د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لاهم ښځې داسارت پرخلاف مبارزه کښي قربانۍ ته اړتيالري

حبيب الله غمخور 14.03.2012 00:51

زه پدې باوريو چې دښځوله فعال گډون اواوله نارينه سره اوږه پراوږه برابرکاراوفعاليت نه پرته ديوې ټولنې جوړول ناشوني دي .

پدې وروستۍ لسيزه کښي په اصطلاح  ددموکراسی،دښځودحقوقودساتونکواوعدالت دټېکدارنودحاکميت په دوران کښي چې بهرنيان ئي هم شاته برچپک ولاړ دي،هغه ظلم او استبدادچي دافغان ښځوپه وړاندي روابلل سوی،دبشريت په قاموس کښي ئي بېلگه  نه ليدل کيږي .

پدې ورځوکښي چي په افغانستان کښي هم دچارواکوپر ژبه دمارچ داتمې خبري دي ،په ډله ايزورسنيوکښي دافغان ښځوسره دظلم اوغيرانساني کړنواودښځودچيغواوژړاپه اورېدوسره دهرهغه انسان چي انساني احساس ولري په سرکي

 ئې ځانگي پيداکيږي .

دپيل خبره :

دبشري ټولنې دتکامل سير ته په کتوسره داجوتېږي چې پوهنه اواقتصاد سره تړلي ، لازم اوملزوم دي .يوه ټولنه هغه وخت داقتصادي پر مختگ پرلوردرومي کله چې یې وگړي  دپوهي اومعرفت سره علاقه ولري .که څه هم پوهه دتجربې محصول ده خوهمدا پوهه ده چي دنورو علمی تجر يبو لپاره لاره پرانيزي،دپوهی په برکت ديوې ټولنی خلک ځانونه داقتصادي استثماراوټولنيزوبې عدالتيو،شاته پاته فرهنگی ښکېلاک نه ژغورلاي سي .

دبېلگې په توگه په هغه ټولنه کي چې دوگړو دژوند سطحه یې له اقتصاي پلوه اوچته اوپر مخ تللې وي  اوله بلي خوایې اکثريت وگړي دسواد اوپوهی له نعمت نه برخمن وي هلته خلک بسيا او هوسا ژوند لري،وگړي ئي دزيات شميرمدني ، ټولنيزو آزاديو اواجتماعي  عدالت له گټونه برخمن وي .

انسانانودبشري ټولنودتکامل مختلفي مرحلې شاته پرې ايښي دي ،دانسان پوسيله پر انسان دظلم اودهغه له انرژی اواستعدادنه دځان په گټه استفاده دغلامی له دوري نه راپيل شوه . په فيوډالي ټولنه  اودهغې په نس کي د بورژوازي اقتصادي ،سياسي اوفرهنگي مناسباتوراتوکېدل پدغوټولنوکښي  شتمن اودلوړي طبقې انسانانوپيدايښت  ددې لامل سوچي دغه لوړه طبقه اوشتمن وکولاي سي  د بشري ټولنې دغوڅ اکثريت  دکار محصول  ياگټي دځبېښلو لپاره پراخ امکانات او واک پلاس کښي ولري .په هراقتصادي سياسي  نظام کي دهغه نظام دخصوصياتوپر بنياد،ځبېښاک،ټولنيزه بې عدالتي  اودروځنيز ژوندناانډول توب په وجودراوړي . سرمايداري ټولنه چي دنوروټولنيزونظامونو په پرتله پرمخ تللي  اقتصادي ،سياسي ،اجتماعي او فرهنگی  جوړښتونه  اواړېکي لري دخپل پيدايښت  نه بياتر اوسه دتکامل مختلف مراحل  تيروی .

 دپانگوالی ټولنيز مناسبات  دفيوډالي نظام په تناسب دعاموولسونواوخوارو انسانانو په وړاندي دظلم ، استثمار،  ښکيلاک ، ز بېښاک ډير مغلق او پيچلي اصول اوميتودونه له ځان سره لري .په مختلفو بڼودبيلابېلو ميتودونو، رويشونواو شعارونونه په استفادې سره دخپل واک دساتلو لپاره تلاښ کوی . دهمدغو پېچلو اقتصادي اوسياسی مناسباتو پر اساس پانگوال دکارگرانو او مزدورانو له استعداد او انرژۍ نه  دکاردمحصول په بڼه په ظالمانه اوغير عادلانه توگه  کټه پورته کوي  ترڅو زياته  سرمايه  پلاس  راوړي .

