د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د تېرې لسیزې په اړه نوی کتاب چاپ شو!

سیدعبدالله ولي زی 16.03.2012 14:04

څه موده مخکې په نیدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې په نوښت یو مهم سیمینار د افغانستان د اوسنیو ستونزو په اړه جوړ شوی و، چې عنوان یې «لس کلنه امریکايي ډیموکراسي او افغاني سیاسي بې وسي» و. په دغه سیمینار کې د افغانستان د لس کلنې غمیزې د هر اړخیزې څېړنې تر څنګ، د هېواد سیاستپوهانو او ټولنپوهانو خپلې علمي لیکنې یادې ټولنې ته را استولې وې. چې د سیمینار په څنډه کې د ټولو راغلو پیغامونو او لیکنو یادونه وشوه. د ټولنې چلونکو هوکړه وکړه چې راغلې علمي او تحلیلي لیکنې به د سیمینار د موادو تر څنګ د هغو نورو لیکنو سره یو ځای په کتابي بڼه چاپ کړې چې د موضوع اړوند په هماغه اونۍ کې په بېلابېلو رسنیو کې خپرې شوې وي.

د نیکمرغه دوی خپله دغه هوکړه په ځای کړه او د هېواد په دغه نازکو سیاسي شیبو کې یې هېوادوالو په ځانګړې توګه سیاسي شناندو ته داسې یوه ټولیزه ډالۍ ورکړه چې د افغانستان د مسایلو په باب په څېړنه کې به خورا ګټوره تمامه شي. په دغه کتاب کې ځای په ځای شوې لیکنې د افغانستان د بېلابېلو خلکو، ډلو او ګوندونو د فکرونو زیږنده دي او د افغانستان د وروستۍ لسیزې په اړه خورا جامع معلومات وړاندې کوي.

د هر ډول کتابونو د چاپ لړۍ زموږ د علمي لحاظه فقیرې ټولنې ته یو ښه زیری دی، خو دغه کتاب نه یوازې ده چې د سیاست په ډګر کې به خورا مهم لاسوند وي، بلکې د تاریخي پلوه به د هغه رسالت ښکارندويي وکړي چې نننۍ پیر یې د اوسنیو ناخوالو په اړوند لري.

دغه کتاب د ډاکټر سیدنصیراحمد په هڅو او زیار تدوین شوی او د یادې ټولنې له خوا خپور شوی. چاپ چارې یې په ننګرهار کې مومند خپرندویې ټولنې ترسره کړي دي او ما هم په ځینو برخو کې د خپرندویې ټولنې سره مرسته کړې ده.

سره له دې چې د دغه کتاب هره پاڼه او هره لیکنه زما لپاره یو نوی درس او نوي مالومات ول، خو په ځانګړې توګه په دې کتاب کې د افغانستان د ستراتیژیک موقعیت او د آلمان په بن ښار کې د افغانستان اړوند د لومړي کنفرانس هر اړخیزه څېړنه او مواد راته ډېر ګټور او اړین وبرېښېدل.

د تېرې لسیزې لویه لاسته راوړنه د رسنیو پراختیا او آزادي ده چې هره رسنۍ د افغانستان د مسایلو په باب د مسلکي او غیرمسلکي کسانو له لارې خپل سیاسي ګردي میزونه او مرکې ثبتوي او هېوادوالو ته یې د کوم مسؤلیت منلو پرته خپروي. نو د دې لپاره ډېره اړینه ده چې زموږ سیاسي شناندي چې په ګردي میزونو او یا مرکو کې برخه اخلي باید د افغانستان د مسایلو په اړه بشپړ معلومات ولري. دغه کتاب کولی شي زموږ د هغو شناندو سره مرسته وکړي چې په دې برخه کې د معلومات د کموالي سره مخ دي.

دغه به ښه وي چې زموږ ټول لوستي هېوادوال د دغه کتاب له معلوماتو ځان خبر کړي او په خپلو شخصي او رسمي ناستو کې پرې استدلال وکړي، خو په ځانګړې توګه هغه سیاسي شناندي چې په بېلابېلو رسنیو کې د افغانستان د مسایلو په اړه بحث کوي دغه ورته اړینه بولم چې دغه کتاب هرومرو ولوني او د هغه پر بنسټ د یوه پراخه لید په درلودلو خپل بحثونه لا جالب او ګټور کړي.

د دغه کتاب مینه وال کولی شي دغه کتاب په ننګرهار کې د مومند خپرندویې ټولنې او په نورو ولایتونو کې د همدې ټولنې له څانګو او نورو کتابتونونو ترلاسه کړي. هغه کسان چې نشي کولای له یادو پتو کتابونه ترلاسه کړي کولی شي له لاندې لینک څخه دغه کتاب په الکترونیکي بڼه ولوني.

http://www.sayedan.net/wp-content/uploads/2012/03/Final-Book.pdf

زه د دغه کتاب د چاپېدو له امله خپرندویې ټولنې، افغان ولس او سیاسي شناندو ته مبارکي وړاندې کوم او هیله مند یم چې خپرندویه ټولنه خپلې دغه هلې ځلې همداسې جاري وساتي.

په درنښت