د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سارک په ادبي فیستیوال كې دافغانانو ونډه

محبوب خان 18.03.2012 23:43

په هندوستان كې د سارک هېوادونو  كلنى ادبي فیستیوال، د مارچ د میاشتې په شپاړلسمه نېټه پیل شو.
دغه سیمه ییز سازمان اته غړی هېوادونه لري: افغانستان، هند، بنګلادیش، بوتان، مالدیف، نیپال ،پاکستان او سریلانکا.
دغه کلنی فیستیوال هر کال د سارك د ليكوالو د ادبي فاونډیشن په نوښت جوړيږي.
دیو شمېر ادیبانو(شاعرانو،لیکوالو،کره کتونکو او نورو هنرمندانو په ګډون) اوسنۍ فیستیوال د غړو هېوادونو داستازو په ګډون دهندوستان د اتر پردېش ایالت په مرکز لکهنوکې جوړ شوی و.
سږنی فیستیوال د مالدیفي لیکوال ابراهیم وحید په وینا پرانستل شو.تر پرانستونکې وینا وروسته دهغه ادبي فاونډیشن مشرې:اجیت کور، سلګونو میلمنو ته د هرکلی خوږه وینا  واوروله.
دغه افسانوي مېرمن چې خپله لیکواله ده خپل ټول ژوند يې ادبیاتو ته وربښلی دی.
بیا له ځانګړو مېلمنو نه هيله وشوه چې د مشرتابه ځای ته لاړ شي.
د مشرتابه په ډله کې د غړو هېوادونو یوه ، یوه استازي ګډون وكړ.د افغانستان په استازیتوب افغان کیسه لیکونکي ،عبدالوکیل سوله مل ټاکل شوی و.
دغه ادبي فوندیشن هر کال دسارك دغړو هېوادونو،يوشمېرنامتوادیبان چې په ادبي برخه کې يې د پام وړ کار کړی وپه افتخاري جایزو او ايوارډونو لمانځي.
د افغانستان د ادبیانو په استازیتوب سږکال ښاغلي عبد الوكيل سوله مل ته ددغه فیستوال ادبي جایزه وركړل شوه.
ښاغلى سوله مل د لنډو کیسو لیکوال دی.دهغه تر ټولو پېژندل شوې كتاب"پنځوس میلیونه"نومېږي چې په فارسي، سلواکي، انګریزي، روسي،هندي او اردو ژبو اړول شوى دى.
دغه ادبي فاونډیشن چې په ۱۹۸۶ کال کې رامنځته شوى دی په ۲۰۰۰م کال کې يې د لومړي ځل لپاره دوه افغان ليکوال هم خپلې کلنۍ غونډې ته وربللي وو.
په سږني ادبي غونډه کې د افغانستان په استازیتوب پنځو تنو پېژندل شويو ادیبانو،هریوپیرمحمد کاروان،حضرت وهریز،سوله مل شينواري،محبوب الله خان او داکتر لطیف بهاند ګډون کړی و.
دغه فیستیوال به د څلورو ورځو په اوږدو کې  اته غونډې او څلور ماښامنۍ نندارې درلودې.
هره ورځنۍ غونډه د مقالو،مشاعرو،خبرو اترو،په بېلابېلو هېوادونو کې  د ادبي نووښتونو،نویو ادبي اثارو،ادبي بهیرونو،ادبي ستونزو،تګلارو ،تاریخ  او يا په ټولیزه توګه د ادبیاتو پر حالت د بحث په بڼه وه.
افغاني استازو  په دې غونډوكې نه یوازې  ویناوې او شعرونه واورول بلکې په ورځنیو تودو بحثونو کې یې هم غوره ونډه واخیسته.
شاعر او لیکوال ښاغلي حضرت وهریز او دافغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ديپلوماسي دانستیتوت مشر ،د افغانستان دادبیاتو پر اوسني حالت خبرې وکړې.
همدارنګه ډاکتر لطیف بهاند دافغانستان د اوسنيوادبیاتو او د چاپیریال اغیزپه بحث کې ونډه واخیسته او خبرې یې وکړې.
ښاغلي سوله مل په پښتو ادب کې د طبعیت انځور تر سرلیک لاندې خپله وینا واوروله.
 ددې ترڅنګ ښاغلي پیرمحمد کاروان ،ډاكتر لطيف بهاند، حضرت وهریز او محبوب  الله خان د خپلو شعرونو انګریزي ژباړې هم واورولې چې د حاضرینو له تودو ولولو سره مخامخ شول.
دغه راز د چارو د ښه سمبالوونکي په توګه او ددغه فیستیوال د جوړیدو په خاطر د زیاتو هلو ځلو په ویاړ افغان شاعر او لیکوال محبوب الله خان هم په یوې جایزې ووياړل شو.
د کانفرانس په وروستۍ ورځې د افغاني هیت له ډلې نه ډاکتر لطیف بهاند دافغانستان پر معاصر غزل خبرې وکړې.