د۱۸په ورستيواو۱۹ پېړی په لومړيوکي دسرمايدارانو بې عدالتۍ، استثماراودکارناوړه شرايطوکارگران مجبور کړه چي دفابريکو دخاوندانوپرخلاف د ناخوښۍ ږغونه پورته کړی .هغه وخت  دکارگرانو سره ډير ظالما نه او له انساني کرامت نه ليري کړنې کېدلې،دډير اوستونځمن کار په مقابل کي لږ معاش ورکول کيده،دکارشرايط اوچاپيريال يې  دومره نا وړه  و چې دډيري لږ مودې کارکولونه وروسته کارگرانو دکار توان  دلاسه ورکاوه .متاسفانه داپروسه همدا اوس هم دنړۍ په زيات شمير پرمختللواوشاته پاته هيوادونوکي دوام لري  .دايوعلمی اصل دی په هر پيمانه  چي دتوليدوسايل پېچلې اوپرمختللې وي په هغه اندازه پانگوال په پېچلې اوپر مختللې توگه دکاگر دکاردمحصول نه گټه پورته کوي اودزبېښاک بڼۀ ئې پېچلې کېږ ي .

که تاريخ ته نظرواچوله هغې ورځې نه چي دنيويارک په ښارکي ښځودکاردوخت دکأيدواوکارشراېطودښه والي اوبرابري تنخواپه خاطروکړه اوس شاوخوايوه نېمه پېړۍ اوپه نړۍ واله کچه ددې ورځې يه ياددلاريونواومحفلونوجوړونه ۱۱۲ کاله تېرېږ ې .

له نن څخه  ۱۵۵کاله پخواپه ۱۸۵۷ ز کال دمارچ دمياشتي په اتمه دنيو يارک دښار داوبدلو دفابريکو ښځينه کار گرانو دکار دشرايطودښه کېدو،دکار دوخت دکمېدو او تنخوادزياتېدوپه خاطرپداسي حال کي چي ديوشمير ښځو خالي دېگونه پلاس کي وه ديوه سوله ايزلاريون په مخوه  دامريکادمتحده ايالاتو دنيويار ک ښار واټنوته راووتلې،اودفابر يکو دخاوندانو پرخلاف يې دخپل  انساني حق غوښتلو داعتراض ږغ پورته کړ؛ ددوي دا گوت نيونه اوحق غوښتنه دپانگوالو لپاره دخطر زنگ اوداحرکت يې ددموکراسي اوآزادی ترلاسه کېدو پيلامه و بلل ،ځکه خوئې  ددغه انساني حرکت دخفه کيدولپاره دخپلو ټولوامکاناتوڅخه داستفادې لپاره  لاس پکار شول اوپر بې دفاع ښځينه کارگرانو يې دامنيتي ځواکونوپه مټ  مرگوني گزارونه وکړه .دفابريکودخاوندانو اوحاکمانودغه ظالمانه اوغير انساني کړنو دکارگرانو اوتر ظلم لاندي خلکو غوثه نوره هم  راوپارول  اودپانگوالوپه وړاندي دنفرت  روحيه ډېره غښتلې سول .

ددې تاريخي او نه هيريدونکۍ  ورځي د ترخې خاطرې په ياد په (( ۱۹۰۷  ,۱۹۰۸  او ،۱۹۰۹ )) زکلونو کښي په نيويارک او دنړۍ په يوشميرنورو هيوادوکي  تر ظلم اوستم لاندي خلکو لخواياد غونډي جوړي شو ې،پدې غونډواولاريونوکي هم تر هر چا دښځينه کارگرانو ونډه زياته  اوپراخه وه  .

