د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زه پریشان خوبونه وینم

عبدالباري جهاني 18.03.2012 22:41

خدایه خیرکې بد شګون دی شرمښان په خوب کي وینم
نیمه شپه توره تیاره ده سره  لیوان په خوب کي وینم
ماته پلار کیسه کوله چي آخره زمانه سي
کور په کور به دښمنۍ وي کلی کور به سره لمبه سي
د ورور ویني به توییږي د بل ورور توره به سره سي
کیسې یو په یو ریشتیا سوې قاتلان په خوب کي وینم
نیمه شپه توره تیاره ده  سره لیوان په خوب کي وینم
نه منزل چاته معلوم دی نه د لاري څرک لګیږي
تور بادونه را الوتي خړي دوړي دي بادیږي
بیخبره سوداګر دي قافلې دي چي باریږي
د مرګي پر رباتونو لوټ تالان په خوب کي وینم
نیمه شپه توره تیاره ده سره لیوان په خوب کي وینم
زما وجود لکه چینار وي تور زاغان پکښي اوسیږي
پرې کوي راڅخه غوښي سپین هډوکي مي ښکاریږي
زه ژوندی واک مي پردی وي ټپوسان په ما پړسیږي
سر مي پرې تنه مي غورځي سور ګریوان په خوب کي وینم
نیمه شپه توره تیاره ده سره لیوان په خوب کي وینم
زما د پلار کیسې یادیږي دغه شپې یې یادولې
له سرو سترګو یې پر ږیره سپيني اوښکي توییدلې
دا هغه بدمرغه شپې دي چي کیسې به یې کولې
پښتنو بیړۍ ډوبیږي زه توپان په خوب کي وینم
نیمه شپه توره تیاره ده سره لیوان په خوب کي وینم
مودې وسوې چي چلیږي فیصلې د فرعونانو
انګارونه دي بلیږي په لمسون د نمرودانو
د قضا پر کرسی ناست دی سرغنه د قاتلانو
خدایه ړوند مي کې په سترګو مړ جانان په خوب کي وینم
نیمه شپه توره تیاره ده سره لیوان په خوب کي وینم
لا تر څو به کندهاره د غم غشي در اوریږي
لا تر څو به دي پر کلیو دا پردۍ لمبې بلیږي
لا تر څو به جنازو ته نوي نوي ساندي زیږي
زه له غلو سره ملګری نګهبان په خوب کي وینم
نیمه شپه توره تیاره ده سره لیوان په خوب کي وینم
توره شپه ده هیبتناکه زړونه ریږدي د زمریو
پر ماشوم خوبونو اوري سرې سکروټي د مرمیو
بګړۍ ولویدې له سره  شرنګی چوپ سو د بنګړیو
په دې ښار کي کربلا ده شهیدان په خوب کي وینم
نیمه شپه توره تیاره ده سره لیوان په خوب کي وینم

له شفقه لمبې اوري سترګي سرې د زمانې دي
په قسمت مو رسیدلي د زقومو پیمانې دي
له اسمانه اوریدلي پر دې خاوره زولنې دي
په خپل کور کي بندیوان یم تور زندان په خوب کي وینم
نیمه شپه توره تیاره ده سره لیوان په خوب کي وینم
نه قاضي سته په دنیا کي نه غمخمور چي واوري ساندي
نه شمله لرو په سر کي چي یې وباسو د وړاندي
لاندي باندي کبابیږو غلیمان  را پوري خاندي
د میرویس پر مُصلی مي ایجړاګان په خوب کي وینم
نیمه شپه توره تیاره ده سره لیوان په خوب کي وینم
نه د توري څوک راپاته نه سړي سته د خبرو
نه جرګې د  شمله ورو نه لښکري د زړه ورو
چاته ورسو چي را مات کي تور جادو د زورورو
د بابا پر خزانه مي ښاماران په خوب کي وینم
نیمه شپه توره تیاره ده سره لیوان په خوب کي وینم
د قسمت له توري څاڅي زموږ ماشومي تودې ویني
بې اسرې اوښکو ړندې کړې زموږ د میندو  سترګي خوړیني
موږ ګونګي یو اسمان کوڼ دی دا دعوې به کړي څوک سپیني
په کهاله د فرشتو کي شیطانان په خوب کي وینم
نیمه شپه توره تیاره ده سره لیوان په خوب کي وینم.
۲۰۱۲ـ مارچ  ۱۸       ویرجینیا