د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نور څومره بې کفايته کرکټ بورډ!

هلال - مومند 21.03.2012 23:36

د افغانستان دولت او عزت په دوه ډوله، دوه رنګه جامو کې.

په اماراتو کې افغان لوبغاړي هڅه کوي چې د دې کال په سپتمبر کې په سريلانکا کې کېدونکي شل اوريز نړيوال جام ته لار ومومي. په همدې موخه په اماراتو کې د غوراوي پړاو لپاره په اماراتو کې دي. په دې کې شک نشته چې دې لوبغاړو د افغانستان نوم او نښان په ولږه او تنده لوړ کړی دی او تر دې دمه یې له ۷م ډويژن څخه ځانونه نړیوال جام ته رسولي او افغانستان یې د نړۍ د نورو هيوادونو سيال کړی دی. خو دې لوبغاړو تر اوسه يو داسې کرکټ بورډ په نصيب نه شو چې د دوی د برياليتوبونو په اندازه فعاله او د کفايت وړ وي.

سره د دې چې کرکټ بورډ او چارواکي یې د کرکټ له نړيوالې او آسيايي شورا له خوا د دې لوبغاړو په هڅو او برياليتوبونو ورکړل شو پيسو چلېږي او معاشونه اخلي خو د بې کفايتۍ په کيسو یې کتاب ليکل کېږي. يوه ښه بيلګه یې په روانو سياليو کې لوبغاړو ته نامناسبې جامې چمتو کول دي چې لکه د نوروز د جشن په رنګ لوبغاړي دا سيالي په ډول ډول جامو کې پرمخ بيايي.

د کرکټ نړيوالې شورا ټولو هېوادونو ته د دې سياليو لپاره يو لارښود استولی و چې پکې په انځوريز ډول دا روښانه شوي دي چې د لوبغاړو جامې بايد په څه رنګونو وي ، د لوبغاړي نوم چېرته او په کومه اندازه وليکل شي، د افغانستان ټکی کوم ځای ښکاره شي، او هر يو نښان پرې بايد چېرته ولګول شي.

په لومړۍ ورځ چې لوبغاړي لوبغالي ته ښکته شول نو د کرکټ نړيوالې شورا د افغان لوبډلې په اداري پلاوي نيوکه وکړه چې د لوبغاړو جامې سټانډرد يا په معيار برابرې نه دي. نومونه بې ځايه او له معلومې اندازې ستر ليکل شوي دي. نښانونه بې ځايه او جوړونکي کمپنۍ د کميس په لستوڼي خپل نښان هم لګولی دی. په کميسيونو کې رنګونه هم ناسم کارول شوي دي. کميسونه فيټ نه دي او لکه د اتڼ جامې ازاده ازاده زنګېږي.

د کرکټ د نړيوالې شورا له اعتراضه وروسته د کرکټ لوبډلې سره راغلي مدير د شپې د شپې منډې وهلې او په دوبۍ کې یې افغاني کمپنۍ لټولې چې د شپې د شپې ورته په کميسونو رنګ ووهي او د پاسه پرې په معيار برابر ليکل وکړي. د دويمې ورځې د لوبې لپاره کميسونه په برس رنګ شول او لکه د رنګمالانو د جامو په شان يونيفارم کې لوبغاړو په رنګه شوو جامو کې لوبه وکړه.

د نورو لوبو لپاره په دوبۍ کې يو افغاني کمپنۍ په کم قيمت بيا نور يونيفارم لوبډلې ته چمتو کړ.  که تاسو په لوبو کې د افغان لوبغاړو په تن ډول ډول یونيفارم ګورئ او يا یې کميس يو رنګ او برزو بل رنګ، نو پوه شئ چې د کرکټ بورډ اداره چې بايد دا يونيفارم په وخت او په معيار برابر چمتو کړي، معاشونه اخيستي خو دومره کفايت و وړتيا نه لري چې لوبغاړو ته سم یونيفارم چمتو کړي.

دا لومړی ځل نه دی. دا شايد لسم وار وي چې کرکټ بورډ دا ډول غير مسلګي (unprofessional) کارونه کوي او ناسمې جامې لوبغاړو ته چمتو کوي.

دا د حيرانيتا خبره نه ده چې د کرکټ بورډ اداره دا ډول نه بښونکي غلطيانې او بې کفايتي کوي او هغه لوړ نوم او نښان چې افغان لوبډله ګټي، په مځکه ولي او افغانستان په نړيوالو محفلونو کې شرموي، ځکه چې د ولس او رسنيو د غوښتنو سره سره د کرکټ بورډ چارې نا اهلو ته سپارل شوي دي او د دې ادارې د سمون پرځای پکې سليقوي چلند روان دی. اداري کسان یې د دې پرځای چې کار وکړي په اماراتو کې د لوبغاړو په برياليتوبونو خېژي، د لوبډلې سره غير ضروري سفرونه کوي، او د کاذب شهرت پسې ګرځي.

په دې سياليو کې دې الله پاک د دې مظلوم ولس دا مظلومه لوبډله په خپل فضل بریالۍ کړي چې: نړيوال جام ته لار ومومي، او افغان مظلوم ولس سرلوړی کړي. د کرکټ بورډ د چارواکو همدا شرم بس دی.