په نړۍ کي سياسي سازمانواواجتماعی عدالت پلوه ټولنودپرله پسې تلاښونو اومبارزو په پايله کښې ديوشمير هيوادو غيرتي ښځی پردې بريالۍ سوې  چې  پانگوال دزمان غوښتونو،اويولږ څه دعدالت او انصاف  منلوته  سر ټيټ کړي .

ددې قربانيو اونه ماتېدونکومبارزوپه پايله کښي په ۱۹۱۰زکال  د ډنمارک پلازمېني کوپنهاگن په ښارکي دنړۍ دسوسيا ليستو ښځو دوهم نړيوال کنفرانس د ((۱۷ » هيوادونه د (( ۱۰۰)) تنوښځينه نماينده گانو په گډون جوړ سو.دهمدې نړيوال  کنفرانس په وروستۍ ورځ  د المان پيژندل شوې سياسي څيرې  اغلي” كلارا زيتكين ” لخوادغونډي برخه والوته وړانديز وشوچې د ۱۸۵۷ زکال  دمارچ په اتمه دنيويارک دښار دنساجي د فابريکود ښځينه کارگرانودتاريخي لاريون اوله  هغوي سره د وخت دحاکمانو دوحشيانه چلند دقربانيانودخاطرې د ياد اوژوندی ساتلو په خاطر دي دا ورځ دښځو دنړۍ وال پيوستون  دورځي په نامه ونومول شي اوپدې ورځ دي  دنړۍ د ښځوسره دملا تړاود هغوي د انساني اوطبعي حقوقوڅخه  ددفاع په خاطرغونډي اوکنفرانسونه  جوړي شي . له هغې ورځی نه بياتر نن پوري دا مامول روان دی اوددې ورځي له تجليل نه هرڅوک دخپلې موخې پر بنيادگټه پورته وي . 

داپدې معناچې دا ((۱۱۲))کاله ښځی ددې ورځې دلمانځغونډوپه پلمه دنارينه اوسرمايدارياپه بله اصطلاح دهغه دمنگو لونه دخلاصون چېغه پورته کوي کوم چي ددوي پر ستوني ئي پښه ايښې اوددوي پر انساني حقوقو په سپېنه ورځ سترگې پټوي اودبلې خوادسياسي اواقتصادي واک خاوندان پدې ورځ ټولنيز عدالت اودموکراسی تمثيلوي .

پدې زياتوکم يوه پېړۍ کښي  نارينه وو هم ددوي سره پدې لمانځغونډوکښي داسي برخه اخيستې چي دشکل له مخې گوياهمدا دوي دي چي ددې غوني دجوړېدو جوگه سوی دي .

د۱۹۱۷ ز کال راپدې خواکله چي په روسيه کښي بلوشويکي انقلاب چي دنړۍ  په تاريخونوکښي داکتوبرسوسيالستي انقلاب په نوم شهرت لري برياليتوب ته ورسېد،نړۍوالو پداسي شرايطوکښي شپې او ورځې سباکولې چي لادلمړنۍ نړيوالي جگړې زخمونه اوپرهاونه روغ شوي نه وه .

ددې انقلاب برياليتوب چي شعارئي ټولنيز عدالت ،مساوات اوبرابروه دنړۍ  په نوروهيوادونوکښي دپانگوالواومځکه والوقهر راوپاراوه ،چي په حقيقت کښي دهمدې راپارېلدلي اورلمبودوهمه نړيواله جگړه راوزېږول .

زه اوس پردې خبري نه کوم موخه مي داده چي پدې نظام کښي چي تر ۱۹۹۲ کال پوري ئي دوام وکړهم د۱۹۱۷ کال نه راپدې خوادمارچ له اتمې څخه دښځودنړېوال پيوستون اودظلم اواستثمارپه وړاندي دښځودمبارزواوټولنيزعدالت په رڼاکښي ژوندته درسېدوپه موخه په رسمی بڼه لمانځل کېده،داورځ په شوروي اتحاداوبياوروسته په ټولوسوسيالستي هيوادونوکښي رسمي رخصتۍ اعلان سوې وه اوپه شانداره دولتي مراسموئي لمانځنه کېدل .

