زموږتاغ سترګي بزرګان
15.03.2012 19:16طنز
په دنیا کې تردیموکراسي نسته لوړ درواغ
دادغرب دسیاست دی یو دلخواه چناغ
په دیموکراسي هر چیري خلک ختاباسي
له رسنیو پورته کیږی دد یموکراسي واغ واغ
ددیموکراسی په نامه درته راولي یومشر
چې ددوی غوږو تر منځ يي نه وی دماغ
چې هیڅ چا ته ویلی نسي په پزه دی مچ دی
په سپينه ، سپینه کوتر ه ورته ایسی تور وراغ
په دې پلمه هلته دښمنان خپل اسان ځغلوي
هیڅ پردي بل چیري جوړکړی نه دی تر اوسه باغ
د وزارت اوپارلمان څوکي به بښل اوارثي کیږی
هغه چې په یوه پښه ولاړ پردوته وی خر دماغ
څوک وايي زموږ د بزرګانو پښې نه دی ګردی
وګوره څرنګه هرې خواته لغړی دی چارماغ
ملګری ملیتونه نسته وروره ټوله امریکا ده
دبشر په ګټه نه دی دا سپين رنګ سوی زاغ
ددیموکراسی په نامه تر پښو لاندې کیږی عدالت
د عدالت غوښتل دخر ترلکۍ لاندې دی زماغ
دا رنګارنګ پوپک لرونکی ګوندونه او ډلې
هر یو په هنګا خپل ځان ته جوړوي د سبا کوناغ
د دیموکراسی په کیسه ځان مه شړوه وروره
تر اوسه په کیسه تور سپين سوی نه دی کاغ
لویدیځ هیڅ شی بیله دې تشي کلمې نه لري
داکلمه ده د ختیځوالو ده سبب دفخر او ناغ
زموږ له بهر راغلی ممیز هر یو لکۍ لري
دهغو لکۍ لرونکی ځي راځي په کلماغ
په دیموکراسی ویلو دنیا سوه ګډه وډه
ددنیاټول ډنګران يي کړه بې خیرته چاغ
چې مشران دی خپل نه وی پردي وي
د پښتون زړه به تل وی له دښمنه سولاغ
دلته هر ورځ سیاسی ودونه او طلاقونه کیږي
دا ټوله ولس ختا باسی دکارغانو په کاغ کاغ
یو دی ډله ډله وژني بل دي په بولو لمبوي
بل د قران په سوځولو د عیسویت کوي ابلاغ
موږ اوس په دی دیموکراسی سر خلاص سو
دکوتری پر ځای یې راوستی دی بڼ ته زاغ
لا يي زړه یخ نه سو په دا سوځولو او ورانولو
زنګ اباد ته يي ورکړ بل د زړه ناسور داغ
ټولو ناری کړی دا کار دی ویش دیو خوار لیونی
په څو ښځو و ډنګرو ماشومانو یې زړه سو باغ باغ
بزرګانو ویل دا دد ښمن دی پرتي او اوازی
دسولی کوتر ی یوازی د دښمن پسې ګرځوی چراغ
خدایه دا وطن خو تاپه دنیا باغ عدن کړی و
د چا سترګو نظر کړ چي سو د خرو کوچ لاغ
دا خو خوړ سیند و د ازادو رنګارنګ کبانو
کوم شیطان راوست دا بې پته شین ټاغ
کوناغ( کتغ)،ناغ ( کبر)،خردماغ( کم عقل)،کلماغ(په ناز او ادا تلل)،زماغ ( نوشادر)،چارماغ ( چارمغز)، واغ واغ(لاپي یا چیغی وهل ) ، ، ، کاغ ( کاغی)، تاغ سترګی( دچا سترګی چي بوټی بوټي راوتلي وي) ، وراغ( کارغه) ، شین ټاغ( کب خوړونکی)، کوچلاغ ( طویله)