د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ماراواستعمار

میوندسادات 15.03.2012 00:12

ماردسترڅښتن (ج)دابداع اورنګین تخلیق هغه بې پښوولاسونمونه ده چي په سمه وغر،بحروبر،شینګیاوبیدیا،ونواوسوړوکي اوسي .دمرغانوبچیان ،موږکان او.....په یوه ساه له ستوني تېروي آن دتوروخاروپه خوړلوهم صرفه نه کوي .دمارانوټبرهم دنوروپه څېرډیري پښې اوریښې لري :کپچه ،تور،پاچاه ،دوه سره ،اپي اوښامار.دوی هره ورځ په زرهاوومرغان ،موږکان اوډول ډول حشرات دخیټي ترزندانه رسوي ،ورسره لس وشل بني ادمان هم چیچي .دماروژل نسبتاښه مهارت اوکلک مقاومت غواړي ترڅوچي پرسریې کاري ګوزارونشي دلکۍ له خواکه ترډیره حده قلم – قلم هم شي نه مري .
خواستعمار(ښکېلاک )بیاهغه نړیواله بلاده چي ترمارډیره خطرناکه ده ! ځکه درې اوجزیرې ،هیوادونه اوبراعظمونه ترخیټي لاندي کوي .دقومونو،ولسونواوملتونو دمادي پرمختګ مخه ډب کوي ،په ډله ییزه توګه یې قتلوي ،معنویات یې ژوبلوي او دغلامۍ زنځیرونه وراچوي .
هو!مار،که انسانان اوحیوانان چیچي ، مرغان خوري اوپرموږکانوشخوندوهي ،مګرنه اخلاقي فسادخپروي ،نه عقیدوي انحراف ته ملاتړي ،نه دخلګوازادي سلبوي اونه یې هم سره وسپین غلاکوي ،خوداستعمار همداجرمونه عادت اوخصلت دی .منلې ده چي : «دمارنیونکي ،مرګ له ماره وي ». کټ مټ ثابته شوې ده چا چي داستعمارسره یارانه کړې اخریې دهمدې یار(استعمار)له خواڅخه نه جبرانیدونکي زیانونه لیدلي اوګاللي دي .داستعمارسره همکاري لکه څوک چي په لستوڼي کي مارساتي ،هغوی چي همداسي عمل کوي په عامه محاوره کي احمقان بلل کیږي ،خوپه تأسف سره چي په نننۍ نړۍ کي همداډول احمقان دپوهانواوحاکمانوپه رول کي پرټولنه مسلط دي . دوی په دې انددي چي داستعمارسره دوستي به یې داغیارو له شره وژغوري ،ولي وینوچي همدې ډول دوستۍ نه یوازي دنوروله شره نجات نه د ی ورکړی ،بلکي خپله همدې ساتونکي دوست !!(استعمار)یې هم په سینه منګولي ورښخي کړي دي .
ځورونکې ده مارچي نسبتاکم ضرره دی ټول یې ددښمن په صفت پېژني ،خواستعمارچي ټول وجودیې ضرر- ضرردی پردښمنۍ یې ځیني خلګ پرده غوړوي اوبده لاداچي دوستۍ ته یې دمشروعیت دلایل تراشي .تاریخ اوتجربوښوولې ده چي داستعمارڅخه دخلاصون اغیزمنه لار في سبیل الله جهاددی ،لکه دمارڅخه نجات چي دهغه پرسرګوزاردی .