ولې متاسفانه لکه چي شعارورکول کېده په هغه اندازه ښځوحقوقوته درناوی ندی سوی .که ښځې دشوروي ټولنې پوره نيمايي جوړول ،خوپه ټول  سيسټم کښي مشراتابه دنارينه وو پلاس کښي وه .

ددې گوند دمرکزی کمېټې ،سياسي بيرواودارالانشاغړي نارينه وه ،پدې ورستيوکښي يوڅودگوتوپه شمير ښځوچي شمېر لسوته نه رسېده دمرکزي کمېټې علل بدل غړېتوب ترلاسه کړ ،داچي وزيره ،صدراعظمه اوياسفيره شي ماخوئي نوم چيري ندی لوستۍ.

همدا ډول ددوهمې نړيوالې جگړې وروسته چي نړۍ عملأ دوپړکه سول پر شرقي اوغربی هيوادونوووېشل سول،په غربی هيوادوکښي هم دښځودحقوقوچېغه پورته سول خودلته پدې ورځ  بيالاريونونه په ډول سمبالېدل  .

دغربي هيوادو چارواکوترډيره بريده کوښښ کاوه داسي څرگنده کړي چي ددوي په هيوادونوکښي دموکراسي دټولو لپاره اوټول برابرحقوقولري،خوچي يوهوښيارسړۍ دې ټولنې ته تراوسه سرورښکاره کړي اوترليدو وروسته بېله ډارنه رښتياووايي متاسفانه دلته لاهم تراوسه ددې ټولنودټولوپرمختگونوسرۀ دپلارسالاری بېلگې ليدل کيږي البته پدي بڼه نه چي گويادښځورواحقوقواوانساني ازاديوته دې دنارينه په گټه زيان رسېدلی وي له نېکه مرغه دغه وحشت دلته قانوني له منځه تللی دی  .

دايادونه مې پدې وکړه چي تراوسه په نړيواله کچه دښځوپه وړاندي درنې ستوزي پرتې اودخپلو حقوقوترلاسه کولولپاره کوټلې مبارزې اوقربانيوته اړتيالري .

داچي دنړۍ په شاته پاته هيوادونوکښي چي چارواکي ئي هرڅه دځان اوخپلې کورنۍ لپاره خوښوی اوياغواړي چي له ښځې نه ديوې وسيلې په توگه کارواخلي ،پدې هيوادونوکښي دښځوپه وړاندي دانسانيت اوعدالت خبره څوک پرخوله نسي راوړاي .

ښځې چي دبشري ټولني دوگړوترنيمايي زيات جوړوی دبشر په تاريخ کي يې ترنارينه زيات دظلم اوتيري دروندبار پراوږو اخيستۍ دی .هغوي  تل دکارفرما دناوړه اوغير انساني سلوک اوشخصی حوسونوسره لاس په گريوان وې، هغوي ته له يوې خواترنارينه وو لږ معاش ورکول کېده اودبلي خوایې  دکار شرايط اوچايريال  ددوي لپاره زورونکی  اودتحمل وړه نه وه . ديادولو وړده  همدا اوس هم چي بشريت ۲۱سليزې ته گام وراړولۍ دنړی په شاته پاته اوحتا پرمختللو هيوادو کښي  ښځه دنارينه  سره  ديو شان کارپه مقابل کښي دسرمايداري ټولنې داقتصادي غيرعادلانه اړيکو پر اساس ترنارينه کمه او يا کله کله دنارينه  دتنخوا نيمايې ترلاسه کوي . دبېلگې په توگه سويډن چې يوله دموکراتيکو هيوادونه شميرل کيږي اودولتي چارواکي دا ادعاکوی چي تر هر چاښځوته زياته پاملرنه سته ، بيا هم دښځو تنخوا تر ناينه وو په ځينو برخوکښي لږ اودلته هم متاسفانه تر اوسه لاهره ورځ دښځوسره دزور زياتي مخه نده نيول سوې .دداډول چلند اوظلم مثالونه   په اسيا،افريقا،لاتينه امريکا، شرقی اوغربی اروپا اودامريکاپه متحده ايالاتوکي بي شماره دي .

