د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سترګو جنګ

م.ر.یادګاری 16.03.2012 11:14

سترګې می چی سترګو د جانان سره په جنګ شي
تندر شي طوفان شي زلزلهشي یو غورځنګ شي

کله چی یې سترګو کې ښیګڼې ځانته ووینم
زړه مې لیونی شي او جهان راباندې تنګ شي

زه چی ور نژدې شمه او سترګو ته یې زیر شمه
وسوځي لمبه شي زما زړه لکه پتنګ شي

اخلی قدمونه په ناز ناز لکه د زرکې یار
راشي زما خواله او ژوندون په ما ګلرنګ شي

زلفی خوشبو بدن خوشبو شونډې غوټۍ لری
جار دی ورنه ټول مشک و عنبر او هم لونګ شي

لاس کې یې کچکول وي یادګاری له ښاره ووڅي
واخلي خیراتونه د یار کلي کې ملنګ شي