمدې دلیل پر اسا س له هرې ممکنې وسیلې نه په استفادې سره دمورنۍ ژبې زدکړه په تعلیمي نصاب کې ځای پر ځای شي ،اوکه ممکنه نه وي،دکوچنیانوکورنۍ،فرهنګیان اوښوونکي دې په شخصي ډول دمورنۍ ژبې دکورسونوپرانستلو ته ملا وتړي.
ــ په هیواد کې دننه اوله هیواد څخه دباندې میډیا سره ښايي چې دمورنۍ ژبې داهمیت،تدریس اوساتلو په برخه کې په پراخ ډول تبلیغاتي کمپاین پیل کړي.ټولولیکوالوته لازمه ده چې دموضوع داهمیت په اړوند مقالې اوکتابونه ولیکي.
ــ دې مسآلې ته دې دلویانواوکورنیوپام وي:
کوچنی چې په پردي چاپیریا ل کې لوییږي،هرډول چې کیږي،باید دمورنۍ ژبې زدګړې ته یې جدي پاملرنه وشي،چې په دې ډول ما شوم وکولای شي چې له خپلې کورنۍ اوهیواد والوسره دپوهونې راپوهونې اوارتباط یوه وسیله ولري.که نني ماشومان اودسبا ورځې ځوانان له هرڅومره لوړوزدکړوسره خپل وطن اوخلکوته وروګرځي،که په خپله مورنۍ ژبه چې دده دخلکوژبه هم ده،خبرې ونه شي کړای،نه یوازې دا چې هغوخلکو اوهغه وطن ته خدمت نه شي کولی،بلکې خپل شخصیت ته یې هم ضرر رسوي او پایلې یې منفي دي.
‎‎ــ دمورنۍ ژبې په اړوند دې دټولوذیربطودولتونو،فرهنګي مؤسسو،میډیا اواشخاصوفعا لیتونه ،دملګروملتنودځانګړواداروله پروګرامونوسره همغږي شي.درسي پروګرام اودرسي مواد باید دعلمي اوڅانګیزومتخصصینوله خوا دتیروتجاربوله مثبتواړخونونه په استفادې سره ولیکل شي.هیله داسې ده چې ددې آثارودچاپ مصارف دې دملګروملتونودماشوم صندوک (یونیسف) له خوا ورکړل شي.
څنګه چې دسویدن دولت دمورنۍ ژبې په برخه کې زات کارکړی دی اوښې تجربې لري،نوپه نږدې راتلونکې کې دې،دملګروملتونواواروپایي اتحادیې سره په تفاهم کې دمورنۍ ژبې دتدریس اوخوندي ساتلوکارپوهان،لیکوا ل اودنظرخاوندان دیوه علمي سیمینارپرمیزسره راټول کړي؛چې هغوی دیوه واحد درسي پروګرام اودرسي موادوله پاره،خپلې تجربې،لیکنې اونظریات یوبل ته واوروي اوخپلوکې دې قناعت سره وکړي.داسې نه شي چې بیا یوښوونکی په یوځای کې ماشوم ته ووایي چې:
دافغانستان فلانی واکدارخدمتګاراوملي قهرمان و،اودابل یې ووایي چې هغه خاین و،وطن پلورونکی اوقاتل و.دا نمونې ددې لړپه تیروتجاربوکې،له بده مرغه لیدل شوې دي.
ــ په راتلونکې کې دې په نویوچاپیدونکودرسي کتابونوکې دملي ګټواوملي هویت مسآلې ته جدي پاملرنه وشي اودمسایلودروښانولو له پاره دې وطني نومونې اوملي ترمنالوژي وکارول شي.
ــ که موږماشومان له بیسوادۍ،ظلم،زورزیاتي اومحرومیتونوڅخه خلاص نه کړو،په څویم ځل به موانسانیت له بې عدالتۍ اوظلم سره مخامخ کړی وي.
راشئ ماشومان دبیسوادۍ له لوی ظلم څخه وژغورئ!
راشئ دکوچنیانوپه باب هغسې چې دنوې زمانې علمي غوښتنې یې غواړي،فکر وکړو!
کوچنیان ګلان دي،ګلان ښه وساتئ!!!
                                                      « هرقوم په خپلې ژبې اوهره ژبه په خپلوادبیاتوژوندۍ پا تې کیږي »
                                                                                               ( محمود طرزي )