شعر
17.03.2012 11:24زړګې بیا د یار کلي ته ورغلی لیونی
د مینی په لمبو کی سوځیدلی لیونی
د یار د کوڅی مخکی بیا په چغو چغو ژاړی
ګریوان یې تر لمنی دی شکولی لیونی
هر څومره می کوښښ وکړو چی خلاص یی کړم له قیده
په دام د تورو زلفو یی تړلی لیونی
بی کسه او بی کوره د یتیم ماشوم په شانتی
مدام د یار غموته ژړیدلی لیونی
هیچا ترینه تپوس د نا قرار زړکی ونکړ
هر چا تر خپله وسه ځورولی لیونی
په کلی او کوڅه کی چی وختونه پری تیر نه شي
راوړي یې بیا حجرې ته لاس نیولی لیونی
متل چی خلک وایی لیوني نه لیری ګرځه
مدام ما یادګاری دی نازولی لیونی

