د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لویدیځ هیوادونه ریشتیا وایی؟

عبدالباري جهاني 12.03.2012 22:52

 په افغانستان کی د برټانیی سفیر سر ویلیم پیټي، چي تقریبا دوې هفتې وروسته یی په افغانستان کی د خدمت دوره بشپړه کیږي، د سنډې ټلګراف ورځپاڼي ته په یوې مرکې کي ویلي دي چي زموږ لویه غلطې دا وه چی موږ ویل جنګ مو ګټلی دی. دی وايی موږ ګومان وکړ چی د طالبانو له نسکورولو او د هغوی له تښتیدلو سره مو په افغانستان کی بری په برخه سو او نور خپله توجه، په کال ۲۰۰۳ کی  پر عراق باندي حمله وکړه او خپله ټوله توجه مو د هغه هیواد خواته واړوله. ده دا ومنله چی د افغانستان خلکو هیڅ وخت د خارجي قواوو هرکلی نه دی کړی خو کله چي په کال ۲۰۱۴ کی خارجی قواوي  له افغانستان څخه ووزي او د هغه هیواد خپل پوځیان او پولیس د هیواد د امنیت د ساتلو وظیفه پر غاړه جګړه  واخلي بیا نو طالبان دا استدلال نه سي کولای چی دوی له خارجي یرغلګرو سره جنګیږی. سفیر ویلیم پیټي موسکی سو او وې ویل چی په افغانستان کي به د ډیرو کلونو لپاره ګډوډي وي مګر دا به بهتریدونکې ګډوډي وي. سفیر ویلیم پیټي وایی موږ په دې عقیده یو چی طالبان باید د افغانستان په راتلونکي کي برخه ولري. هیچا دا نه دي ويلي چی طالبان دي سیاسی ګوند نه جوړوي او یا دي د افغانستان په حکومت کي چوکۍ او مقامونه نه لري.
       په دې کی اوس هیڅوک شک نه لري چی لویدیځو قواوو په افغانستان کي ماته خوړلې ده او امریکا په ریشتیا هم غواړي چي د کال ۲۰۱۴ تر پایه پوري خپلي پښې له افغانستان څخه سپکي کړي او دا چي د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا د خپلو قواوو د ایستلو موده یو کال نوره هم لنډه کړه، معنی یی دا ده چی وتلو او ژر وتلو ته یی خیال دی. البته طالبان هم، چي د امریکا په نیت او کمزوري ښه پوهیږي، ښایی دې ته حاضر سي چي تر خپلو ځینو ډیرو غوښتنو تیر سي. او یو ځل چي امریکایان له افغانستانه ووتل بیا دوی پوهیږي او دا هیواد. د سفیر ویلیم پیټي په قول لږ ګډوډي به راسي خو دا به اصلاح کیدونکې ګډوډي وي. دا لوی خدای ته معلومه ده چی د دې لږ ګډوډی معنی به څه وي. زیات وکم دوه ویشت کاله پخوا د امریکاږغ راډیو پيښور ته، د نسبتا اوږدې مودې لپاره، د خبریال په حیث لیږلی وم. په هغو شپو ورځو کي د شوروي قواوي تازه له کونړونو څخه وتلې او د مجاهدینو قواوو هغه مظلوم ولایت اشغال کړی وو. د مجاهدینو د لوټ او تالان کیسې او حتی د خپلو پښتنو خویندو پر عزت او عفت باندي د تیریو غم لړلي داستانونه به د ډیرو افغانانو په یاد وي او ښایی تر مرګه یی هیر نه کړي. زه په پیښور کی د امریکا قونسل مالینوفسکي ته ورغلم او هغه ته می وویل چي که دا مجاهدین د کابل ښار ته، چي د مجاهدینو ځینو مشرانو د وخته لا دارالحرب اعلان کړی دی، ننوتل هلته به څه غم لړلي پیښي منځته راځي. خو قونسل مالینوفسکي په ډیر اطمینان راته وویل چی د کابل د امنیت غم خوړل سوی دی. ښایی د ماشیندارو ډزي وسي خو نه به هغه ښار لوټ او تالان ته پریښودل سي او نه به په ښار کي توپونه او ټانکونه وچلیږي. ما په هغه ماښام خدای بخښلو رسول امین او حکیم تڼیوال ته له قونسل سره د خپل ملاقات کیسه وکړه او رسول امین په ډیري خواشینی وویل چی د افغانستان د نیکمرغی او امنیت جنازه لکه چی خارو ته وسپارله سوه!
