د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شعر

م.ر.یادګاری 07.03.2012 17:28

داسې زه خراب شوم ټوکو ټوکو کې
عشق کې دې کباب شوم ټوکو ټوکو کې
شونډې مې چې ستا په شونډو کیښولې
غرق زه په شراب شوم ټوکو ټوکو کې
ګلې زه یو بحر د خوښیېو وم
څاڅکه د دریاب شوم ټوکو ټوکو کې
ستا د مینې تور چې په ما ولګید
ترنګ زه د رباب شوم ټوکو ټوکو کي
تا چې ځواب راکړ هغه تیره ورځ
تاو لکه ګرداب شوم ټوکو ټوکو کې
خیر دي یادګاري که زه عذاب یمه
یار ته خو ثواب شوم ټوکو ټوکو کی