د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ددفاع وکالت رول په عادلانه محکمه کې

محمد جعفرواحديار 24.03.2012 14:17

که چیرې ددفاع وکالت تاریخې بڼې ته نظرواچول شي نودابه څرګنده شي چې ددفاع وکالت موضوع څنګه چې په ننۍ متمدنه نړۍ کې جریان لري پخوانیوپرمختللوپیړیوکې يې هم وجود درلوده ، اوپه افغانستان کې ددفاع وکالت موضوع نوې ده اوډیری خلک په دې اړه سم مالومات نه لري .

له همدې امله له متهم څخه ددفاع کولوحق په لومړني نړیوال مدون قانون ( حمرابي ) قانون کې ځای شوی وه ، کومې قضیې چې په هغه وخت کې محاکموته وړاندې شوې وې په هغوکې دمدافع وکیل دنده له ورایه څرکنده شوی وه ، همدارازداغراقیانوپه وخت کې به چې دخلکوترمنځ شخړې اومنازعات رامنځ ته کیدل نوهغه شخړې به دحل اوفصل لپاره محاکموته لیږل کیدلې ، اوپخواله دې چې دغه منازعات محاکموته ولیږل شي نومدعي اومدعي علیه به کاتب ته ورتلل ،اوهمدغه کاتب دوﺉ ته تحریري اسناد جوړول ، اووروسته له هغې به دعوا محکمې ته استول کیدله ، دپخواني روم په تاریخ کې هم ددفاع وکالت موضوع وجوددرلوده دپخواني روم په قوانینوکې په صراحت سره ‌ذکرشوي وه ، چې دمدافع وکیل دنده لري چې دخپل مؤکل قضیه دمحکمې په وړاندې ذکراوطرح کړي همدارنګه په دغوقوانینوکې ذکرشوې وه مخکې له دې چې مدافع وکیل په خپله دنده پیل وکړي باید په انجیل باندې قسم وخوري چې عدالت به مراعات کوي اوخپله دنده به په عدالت اوامانت سره سرته رسوي ، په اسلامي شریعت کې هم داموضوع په ډیرجامع اوکامل شکل سره ذکرشویده ، په اسلامی شریعت کې هرڅوک کولای شي چې دقانوني استدلال دکمزورتیا په خاطراویا په مسایلوباندې دناپوهۍ له کبله ځانته په یوه قضیه کې که هغه جزايي وی اوکه مدني وي مدافع وکیل ونیسي .

چې په اسلامي شریعت کې ددفاع وکالت عقد داډول تعریف شویدی .

چې همدغه تعریف په مدني قانون کې هم ‌ذکرشویدی ،

تعریف : دفاع وکالت یوعقددی چې دهغه په موجب مؤکل یوبل شخص په قانوني اومالوموتصرفاتوکې خپل قایم مقام ګرځوي.

که چیرته دافغانستان اوسني عدلي اوقضايي سستم ته نظرواچول شي وبه لیدل شي چې دجرم کشف دپولیس دنده اودجرمونوتحقیق اوددعوی اقامه کول دڅارنوال په غاړه ده ، چې دغه موضوع داساسي قانوپه (۱۳۴) مه ماده کې ذکرشویده ، اوداساسی قانون په (۱۲۰) مه ماده کې بیا راغلي دي چې دقضایه قوې صلاحیت په ټولوهغودعواووغورکول شامل دي ددولت په شمول دحقیقي اوحکمي اشخاصوله خوا دمدعي اومدعي علیه په حیث دقانون له حکمونوسره سم دمحکمې په وړاندې اقامه شي .
اواساسی قانون په( ۱۲۲) مه ماده کې وايي چې هیڅوک داحق نه لري چې یوه قضیه دقضایه قوې له صلاحیت څخه وباسي اوبل مقام ته یې وسپاري .
په همدې توګه که ددفاع وکالت رول ته ځیرشونووبه ګوروچې داساسي قانون په (۱۳) مه ماده کې دمدافع وکیل رول په څرګند ډول بیان شویدی ، لکه چې وايی هرڅوک داحق لري چې له نیولوسره سم داتهام څخه ځان خبراودهغې مودې دننه چې قانون یې ټاکي په محکمه کې حاضرشي .