       د برټانیی د سفیر ویلیم پیټي پیش بیني د امریکا د قونسل مالینوفسکي خبرو ته ډیره ورته ده. موږ نه پوهیږو چي امریکایان او لویدیځ قدرتونه افغانستان چاته سپاري چي په دونه اطمینان وایی چي لږي ګډوډی به راسي. لویدیځو قدرتونو په دې تیرو څه باندي لسو کالو کي کوم امنیتی قدرت ایجاد کړی دی چی دوی د هغوي په توره دومره باوري دي. په داسي حال کي چی لویدیځ مقامات وایی چي د دفاع  د وزارت مقامات د مخدره موادو او حتی وسلو په قاچاق کی لاس لري او حتی جمهوریس او د هغه کورنۍ په اداري فساد ککړ بولي نو دا د امنیت د خوندي کولو حساب یی پر چا کړی دی.
       د نیویارک ټایمز ورځپاني، د دوو امریکایی مقاماتو له قوله، د مارچ د لسمي په ګڼي کی لیکلي دي چی د افغانستان د دفاع د وزارت مقامات د هغو تورونو په باب تحقیقاتو مخه نیسی چی وایی د هغه وزارت د هوایی قواوو منصبداران د تریاکو او وسلو قاچاق کويو هغه صاحب منصب چی تیر کال یی اته تنه امریکایی عسکر ووژل ښایی  د وسلو او تریاکو په دغه یاد سوي قاچاق کی لای درلود. ورځپاڼه وایی په کال ۲۰۱۰ کي د افغانستان د هوایی قواوو ځینو منصبدارانو امریکایانو ته اطلاع ورکړه چی د کابل د هوایی ډګر په پوځي خوا کي قاچاق روان دی. خو کله چي د ناټو قواوو په دغه باره کی تحقیقات پیل کړل نو د دفاع وزارت د سترو مقاماتو له خنډونو سره مخامخ سول. نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی په دغو تحقیقاتو کی د افغان مقاماتو د همکاری نه کولو څخه د امریکا ستونزي څرګندیږي. موږ اوس له داسي یوه حکومت او پوځ سره همکاري او مالي مرستي کوو چي په تقریبا هره سطح کي په فساد کي ډوب دی. امریکا او متحدینو یی د داسي یوې ستونزي په منځته راوړلو کی مرسته کړې ده چي اوس یی پخپله هیڅ چاره نه سي کولای. ورځپاڼه وایی متحده ایالاتو په تیرو دوو مالي کلونو کي شل میلیارډه داره یوازي د افغانستان د امنیتی قواوو په روزلو او وسلو سمبالولو لګولي دي. خو دا نه ورته معلویږی چی دا پیسې سمي لګول سوي دي او کنه. او نور پنځه نیم میلیارډه اوه سوه میلیونه ډالره یی د راتلونکي مالي  کال لپاره له امنیتی قواوو سره د مرستي لپاره تخصیص کړه میلیارډنو نور ډالرونه د ملکي چارو لپاره افغانستان ته ورکول کیږي. ورځپاڼه وایی چي د هوایی قواوو قوماندان تورن جنرال عبدالوهاب وردګ د دوی د تحقیقاتو مخه ونیوله او ورته وې ویل چی دا هسي بې اساسه تورونه دي. د ناټو د قواوو مشران وایی چی حتی پخپله جمهوریس حامد کرزی هم د اداري فساد په باره کي تحقیقاتو مخه نیسی او هغه کسان خوشي کوي چي د ایتلاف د قواوو او د افغانستان د مامورینو د ګډو هڅو په نتیجه کی نیول کیږي.
