د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نواب مومند څوک او څه شو؟

ساپی 22.03.2012 14:27

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

وتلی افغان خبریال محمد نواب یو له هغو زړه ورو ژورنالستانو څخه دی چی تل یی خپل سر د خپل مسلک او هیواد لپاره د نظرانی په توګه په دار ایښی .
مومند هغه څوک دی چی په افغانستان کی یی دلومړی ځل لپاره پوځي یا جګړه اییز ژورنالیزم دود کړ او تل به یی رپوټونه د جګړی له ډګره هغه کورنیو او بهرنیو رسنیو په واک کی ورکول چی دافغانستان د روانو ستونزو جګړو او بدمرغیو څخه ناخبره و .
نواب مومند هغه نواب مومند دی چی دلومړي ځل لپاره یی دافغانستان په څیر یو هیواد کی دجګړه اییز ژورنالیزم لومړنی توکی چی توازن یا برابری ده په خپلو رپوټونو کی راګډه کړه ، یانی کله به چې دولتی چارواکو او یا هم د هغوی مخالفو وسله والو ترمنځ کومه خبری موضوع رامنځ ته شوه نو مومند به د دولتي چارواکو له نظر اخستلو وروسته نیغ په نیغه د دولت له وسله والو مخالفینو سره هم ژوندی مرکی کولی .
فکر کوم مومند به هر هغه افغان او خبریال پیژنی چې کله ناکله خبرونه اوری له پیزندنی به یی راتیر شم او خپلی اصلی موضوع ته به راشم .
په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې هغه مهال چی زه په باختر تلویزیون کې خبریال او ویاند وم محمد نواب مومند تازه له طلوع تلویزیون څخه باختر تلویزون ته د خبرونو د مدیر په توګه راغلی و، له لنډی مودی وروسته نواب مومند چی د ځانګړي ټولنیز او اخلاقی شخصیت خاوند و له ما ( پرویز ساپي) سره یی هم د نورو همکارانو په څیر کلکه ملګرتیا پیل شوه .
دغه مهال نو زه هم تازه له پوهنتون څخه فارغ شوی وم او د خبرونو د جوړولو او وړاندی کولو په برخه کی می مرستی ته اړتیا درلوده مومند صیب راسره پوره همکاري وکړه چی الله دی ورته اجرونه وکړی .
خو اصلی خبره داده چی تیر کال یانی په ۲۰۱۱ کال کی خبر شوم چی مومند صیب دیو لړ سیاسي ستونزو له امله دافغانستان ورور هیواد هندوستان ته سیاسي پناه وړي ، رښتیا خبره وی، خواشینی شوم چی له مونږ جلا شو او هم خوښ شوم چی ژوند به یی نور هم ښه شي .
خو په دی خبر نه وم چی څه ډول سیاسي پناه یی وړی ده .
هیله ده چی تر دی دمه می لیکنه تاسی ته ستړی کونکی نه وی .
تیره ورځ مومند راسره د فیس بوک له لارې ملګری شو د نورو پوښتنو ترڅنګ می د ژوند او هم د سیاسي پناه په اړه ترینه پوښتنه وکړه ، محمد نواب مومند راته په ځواب کی وویل چی د ژوند په اړه می ځکه مه پوښته چی ډیر خراب دی او هم می له ټولو افغان خبریالانو او سیاستوالو څخه ګیله په دی ده چی زما په اړه یی هیڅ پوښتنه ونه کړه او هم یی زما یادونه ونه کړه.
په هر ډول زه له افغان چارواکو څخه په کلکه غوښتنه کوم چی د وتلي خبریال او زړه ور افغان محمد نواب مومند په اړه په کابل کې د هند سفارت څخه پوښتنه وکړي چی مومند په څه حال کی دی او له یو سیاسي پنا ورکونکي سره باید څه ډول چلند وشي، ځکه مومند خو اوس د نوموړی پر وینا افغانستان ته هم نه شی راتللی .
په دی هیله چی زما لیکه تش د پاڼو تورونه نه شي بلکی اړونده چارواکي ورته د یوی جدی ستونزی په توګه وګوري.
،کابل