راځودیتهچې ایا پورته حق چې قانون ی یوه متهم ته ورکړی په افغانستان کې په ریښتینې توګه یوه متهم ته ورکول کیږي که څنګه ؟
دپورته سوال په ځواب کې باید ووایوڅرنګه موچې پورته وویل دیوه تورن کس نیول دپولیس دنده اوتحقیق باید څارنوال سرته ورسوي .
پولیس چې څه وخت یوکس نیسی اودهغه په اړه داتهام اسناد اومدارک څارنوال ته سپاري اوڅانوال په دغه کس دعوه اقامه کوي دلته زمونږ دهیوا پولیس لاندې کمزورتیاوې اونیمګړتیاوې لري ،
۱ – دلته دپولیسواوڅارنوال ترمنځ په اجرااتوکې سمه همغږي اوهماهنګي شتون نه لري .
۲ – دوهم زمونږ په هیواد کې پولیس سمه مسلکی وړتیا نه لري .
۳- ډیری وخت اصل کس پرځای بې غرضه کسان دجرم په تورنیسی اوڅارنتون ( توقیف ) ته یې لیږي .
۴ – په خپلوکړنواواجرااتوکې له پوره دقت او‌ذیرکتیاڅخه کارنه اخلي .
۵ – ځينوخلکوسره شخصی اړیکې اوله ځينونوروسره شخصی تعصبات په نظرکې نیسي .
۶ – مادی ګټودلاسته راوړلوپه صورت کې اصلی مظنون اویامتهم خوشې کوي اوپرځای یې بې ګنا کس نیسي .
۷ – اوبل داچې پولیس ډیری وخت دقانون دحکم په خلاف دتورن کس په وهلواوټکولولاس پورې کوي اوهڅه کوي چې دزوراوشکنجې له لارې اقرارترې واخلي چې دغه کارداساسي قانون د( ۳۰ ) مې مادې اودجزاقانون د( ۲۵۰ ) مې مادې خلاف کړنه ده ، داساسي قانوپه ( ۳۰ ) مه ماده کې وايي له متهم څخه په زوراقرار اوشهادت داعتباروړنه دی اوپه جرم اقرارباید دمتهم په خوښه اودجوړتیا په حالت کې وي خوپه خفګان سره باید ووایوچې زمونږپه هیواد کې پولیس دغه اصل په نظرکې نه نیسی .
څه وخت چې پولیس سره له پورته ذکرشووکمزوریوسره یوکس نیسي اودهغه په اړه راټول شوي اسناد څارنوال ته سپاري اوڅارنوال بیاهم دپولیس په لاس اوخوښه جوړوشوومالوماتو اواسنادوته زړه ښه کوي ، اوپه تورن کس دعوه اقامه کوي باید ووایوچې زمونږ دهیواد ځینې څارنوالان دومره کمزری دي چې نه له تورن څخه په سمه توګه تحقیق کوي اونه هغې سیمې ته ځي چې هلته جرم رامنځ ته شوی وي اودادڅارنوال ددندې له مخې ستر مسئولت دى په هغه سيمه کې چې جرم رامنځ ته شوى وي ولاړشي اوهغه ځاى له نيږدې څخه وګوري خوڅاروال یواځې دپولیس په لاس جوړه شوې دوسیه په بغل کې نیسی اوتورن کس په ډول ډول زشتواوبدوالفاظوتهدیدوي ، چې په دغه وخت کې تورن کس تردې اندازې ذهني تاثیرلاندې راځي چې له ورایه هرچاته دمجرم په توګه ښکاري ، داچې ولې یوتورن کس تردې اندازې ترتاثیرلاندې راځي دالاندې لاملونه لري .
۱ – زمونږ په هیواد کې ډیرخلک له لازمې پوهې څخه بې برخې دي .
۲- نیول شوی کس په څارنتون اوزندان کې داسې بولي چې هیڅوک یې هم مرستې ته لاس نه شي غزولای .
۳ – پولیس ، څانوال ، اودڅارنتون ( توقیف ) مسؤلین له تورن کس سره داسې چلیند کوي چې نیول کس ددوﺉ په منځ کې دبې کسۍ احساس کوي .
۴ – بل داچې زمونږ دټولنې ډیرخلک دپولیس ، څارنوال ، قاضي ، اونورودولتي چارواکوترمخې دخبروکولوتوان نه لري .