شتمن تر ډېره بريده په يوه اوبله بهانه دهغوښځو داستخدام څخه ځان ساتي کومې چي کونډي اودماشومانوروزنه ئې پر غاړه وي . دامعمول همدا اوس دنړۍ په هغو هيوادوکي په ډير مهارت پلی کيږي په کوموکښي چي له قانوني پلوه داډول کړنې جواز نلري . مگر له بدمرغه دپيسو اوفابريکو خاوندان  ځانته دتېښتي لار پيدا کوي اوداسي دکارله پيداکولونه محرومېږي .

زموږ په هيوادکي دښځو ژوند اودښځوپه وړاندي  په دولتی ادارواوټولنه کښي دبې عدالتۍ پر بنيادولاړچلند باندي خبري نه کوم . اونه همدا خبره په تفصيل سره څېړم چي په نړۍ او زموږ په هيواد کښي دهمدغې دمارچ داتمي ورځې دنمانځلو لپاره څومره تشريفاتي محافلونه اوغوندي جوړېږي ،شعارونه ورکول کيږي اودښځودحقوقوڅخه ددفاع خبري کيږي . اوپدې هم بحث نه کوم  چي که زموږ په ټولنه کښي دښځو دژوندوټولو اړخونوته پاملرنه سوي واي اودښځوله حقوقوڅخه داسلام دمقدس دين درښتنيوارزښتونو اومدنې قوانينوپر بنياددفاع سوې واي ،زموږ دهيوادروڼ اندي دټولنيزژوندپه مختليفو برخوکښي وتلي  ښځې نازول سوی اوهڅول سوی واي اوس به موږ لکه دنړۍ نور ولسونه پدې برخه کښي دسيمي په کچه ستري برياوي اوپياوړي شخصيتونه درلوداي .اوپردې هم خبرې نه کوم چي زموږ دټولنې اوپه عامه توگه  ټوله نړۍ کښي ،ټولنيز سازمانو،سياسي گوندونو،مدنې ټولنې ،دښځودحقوقودتامين په وړاندي نړيوال سازمانونه ،يونسف ،يونسکو،دملگروملتوسازمان ،نوراونور داټول ولې تراوسه دبشريت دپوره نيمايي په وړاندی دبې انصافه چلنداوپه ديرو هيوادونوکښي ظالمانه کړنوپه وړاندي دنندارچيانوپه توگه چوپه خوله پاتېږي؟؟؟

 متاسفانه زموږ دهيواد ټول تکاملي بهير،دهيوادوالو ژوند اوپر مختگ دپرديو اوافغان دښمنو دسياسي او اقتصادي گټوقرباني سوئ دی . داپروسه همدا اوس هم روانه ده که زموږ په هيوادکي څوک دښځودحقوقوخبره پر خوله راوړی دبلې خوازموږ دهيواد دښمنانواوظالموگاونډ يانوبنسټپالونوکرانولخواورباندي دکفر ټاپه وهل کيږي  .

زموږ ولس له يوې خوا نالوستۍ اوبلي خوداسلام له اساساتوبې خبردی ،هر څه چي دامذهبي سوداگر ورته وايي هغه منی اوباورپرې کوي .

د طالبانو له رانسکورېدو راوروسته د ښځو د حقونو د اعادې په اړه ډېرې خبرې اترې کېدې او بېلابېلې موسسې او انستيتوتونه ددې ستونزې د هوارۍ په موخه رامنځته شول،چې ترټولو ښه بیلګه يې د ښځودچارو وزارت دى ،خو دادى ديو لسو کلونو په تېرېدو ددې ټولو هڅو کټوره پايله نه تر سترګوکيږي . د ښځو په وړاندې تاوتريخوالي لا تر اوسه خپل لوړ پړاو وهي.

تراوسه ښځې له مندنې حقوقونه محرومې دي .پدې ورځ يوازي په ښکليو جوړسوو محفلومنوکښي دگلو گېډی اونور توکی يوشمير  باسواده ښځوته  ورکول کيږي ،خوبل لورته په ميليونوښځې دهغه څه نه دهرې ورځې په تيرېدومحرومېږي کوم چي ددوي انساني اوطبعي حق دي .ښه بېلگه ئې دعالمانوشوراحيرانوونکې پرېکړه ده .