       اوس چي د اداري فساد خبره د دفاع تر وزیره او جمهوریس پوري رسېدلې وي نو سړی به له چا څخه ګيله وکړي. ځکه چي د امریکا مقامات هم وایی چي دا ستونزه دوی پخپله منځته راوړې او اوس یی دوی په چاره پوري حیران دي. سړی نه پوهیږي چي د سلهاوو میلیارډو ډالرونو د تاوان، د زرهاو بیګناه انسانانو د وژل کیدلو او د سل هاوو کلیو او ښارګوټو د تباه کیدلو او په نتیجه کي د یوه بشپړ هیواد او ختی د سیمي د ثبات د خرابولو خبره یوازي پر خپله اشتباه باندي په اعتراف سره خلاصیږي؟ خو افغانستان د نړۍ یو له ترټولو کمزورو هیوادونو څخه دی او له چا څخه د بازخواست کولو توان نه لري. کنه نو د متحده ایالاتو د اولسي جرګې د غړي او د  خارجي چارو د جرګه ګی د ریس ډاناروراباکر   هغه مرکه په لوستلو او غور کولو ارزي چي د پی این ایس  اطلاعاتي آژانس  د مارچ پر یوولسمه خپره کړه او په هغې کي وکیل روراباکر د مرکزي حکومت څخه وغوښتل چي په دې باره کی تحقیقات پیل کړي چي د افغانستان جمهوریس حامد کرزي د خپل ځان او کورنۍ د جیبونو ډکولو لپاره د خارجي مرستو څخه استفاده کړې ده. روراباکر د مارچ پر اوومه نیټه د امریکا د مرکزي حکومت د احتساب دفتر ته یو مکتوب لیږلی او ویلي یی دي چي د هغو خارجي مرستو په باب تحقیقات وکړي او کانګریس ته رپوټ ورکړي چي جمهوریس کرزي خپل جیب ته اچولي او یا د هغه د کورنۍ غړو په خپل درد وهلي دي. رورابکر په خپل دغه لیک کي لیکلي دي چي د امریکا د خلکو پیسې باید نوري هغه هویاد ته ولاړي نه سي چي د حکومت مشر یی په خپل درد لګوي.  د پی این ایس اطلاعاتي آژانس وایی د نیویارک ټیامز ورځپاڼي د مارچ پر اوومه نیټه رپوټ ورکړی دی چی د جمهوریس کرزي ورور محمود کرزي په کابل کی د سهمونو د اخیستلو لپاره له سود نه خلاصي پیسې تر لاسه کړي دي. داسي ویل کیږی چی دغه بانک او حکومتي مقاماتو هغه خارجي پیسې محمود کرزي ته ورکړي دي چي په افغانستان کي د متحده ایالاتو او ایتلاف قواوو ته ورکول کیدلې.  رورابکر وایی اوس باید دا معلومه سي چي د کابل حکومت څومره په اداري فساد کی ډوب دی او هلته څومره پیسې اختلاس سوي دي.
         اوس نو له ښاغلي رورابکر څخه څوک دا پوښتنه وکړي چي که د کرزي او د هغه د کورنۍ له غړو څخه را تیر سو. هغه کسان چی تا څه کم دوې میاشتي مخکي د برلین په ښار کي د افغانستان د تجزیه کولو نقشې ورسره جوړولې ټول سپین چرګان وه؟ کرزي خو به یوازي په ناروا بیسو خپل جیبونه ډک کړي وي. خو دوستم، خلیلي، ضیاء مسعود، فهیم او د هغوی انډیوالان، چی روحا په هغه جلسه کی حاضر وه، یوازي غله نه دي، بلکه لاسونه یی د زرهاوو بګناه افغانانو په وینو سره دي. که رورابکر به ریشتیا هم د اداري فساد غم اخیستی دی نو یوازي د کرزي په نوم عریضه لیکل او د نورو پر غلا، جنایاتو او قتلونو باندي سترګي پټول او د هغوی سره په مجلسونو او دسیسو کي برخه اخیستل د یوه بشپړ ملت په حق کي ظلم او ناروا ده.