۵ – دلته ډیرخلک دهیوا له قوانینوڅخه پوهاوی نه لري چې په قانوني توګه دڅارنوال په وړاندې دسم اومناسب استدال له مخې له خپل ځان څخه دفاع وکړي نوپه دغه ډول حالاتوکې باید یوداسې یوڅوک موجود وي چې له تورن کس څخه دفاع وکړی چې هغه مدافع وکیل دی چې ډیرخلک زمونږ په هیواد کې له دغه قانونی حق څخه محروم اوبې برخې دي اوپرته له کوم مالوم جرم څخه په زندانونوکې شپې اوورځې سباکوي .
دایوه جوته خبره ده چې مدافع وکیل دیوه تورن کس له نیولواوهمدارازتحقیق اومحکمې په ټولوپړاوونوکې ښه اوپه زړه پورې رول لوبولای شي .
نوویلای شوچې دیوه متهم لپاره دمدافع وکیل ټاکل دعادلانه محکمې یومهم عنصرګڼل کیږي .
څرنګه چې دجزايي اجراآتودقانون ( ۳۸ ) مې مادې په اول اودهم بند کې داډول صراحت شتون لري
۱ – یومدافع وکیل باید دمظنون داستنطاق په ټولومرحلوکې وجود ولري .
۲ – مدافع وکیل اوتورن کس حق لري چې دتالاشۍ په جریان ددتورنواومتهمواشخاصوپه پیژندلومخامخ کولوکې دصف په معاینه کې چې داهل خبره له خواصورت نیسي په محکمه کې حاضروي خوزمونږ په هیواد کې لکه څرنګه چې قانون یومتهم ته ددفاع وکالت حق ورکړی ، نه ورکول کیږي .
اوبل داچې خلک له قانون څخه پوهاوی نه لري اونه ورته په دې اړه لازمې لارې چارې مالومې وي ، اوبل داچې دلته دډیروخلکواقتصادي وضعه تردې اندازې کمزورې ده چې دمدافع وکیل دنیول توان نه لري ، داسمه ده چې دعدلیې وزارت باید دبې بضاعته بې وزله متهم لپاره مدافع وکیل ونیسي خوداحق هم زمونږ په هیواد کې ډیرومتهمینوته نه ورکول کیږي .
بایدیادونه وکړم چې دمدني اوسیاسي حقوقود نړیوالوتړونونود( ۳ ) مې مادې په ( ۱۴ ) بند کې هم دمدافع وکالت اودمتهم دحقوقوڅخه په لاندې توګه یادونه شویده .
( ۱) - هرشخص حق لري چې دهرډول اتهام په صورت کې چې پرې وارد شوی وي دلاندې تضمینونوڅخه ګټه واخلي .
۱ – محکمه باید دمتهم په مخکې صورت ورنیسی .
۲ – باید دمتهم له خوادټاکل شوي وکیل په واسطه له ده څخه دفاع وشي .
۳ – که وکیل ونه لري باید دوکیل دنیولوحق ورکول شي .
۴ – په ځينووختونوکې که محکمه لازمه وګڼي باید دمحکمې له خوورته وکیل ونیول شي .
۵ – که یومتهم مدافع حق الزحمې وکړې توان نه لری باید محکمه یې په غاړه واخلي .
څرنګه چې ټولوخلکوته مالومه ده چې په افغانستان کې اساسي قانون ، جزاقانون، دجزایي اجراآتوموقت قانون ، دکوچنیانوسرغړونوته درسیدلوقانون ، جزايي سستم تنظیموي .
دهمدې له مخې باید یومتهم په ( ۳۰ ) ورځوکې محکمې ته حاضرشي .
متهم باید خپله جلسه دایره کړي چې په دغه وخت کې ابتدایه محکمه دایریږي .
ابتدایه محکمه هغه محکمه ده چې دموضوع په ابتدايي حالاتوغورکوي چې په دغه محکمه کې دیوه متهم په محکومیت اویاغیرمحکومیت یعني بې ګناهۍ په اړه تصمیم نیسي .
چې په دغه وخت کې داختصاصی جلسې په جریان کې څارنوال دشخص په اړه اسناد اومدارک محکمې ته وړاندې کوي .
چې په دغه وخت کې باید دیوه متهم وکیل هم دخپل مؤکل دبې ګناهۍ په اړه لازم دلایل وړاندې کړي .
چې په نتیجه کې دمتهم په محکومیت اویا برائت حکم صادریږي .
