د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شعر

م.ر.یادګاری 13.03.2012 19:44

زما نګار د سینګار کړی قدرتي ،خالقه
داسی ښکاریږي لکه ګل د پسرلي ،خالقه

پدې ښکلا چې تا ورکړې د ښکلاو ربه
ماته ښایسته دی هم له حورې له پري ،خالقه

کتل یې سترګو کې له مرګه سره لوبې کول
ځکه مې ورکړله دا خپله زنده ګي ،خالقه

تیره باڼه یې تیره غشي دي قتلونه کوي
زه یې ویشتلی یم د پاسه په زړګي ،خالقه

یو خدایې خال یې دی په شونډو زورور مزیدار
لکه ګوتمۍ کې چې یاقوت وی قیمتي ،خالقه

دا ناز ادآ چې تا ورکړی هم ښکلا ورسره
یادګاری وکړله پری ځکه شاعري ،خالقه