د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ما لا خوبونه لیدل

عبدالباري جهاني 24.03.2012 13:07

خوب مي لیدی پر کندهار باندي غزل لیکمه
پر انارګل پر شالمار باندي غزل لیکمه
راته یادیږي یې په کاڼو کي ماشومي لوبي
د مور له غیږي تر کوڅې پوري معصومي لوبي
الف زر آ مي د بوډۍ په ټال کي وزنګوي
د جوماتونو آذانونه راته وشرنګوي
څه پر ملا څه مي پر پلار باندي غزل لیکمه
پر انارګل پر شالمار باندي غزل لیکمه
خړي کوڅې یې را یادیږي د بګړیو مېنه
د بریتورو شمله ورو د مستیو مېنه
څه د جرګو څه د نڅا څه د ښادیو مېنه
د درانیو د غلجیو د وروریو مېنه
د رنګینیو پر بازار باندي غزل لیکمه
پر انارګل پر شالمار باندي غزل لیکمه
پر شګوفو یی را اوریږي د مرغیو ډلي
شور پاڅوي د مساپرو توتکیو ډلي
راته نکلونه په وطن کي د پردیو کوي
راته کیسې د ساړه ژمي د سیلیو کوي

هم پر خزان هم پر بهار باندي غزل لیکمه
پر انارګل پر شالمار باندي غزل لیکمه
په خوب کي وینمه چي ستوري اتڼونه کوي
راته له لیري له اسمانه سترګکونه کوي
له کلي لیري انګولاوي د لیوانو اورم
له خوږې مور څخه نکلونه د دیوانو اورم
زه مي د ستورو پر کتار باندي غزل لیکمه
پر انارګل پر شالمار باندي غزل لیکمه
په بوډۍ ګوتو کي قلم او کاغذ ولړزیږي
رنګین خیالونه له خوبجنو سترګو وتوریږي
پر ښار مي نه ګرځي رنګیني د کوترو دستې
له ونو نه الوزي مستي د بلبلو نارې
د وزرماتو پر چیغار باندي غزل لیکمه
د چا د غشیو پر ګوزار باندي غزل لیکمه
نسیم مي نه راوړي له ښار څخه وږمې د ګلو
قاصد مي نه لري له باغ  څخه کیسې د ګلو
د پیغلو سرې منګولي نه لري دستې د ګلو
زلمیو نه دي تخنولي سري غونچې د ګلو
زه مي د هیلو پر مزار باندي غزل لیکمه
د چا د غشیو پر ګوزار باندي غزل لیکمه

په شنو باغونو کي د ښار مي تور دیوان پراته دي
اوس د بلبلو په ځالیو کي زاغان پراته دي
اوس د ساقي په لاس کي نسته پیمانې د مُلو
اوس له زلمیو سره نه ناڅي پیالې د مُلو
پر سوځیدلي تور چینار باندي غزل لیکمه
د چا د غشیو پر ګوزار باندي غزل لیکمه
څوک به یی ومني چي ما دي پرون څه لیدلي
د ورور په وینو مي د ورور لاسونه سره لیدلي
پر هدیرو د رقیبانو پایکوبونه وینم
په خپله توره مي پریکړي ښارګونه وینم
د یار په کور کي پر اغیار باندي غزل لیکمه
د چا د غشیو پر ګوزار باندي غزل لیکمه
د شپې مزل دی بې هدفه ځو رهبر نه لرو
بګړۍ خو ډیري دي شمله نه لرو سر نه لرو
د مستي چیغي لیونی نسته زړه ور نه لرو
خلک ویده دي بلال نه لرو منبر نه لرو
زه به د چا پر یکه زار باندي غزل لیکمه
ځمه د هیلو پر مزار باندي غزل لیکمه


خدایه تر کله به له هسکه را اوریږي غشي
هم پر زانګو هم پر لحد به مو لګیږي غشي
دې کنډوالو ته به تر کله را رسیږي غشي
زموږ له سینو به لا تر کله نه شرمیږي غشي
خدایه دا ښکلی د نکلونو د بدریو وطن
دا د زلمیو هوسونو شاپیریو وطن
د ربابونو د نغمو د درخانیو وطن
دا د بې کوره بې څښتنه  مرغکیو وطن
پورته کیدلو ته لاسونه د دعا نه لري
رنځونه ډیر دي طبیب نه لري دوا نه لري
پر فیصلو د خپل بادار باندي غزل لیکمه
د پیغلو هیلو پر سنګسار باندي غزل لیکمه
خوب مي لیدی پر کندهار باندي غزل لیکمه
پر انارګل پر شالمار باندي غزل لیکمه
۲۰۱۲ـ مارچ ۲۳
ویرجینیا