کیدای شي چې دمحکمې دغه حکم نهايي ( روستنی ) وي اویا استناف غوښتنه فرجام غوښتنه پکې صورت ونیسي ، که په دغه صورت کې ددعوا ددواړولوریوڅخه یوتن قناعت ونه کړي نومحکمه دوهمې اودریمې مرحلې ته پاتې کیږي .
نودلته ویلای شوچې دمدافع وکیل رول دیوه کس له نیولواوتوقیف څخه پیل اودمحکمې ترورستنۍ پریکړې پورې دوام کوي .
داساسي قانون د( ۲۷ ) مې مادې له مخې هیڅوک دیوچادنیولو، توقیف کولواومجازات کوولوحق نه لري مګردقانون دحکم په اساس .
همدارنګه دجزايي اجراآتودقانون ( ۳۰ ) مه ماده کې وايي چې عدلي پولیس په لاندې حالاتوکې یوکس نیولای شي .
۱ – دجنایت یاجنحې دجرم دسرته رسولوپه صورت کې چې جزايې متوسط حبس وي.
۲ – هغه شخص چې دجنایت په جرم کې قلمدادشي اودورکیدوویره یې موجوده وي .
۳ – په نوروحالاتوکې دپولیسوله خوانیول دواکمنومقاماتوپه دستورصورت نیسي .
که پولیس دپورته ته حالاتوپرته یوڅوک نیسي اوتوقیف کوي یې داکارداساسي قانون د( ۲۴) مې مادې خلاف کړنه اوجرم ده ځکه داساسي قانون په ( ۲۴ ) مه ماده کې وايی چې ازادي دانسان طبعي حق دی اوهیڅوک نه شي کولای چې دیوچاازادي له منځه یوسي هغه توقیف اویایې زندان ته ولیږدوي .
دجزايي اجراآتو( ۳۱ ) مه ماده کې وايي چې پولیس باید په څلورویشت ساعتونوکې دیوه تورن څڅه دکړي جرم استنطاق پوښتنې اوګرویګنې پیل کړي .
همدارنګه دپولیسودقانون د( ۲۵) مې مادې له مخې دجرم اومجرم دهراړخیزکشف لپاره نیول شوی مظنون تر( ۷۲ ) ساعتونوپورې ترڅارنې لاندې ونیسي .
دجزايي اجراآتوپه (۳۸) مه ماده کې وايي مدافع وکیل اومظنون حق لري چې دقضیې داستنطاق اوتحقیق په ټولوپړاوونوکې حاضروي .
امکان لري چې دمدافع وکیل دلازمودلایلوله مخې چې هغه اسناد اومدارک چې څارنوال په متهم وارد کړي وي ، دمحکمې دورستنۍ پریکړې څخه وروسته برائت حاصل کړي اوبې ګناهي یې څرګنده شي اوبیرته ټولنې ته دیوه داسې کس په شکل خوشې شي لکه چې هیڅ جرم یې نه وي کړای .
باید ووایوچې که یوکس دمدافع وکیل ددلایلوله مخې برائت حاصل کړي داډیرغوره ده له دې څخه چې یوکس مجازات شي .
لکه چې په دې اړه حضرت پیغمبرص وايي ( ان یخطی فی العفو خیرمن ایخطی فی العقوبه ) که چیرته قاضي په عفوه کې خطاشي داډیره غوره ده له دې څخه چې یوقاضي یوه بې ګنا کس ته په جزاورکولوکې خطاوکړي.
چې په دې اړه داساسي قانون ( ۲۵) مه ماده هم داډول صراحت لري .
برائت الذمت اصلي حالت دی داپه دې ماناچې ترڅوپورې یوکس دواکمنې محکمې دحکم پربنسټ متهم ونه پیژندل شي بې ګناګڼل کیږي .
چې جزا قانون هم په څلورمه ماده کې ورته اشاره کړېده اودجزايي اجراآتوقانون په څلورمه ماده کې وايي چې دجزايي دعوې داقامه کولولوله پیل څخه دجرمي مسؤلیت ترتثبیت پورې شخص دمحکمې په وروستي حکم محکوم علیه اویا بې ګنا ګڼل کیږي .
که فیصله دشخص دبشري حقوقودسلب اویامحدودیت باعث کیږي باید په قانوني دلایلوبنا وي ، چې دغه ډول کارکول په یوه ریښتیني کشف پورې محدود دی .
