د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په عربي متحده اماراتو کې افغانانو ته خبرتبا

الهام یاسیني 07.03.2012 21:25

په عربي متحده اماراتو کې ټولو افغانانو ته خبر ورکول کیږي چې د جمعې په ورځ د ځوان ژورنالیست او کیسه لیکونکي محبوب الله خان د کتاب( خانان په بالیووډ کې) د مخکتنې غونډه ده، هیله ده چې په خپلو راتللو یې ولمانځئ.

ځای: په متحده عربي اماراتو کې د عجمان ولایت، اسیا پیلیس هوټل. نېټه: د جمعې مبارکه ورځ د مارچ د میاشتې نهمه(۹/۳/۲۰۱۲). د ماسپښین د درې بجو څخه تر ماښام اووه بجو پورې(د ماسپښین ۳:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۷:۰۰ بجو پورې).

د کتاب په اړه:

خان په بالیووډ کې د هغو افغانانو یو ریښتینې انځور دی چې تر اوسه په هندې سینما کې ځلانده ستوري دي. خانان په بالیووډ کې یو تاریخي بشپړه څیړنه ده چې تر دې مخکې پرې څوک نه دی توانیدلی خو اوس یې محبوب الله خان تر مونږه رارسوي چې په رېښتیا سره په هندوستان کې د افغانانو په اړه په زړه پورې معلومات یې پکې راټول کړي دي.

یادونه: په دې غونډې کې د نوموړي کتاب  د سلو څخه زیات ټوکونه د غونډې په ګډونوالو ویشل کیږي. همدارنګه د دې کتاب مخ کتنې ته د کابل څخه ځینې میلمانه هم راځي چې د خانان په بالیود کې پر څیړنه خپل اندونه وړاندې کړي.

د اړیکو شمېرې: ۰۰۹۷۱۵۵۲۰۴۸۶۹۵