د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتني بانک پخوانى رييس د پيسو د اختلاس په تور ونيول شو

پژواک خبري اژانس 12.03.2012 09:35

 کابل (پژواک٢١کب ٩٠): د پښتني بانک د پخواني رييس حيات الله دياني او د دې  بانک د پنځو برحالو کارکوونکو په ګډون ١٣ تنه، په دې بانک کې د ٣٥ ميليونو ډالرو د اختلاس په تور ونيول شول.

دا مطلب د لويې څارنوالۍ اړوند له ادارې فساد سره د مبارزې د څارنوالۍ رييس ابوبکر رفيع، نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې څرګند کړ او ويې ويل، چې د دې کسانو په منځ کې چې پرون  نيول شوي، د ښاري پراختيا وزارت لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي.

د سرچينې د معلوماتو له  مخې، دغه ٣٥ ميليون ډالره د دې کسانو له خوا هغو ٧٠ شرکتونو ته چې فزيکي شتون يې نه درلود او د سوداګرى وزارت او له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې (ايسا) سره ثبت او راجستر نه دي، د پور په توګه ورکړل شوي دي.

نوموړې څرګنده کړه، د جايدادونو هغه اسناد چې د ضمانت په توګه د دې کسانو له خوا بانک ته سپارل شوي وو، هم جعلي دي.

 له اداري فساد سره د مبارزې د څارنوالۍ رييس وويل، چې دغه اختلاس د يوه موظف پلاوي له خوا د څېړنې په ترڅ کې رابرسېره شوى دى.

د ده په وينا، دغه پلاوى د ماليې وزارت د ١٣٨٩ کال د وړانديز پربنسټ ګومارل شوى و، ترڅو د پښتني بانک د ١٣٢ ميليونو ډالرو پور موضوع وڅېړي او هغه تعقيب کړي.

د سرچينې په وينا، دغه پلاوى د ماليې، کورنيو چارو او عدليې وزارتونو، د اداري فساد د ستراتيژۍ پر تطبيق د څار د عالي ادارې، پښتني بانک او لويې څارنوالۍ څخه جوړ شوى دى.

د سرچينې د وينا پربنسټ، دغه پلاوي پېښه تر څېړنې لاندې ونيوله او د اسنادو او شواهدو تر بشپړېدو وروسته يې د ١٣ تنو نيول شويو کسانو دوسيې لويې څارنوالۍ ته وسپارلې.

هغه وويل: ((وروسته تر هغې چې پېښه د لويې څارنوالۍ له خوا تر څېړنې لاندې ونيول شوه، په ډاګه شوه چې  شاوخوا ٣٥ ميليونه ډالره په پښتني بانک کې حيف او ميل شوي دي.))

هغه وويل چې دا دوسيه سترې محکمې ته لېږل شوې ده.

پښتني بانک يو له هغو دولتي بانکونو څخه دى، چې په ١٣٣٣ لمريز کال کې يې فعاليت پيل کړى دى.

ابوبکر رفيع، په نورو دولتي او خصوصي بانکونو کې د دې ډول ستونزو له رامنځ ته کېدو څخه د مخنيوي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې په بانکونو کې مالي جرمونه د نورو ادارو په پرتله زيات وي؛ خو د مخنيوي لپاره يې هلې ځلې روانې دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال کابل بانک چې يو ستر خصوصي بانک و، د غير قانوني  پورونو په ورکړې سره، چې په ټوليزه يې کچه ٩٠٠ميليونو ډالرو ته رسېدله، د ورشکستګۍ تر بريده پورې وړاندې لاړ.

وروسته بيا دولت په دې موضوع کې مداخله وکړه او اوس دغه بانک د دولت په چوکاټ کې د نوي کابل بانک په نوم فعاليت کوي او تراوسه هم يوه اندازه پورونه بېرته نه دي ورکړل شوي.