څه وخت چې یوکس بې ګناوي نومدافع وکیل یې داهڅه کوي چې دهغه دبې ګناهۍ په اړه اسناد اومدارک راټول کړي چې دهغه دبې ګناهۍ اوبرائت الذمتوب باندې مؤثریت ولري .
اوباید مدافع وکیل دمحکمې په وړاندې ثابته کړي چې دڅارنوال دلایل بې بنسټه اوبې اساسه دي اوحتی که دمدافع وکیل مؤ کل مقصرثابت شي باید دمتهم حقوقوته احترام وشي .
داچې یومتهم کوم حقوق لري غواړم په لاندې توګه ورڅخه یادونه وکړم.
(۱) دمدافع وکیل دنیولوحق
(۲) دسکوت حق
(۳) له اجبارڅخه پرته دهغه خبرواوبیاناتوداوریدلوحق .
(۴) ترځانګړوشرایطولاندې په ضمانت دخوشې کولوحق.
(۵ ) که یوکس جرم هم ترسره کړی وي باید وکیل یې رازوساتي .
که مدافع وکیل دڅارنوال دالزام دلایل رد کړي اوڅارنوال ونه توانیږي چې دمحکمې په وړاندې لازم دلایل وړاندې کړي نودلته دشخص دبرائت موضوع مطرح کیږي اومحکمه دشخص په برائت حکم کوي .
باید ووایوچې مدافع وکیل یواځې له مظلوم متهم څخه دفاع کوي .
همدارازدهغوکسانوڅخه هم دفاع کوي چې نامالوم برخلیک ولري چې انصاف اوعدالت ته سترګې په لاردزندان داوسپنه ایزوپنجروترشاشپې اوورځې سبا کوي .
اوهمدارنګه مدافع وکیل له هغومتهمینوڅخه دفاع کوي چې دهغوئ جنايي دوسیې په وحشتناک ډول دپوچواتهاماتوپربنسټ جوړې شوې وي .
اوله هغومتهمینوڅخه دفاع کوي ،چې دبرائت الذمتوب حق لري اوغیرحق محکوم علیه ګڼل شوی وي اوله هغومتهمینوڅخه دفاع کوي چې په ناحقه توګه پرې شاهدانوشهادت ویلی وي .
اوله هغومتهمینوڅخه چې عدلي دوسیې یې دافواهاتوله مخې جوړې شوې وي .
اوله هغومتهمینوڅخه چې دحق الذحمې دورکولوتوان نه لري باید دقانونن له مخې پرته له حق الذحمې ترې دفاع وشي .
چې دافغانستان ډیری زندانونه له پورته ډول بې ګنا اشخاصوڅخه ډک دي اوهیڅوک ورته دمرستې لاس نه غزوي .
یادونه باید وکړم چې مدافع وکیل هغه څوک دی چې قاضي سره مرسته کوي اوموضوع ورته روښانه کوي نودپورته دلایلوله مخې ویلی شوچې ددفاع وکالت دعادلانه محکمې یومهم عنصرګڼل کیږي داپه دې مانانه ده چې پولیس څارنوال اوقاضي داعتماد وړنه دي اویواځې مدافع وکیل دی چې عدالت تامینوي .
نوویلی شوچې پولیس قاضي څارنوال اومدافع وکیلان یوله بل سره ددځنځیرپه شکل تړلي دي چې دوئ یوله بله پرته نه شي کولای چې په سمه توګه عدالت تامین کړي .
نوپه سمه توګه عدالت په یوه هیواد کې هغه وخت تامینیدلی شي چې پورته مسؤلین په پوره اخلاص ، داسلامي ، مذهبی ، افغاني ، اووظیفوي مسؤلیت له مخې خپله دنده ترسره کړي .
که په ریښتینې توګه پورته مسؤلین خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي قانون حاکم کړي اواصلي مجرمینوته جزا ورکړي اوبې ګنا خلک دشخصي تعصباتواومادي ګټودلاسته راوړلوپه موخه زندان ته ونه لیږدوي نودایوڅرګند حقیقت دی چې په افغانستان کې به ارامي ، سوکالي اوهوساینه رامنځ ته شي اوافغانستان به له سیالوسره سیال او دپرمختللوهیوادونوله کاروان سره یوځای شي .
لیکوال : محمد جعفرواحدیار(عبدالرحیم زی )
په پښتوټلويزيون کې دسياسي څانګې مسئول ، په کرنې اومالدارۍ وزرات کې دپارلما نې
دفترآمر