      حقیقت دا دی چي د کال ۱۹۹۲ د اپریل په میاشت کي پر کابل او ټول افغانستان باندي د جنایتکارانو، قاتلانو او بدماشانو د راخوشي کولو څخه نیولې تر نن ورځي د ټولو بدمرغو پیښو مسوؤل غربي قدرتونه دي. دا قاتلان په پاکستان کي، د آی ایس آي تر نظارت لاندي ،د دوي په مستقیمو مرستو او ډالرونو جنګیدل. په افغانستان کي د نجیب د حکومت تر نسکورولو وروسته  ټول جنایات یی لویدیځو هیوادونو ته معلوم وه. په افغانستان کي د کرزي په شمول د قدرت ټول خاوندان د هغه بدنام نظام غړي وه، او غرب د ټولو په جنایاتو خبروو. مګر بیرته یی هغه جنایتکاران، چي تقریبا یو سالم عنصر هم پکښی نه وو، بیرته پر افغانستان باندي حاکم کړل. او غلو او جنایتکارانو ته یی په افغانستان کي د ثبات د ټینګولو، امنیت او عدالت د راوستلو او ډیموکراټیک نظام د جوړولو وطیفه وروسپارله. اوس به دوی ګیله له چا څخه کوي. او د سبا مسوؤل به څوک وي؟
      زه یو ځل بیا وایم چي تر څو پوري د افغانستان د شریف ملت اراده ونه پوښتل سي او د افغانستان د خلکو په خوښه جوړ سوی نظام منځته راغلی نه وي سوله او امنیت او ریښتونی حکومت ټینګیدلای نه سي. لویدیځ هیوادونه خو به خپلي پښې سپکي کړي او له افغانستان څخه به ووزي خو زه د تاریخ په شاهدي دا ویلای سم چي لکه څرنګه چي د امریکا د مقاماتو په قول د افغانستان د اوضاع کنترول د هغوی له وسه وتلی دی او هسي د اړوړ پزه جوړوي او پښې سپکوي. سبا به د افغانستان د بیا بې امنیتی او فساد په نتیجه کي داسي حالات منځته راځي چي د افغانستان موضوع به نه بلکه د سیمي او حتی ټولي نړۍ مسله به مطرح وي.
     لکه څرنګه چی د بن په بدمرغه غونډه کي چي د افغانستان د ملت اراده څرګنده سوې نه وه او داسي حالت یی منځته راووړ چی نن ورځ یی پخپله لوی قدرتونو په چاره پوري حیران دي. دغه راز د قطر او سعودي له غونډو څخه تر هغه وخته پوري څه نه جوړیږی چي تر څو پوري د افغانستان د خلکو اراده ونه پوښتل سي. مخکي له هغه چي طالبانو د امریکا او د افغانستان د حکومت یو بیشنهاد منلی او لږترلږه په ښکاره یی کوم اعلان کړی وي، د امریکا حکومت هغوی ته لومړنی امتیاز ور کړ او د ګوانتانامو څخه یی د هغوی د ډیرو مهمو کسانو د خوشي کولو موافقه ورسره وکړه. د دې معنی دا ده چي په خبرو کي د امریکا دریځ کمزوری دی. د دې معنی دا ده چي امریکایان ښایی طالبانو ته نور داسي امتیازات ورکړي چي موږ به یی نن تصور هم نه سو کولای. ګران لوستونکي دي څو ورځي مخکي د ښځو په باره کی د افغانستان د علماوو د شورا د شرمونکو فیصلو او د کرزي له خوا د هغو فیصلو د منظورولو مسله له اوسنی وضع او د بندیانو د خوشي کیدلو سره ډیر بې ارتباطه نه بولي. او د افغانستان د فاع پر وزارت او پر کرزي او د هغه پر کورنی باندي د دونه درنو تورونو لګول هم څه اسانه او بې بنیاده خبره نه ده. زه یقین لرم چی موږ ب لږ وروسته داسي رپوټونه او خبرونه واورو چي دا به مو ټول هیر سي. خو هیله مي دا ده چی زموږ منورین دا وروستی فرصت له لاسه ورنه کړي او د ګران افغانستان د ژغورلو لپاره د یوې لاري او چارې په فکر کي سي. په ټلوزیونونو او ویب سایټونو کي د ماشومانو په د یوه بل مخونه شوکاري نه کړي او اصلي درد ته متوجه سي. که ټول په یوه سلا نه وي نو یو څو تنه خو خپل ږغونه له یوه ستوني را وباسي. نړۍ ته وښیی چی که څوک حق را نه کوي هغوی به زورور وي خو موږ انسانان یو او لږترلږه د حق په غوښتلو پوهیږو.