زه اوس پر هغه حيرانوونکې پرېکړه خبري نه کوم ،کوم چي يوه اونۍ وړاندي دارگ لخوااوهغه هم دارگ  دتنخواخورو عالمانودشوراپه نامه په ۲۱ پېړې کښي دښځودانساني کرامت اورواحق پرخلاف په گران اوتاريخي افغانستان کي اعلان سول ،اميد چي نړيوال دافغانستان په هکله ددغوپرقدرت مينوچي پدې ورستيوکې بېکچې وارخطادي ترڅوپه راتلو نکي حاکميت  کي بياهم ارگ اوبهرنيانوته نږدي ځاي ولري دپرېکړوپر بنياد قضاوت وکړي .

زموږ په هيوادکې دعنعنو اوعقيدوڅخه په ناروا گټه اخيستنې سره افغانې ښځې تر بل هر هيوادترښځودژوند له سياسي ، اجتماعې، فرهنگې، انساني آزاديواوحقو قوڅخه محرومي دي .په ټولنيز ژوندکښي دښځو مقام او ارزښت ته په خورا ټيټه سترگه کتل کيږي .تراوسه ښځه دکور بندي او لکه غلام په بدوکې ورکول کيږي، اوس خولازموږاخوندان اويوشمير دولتي مشران وايي چي په ټولنه کښي دې دښځواونارينه ترمنځ ديوال جوړسي .

په افغانستان کي پر جگړ ه سربېره يوشمير ښځی دمنځنيو پيړيودود اودستور هره ورځ په خپلو منگلوکي رانغاړی ،ښه بېلگه يې دښځو ځانسوځونه ده .

دښځوپه مقابل کي زورزياتی،دوسله والوکسانولخوابې شمېره تجاوزونه ،په زور ودونه اوپه بدوکې دښځواو پېغلو ورکول ،خرڅول ، وهل ،ټکول ،دټولو انساني او اسلامي نورمونوخلاف وړې ماشومي انجلۍ (( ۷۰ ))  کلن  سړي ته په نکاح کول ،له ښوونځيونه دماشوموانجونورا گرځول،دښونځيوسوځېدل  اوښوونکو وژل ،دکارپه ځايوکه دښځوتوهين ،په زندانوکښي دبېچاره ښځوپر عفت تجاوزونه  اودهغوي نه نارواغوښتنې،په تلويزيون کې دښځوراڅرگنديدل  اوسندروويلوسره مخالفت په بهانه دښځودسنگارشرموونکې طرحه ، دښځواوپه وړاندي دبشري حقوقواوعدالت په وړاندي بربنډ تېرۍ بلل کيږي .

له يوې خوازموږ دولتي چارواکي نړيوالي اعلاميې ،کنوانسيونوپرېکړې اوددوي لخواجوړسوی اساسي قانون دمنلو اوپلې کېدوخبري کوي ،خودبلې خواپه دير مهارت داسلام دمقدس دين څخه په استفادې سره ددې بېچارښځوپر قانوني اوانساني حقوقوتجاوزاوتېری خپل قانوني حق بولي .

دخپلوڅرگندونودپخلی لپاره ديوشمير نړيوالو سازمانو څرگندونوته ستاسو پام راگرځوم :

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د زور زیاتي او تاوتریخوالي په تړاوو په درې دېرشو مخونوکې یو تازه راپور خپورکړی ،دملګرو ملتونود بشري حقونود څانګې په دغه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان په ډېرو برخو کې د قانون د نه عملي کېدو له کبله د ښځو ډېرحقونه تر پښو لاندې شوي .

یوې برتانیا مېشتې ټولنې اکسفام په افغانستان کې شته نا امنۍ، د قانون بشپړ نه حاکمیت، جبري ودونه، ټولنیز محدودیتونه او د ښځو د حقونو په تړاو د عامه پوهاوي د کچې کموالي د افغان مېرمنو په وړاندې نورې لويې ستونزې یادې کړې .دوي په خپل یوه تازه خپاره شوي راپور کې دا نیوکه هم کړې چې د تېرو پنځو کلونو پرتله اوس په حکومتي ادارو کې د ښځینه وو کارکوونکو کچه سمه نیمايي را لوېدلې ده .اکسفام پر نړیوالې ټولنې اوافغان حکومت غږ کړی چې دغو دواړو حالاتو ته په پام سره د افغان ښځو د ترلاسه شوو ازادیو اوحقونو د ساتلوکلکه ژمنه ورکړي. BBC پښتوويب پاڼه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې د تېر کال پرتله د افغان ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي کچه ډېره شوې ده.

د بشري حقونو فعالان وایي افغانستان کې په سمه توګه د قانون نه پلي کېدل، ناامني، د سزا ورکولو د کلتور نشتوالی او بې وزلي له هغو لاملونو څخه دي چې په دې هېواد کې یې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه کړې ده.

دوي وايي : ((کله چې یو څوک د یوې ښځې پروړاندې تاوتریخوالی کوي، یا جنسي تېری کېږي، که له هغه کس سره عادلانه چلند وشي او پوښتنې ترې وشي، طبیعي ده چې تاو تریخوالی کمېږي. په افغانستان کې له بده مرغه د جنسي تاوتریخوالي پروړاندې د معافیت کلتور تر اوسه دوام لري او ډېر دی. بله موضوع د نفوس د کنټرول خبره ده چې دا هم د تاوتریخوالي او کورنیو شخړو کچه راټیټوي. د بېلګې په ډول په هغه کورنۍ کې چې اووه غړي دي تر هغې کورنۍ چې دوه ماشومان دي، شخړي ډېرې دي .))

د ښځو د چارو فعالين ستونزې ته د حکومت د نه پاملرنې له امله گ وت څنډنه کوي وايي ، ددې پرځاى چې حکومت په دې اړه کوم ګام پورته کړي، هغو خلکوته لوړې دولتي څوکۍ ورکوي چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په ګډون له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي .

پدې شرايطوکښي چي له هرې خوا زموږ ولس تر مرگوني گزارونولاندي دي زموږ غوښتنه له هغو دينې عالمانو څخه کوم چي په رشتياسره داسلام دقدس دين په ټولو اساساتوپوره پوهېږي دخپل نفوذ اواعتبارنه په استفادې سره زموږ دهيواد والوغوږونه ورخلاص کړي ترڅودښځوپه وړاندي دغو بې عدالتيوت دپاي ټکی کښېږدي .

له ډله ايزو رسنيونه له ټولوبڼونه چي پدې برخه کښي ستر رسالت اورول لري هيله کوم  په خپلو تبلېغاتو اونشراتوکښي  ديوې  افغاني ژمنې اوملي ډله ايزي رسنۍ په توگه په ټولنه کښي دښځودمقام ،رول اوحقوقو په اړونددافغان ولس دپوهاوی لپاره اړينوپروگرامونوته ځاي ورکړي ،ترڅو زموږ ولس ددغو شرمونکو پېښو اودښځوپه وړاندي  ناروا کړنو څخه تر يوه بريده خلاص شي .

دگران افغانستان اونړۍ پر ټولو روڼ اندوښځو ږغ کوم چي حق څوک چاته په خيرات کي نه ورکوي ،بايد واخيستل شي،که تاسوپه افغانستان اوټوله نړۍ ګښي دهغوپه وړاندي چي ستاسونه ئي دټولني په سياسي ،اقتصادي ،فرهنگي او اجتماعي اړخونوکښي  ستاسو رواحق غصب کړی د۱۸۵۷ دنيويارک دښځو دودمقاومت ونکړی اودغاصبينوپه وړاندي راپورته نشی په پېړيو ،پېړيوبه په همدا ټولنېزي بې عدالتی کښي لاس اوپښې وهۍ .

وياړ په هغوپاک لمنو افغانو ښځواوپيغلوکوم چې دخپل ژوندپه قيمت يې دخپل رواحق دترلاسه کولولپاره دټولواقتصا دي او اجتماعی ستونزوپه منلوسره مبارزه کړې  اوترخپل خواږ ه ژوندتېرې سوئ  دي  .

پدې هيله چي په ټوله  نړۍ کښي سوله اوعدالت تامين،دښځو رواحقوقوته په عمل کې درناوی وشي . پاي